ترتیب او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ له هغه دینه کفر ډېر غوره ده، چې له یقینه خالي او له شکه ډک وي. دا په مونږ باندې د خدای (ج) احسان دی، چې د پاک رسول الله (ص) دین یې را پیرزو کړی دی .
۲ ـــ د زړه سواندو او رښتینو انسانانو مخونه د سپرلي د ګل غوټیو په څېر تاند او غوړېدلي وي او د درواغجنو او بې رحمه خلکو څېرې د خزان سیلۍ وهلي او مړ ژواندي وي .
۳ ـــ چې هوښیار وي، په دې خبره به پوه شي، چې وږی د وربشو ډوډۍ ښه په مینه خوري او ښه پرې لګي، خو چې موړ وي، نو هغه د سوچه غوړیو حلوا ته هم نه ګوري .
۴ ـــ هغه څوک چې خپل ارزښتناک وخت د علم په زده کړې کې تېر کړي، عالم او فاضل به شي. له یوې خوا به د غوسه ناکو کسانو د ژوندانه له ستونزو سره په آسانۍ مقابله وکړي او له بلې خوا به د خپلې اسلامي ټولنې له پاره د خدمت وړ وګرځي .
۵ ـــ د رښتیا ویلو له امله په کلي او کور کې هېڅ خوا خوږی او همنوا نه لرم .
۶ ـــ څوک له طبیبانو دوا غواړي او څوک له دروېشانو دعا، خو خدایه ! ما هیچا ته مه اړ کوه؛ زه هرڅه له تا غواړم .
۷ ـــ له رنځه ومرئ، خو د احسان دارو مه خورئ .
۸ ـــ هغه کس د ډېرې ستاینې وړ دی، چې خپل بار په چا نه اچوي، بلکې د بل بار وړي .
۹ ـــ د یوه عزتمن سړي له پاره په دنیا کې دوه کاره دي، یا به ګټي او یا به سر قربانوي .
۱۰ ـــ په رسمونو او رواجونو پسې مه ځئ، څه چې شرعه وایي هغه وکړئ .
۱۱ ـــ ناځوانه خلک په خپل نسب ویاړي او مېړونه په خپلو کارنامو .
۱۲ ـــ د توبې صابون هېڅ خیری نه پرېږدي، که هر څومره دې جامه خیرنه هم وي .
۱۳ ـــ د الله (ج) له وېرې د مؤمن له سترګو څڅېدلې اوښکې د جهنم اور هم مړ کولای شي.
۱۴ ـــ ژبه په ښو ویلو عادت کړه، په خپلو او پردیو کې به دې دروند کړي، بده ژبه به دې په خپلو او پردیو کې سپک کړي .
۱۵ ـــ زه د هغه انسان په خپلواکه فکر، بې غمه زړه او روڼ تندي ویاړم، چې نه زر لري او نه زمین .
۱۶ ـــ جوټه خوراک مه کوه، ځکه چې جوټه خوراک د سپي دی .
۱۷ ـــ څوک چې صبر نه لري، هغه حکمت نه لري .
۱۸ ـــ د علم بحث له هر چا سره کوه ښه دی .
۱۹ ـــ څوک چې په غرمه پورته کېږي، هغه له هر کاره پاتې وي .
۲۰ ـــ طمعه مه کوه، ځکه چې طمعه مرغۍ هم وکړي، نو په دام کې ګیره شي .
۲۱ ـــ له هر څه نه بده داده، چې ناپوه پایي او هوښیار مري .
۲۲ ـــ ناپوه سړی څاروی دی، که هر څومره یې په لاره کوې؛ نه په لاره کېږي، که یو ساعت ښه هم شي، په بل ساعت بیا ترې نه څاروی جوړېږي .
۲۳ ـــ ای ناصبره ! صبر وکړه او له حقه مه اوړه، بریا به ستا وي، ځکه چې صبر تېره توره ده .
۲۴ ـــ د غافل سړي په سپینه ږیره مه غولېږه، ځکه چې غافل سړی که زوړ هم وي، نو د پیو ماشوم دی .
۲۵ ـــ چې ښی او کین لاس مې پېژندلی، له هغه وخته تر اوسه له یوې مینې خالي نه یم .
۲۶ ـــ د ښځې مثال د مار دی، په کور کې بنده ښه ده، لکه څنګه چې مار په سوړه کې ښه دی، ښځه چې له کوره بهر شي او مار له سوړې، نو ډېر خطر لري .
۲۷ ـــ هغه کس په عقل خام دی، چې خپل کسب پرېږدي او د بل په کسب پسې شي، دغه کس د یوه کسب هم نه شي .
۲۸ ـــ چې مرې، نو داسې ومره، چې خلک درپسې وژاړي او درپسې تل په دعا لاس پورته کړي. د مار او لړم غوندې مه مره، چې خلک دې په مرګ خوشاله شي .
۲۹ ـــ چې تېرې تورې وهي، نو یو وېښته به یې هم زیانمن نه شي، تر کومې چې د رب حکم نه وي شوی .
۳۰ ـــ که پوهېږې، نو ایمان دغه دی، چې له مخلوقه لرې شي او خالق ته ځان نږدې کړې.
۳۱ ـــ که په مخکې دې زمری هم ولاړ وي، خو چې له سره تېر شوې او وېره له زړه وباسې، نو زمری درته هېڅ هم نه دی .
۳۲ ـــ د ګل یا ښه بوی وي او یا هم ښه رنګ، چې په دې دواړو کې یو هم نه لري، نو ګل نه دی .
۳۳ ـــ ځوانه ښځه صحت دی او زړه ښځه زحمت .
۳۴ ـــ د ناپوهانو په رښتیاو کې هم ګټه نه وي، ځکه چې ټولې خبرې یې له خیره لرې وي. ځار مې د هوښیار له خبرو کړې، چې درواغ او رښتیایې د شکرو غوندې خوند او مزه لري .
۳۵ ـــ د دین او دنیا له پاره پاک اوسئ، ځکه چې ناپاکه خلک په دین او دنیا دواړو باندې خوار وي .
۳۶ ـــ د هغه کس دې رب مخ تور کړي، چې په یارۍ او دوستۍ کې په زړه غلا لري .
۳۷ ـــ هوښیار سړی پند ته اړتیا لري، د ناپوه له پند سره څه کار نه شته .
۳۸ ـــ که په نفس قدم کېږدې، نو سلطان به شې .
۳۹ ـــ ښځه چې ښه خوی او ښآیسته صورت ولري، نو په دې دنیا جنت دی .
۴۰ ـــ په هر کار کې عقل قاضي کړه، چې کله هم څه خبره یا څه کار کوې، نو له عقل نه مشوره وغواړه، چې څه فتوا یې درکړه، هغه عملي کوه .
۴۱ ــ ښه سړی د چا بدو ته نه ګوري، که بل ورسره بد هم وکړي، نو دی په بدل کې ورسره ښه کوي .
۴۲ ـــ ښه معشوقه هغه ده، چې نه درواغجنه وي او نه قهر جنه، نه بد خوراکه او نه بد پوشاکه .
۴۳ ـــ د هغه کس ښادي نه شته، چې د پلار له حکمه سر غړونه کوي، بلکې ډېر بد مرغه دی او د خدای (ج) په عذاب به واوړي .
۴۴ ـــ خوشاله ! ته چې ناپوه ته نصیحت کوې، دا دې ناپوهي ده او په ځان پورې خاندې .
۴۵ ـــ غریبه په دې خوښ اوسه، چې مال او دولت نه لرې، چې سبا درنه د حج او زکات پوښتنه نه کېږي .
۴۶ ـــ عاقلانو ته د نامرد سړي برېتونه او د موږک برېتونه یو شان ښکاري .
۴۷ ـــ پښتانه که کم همته او نوپوهان نه وای، نو نن به په ټول هندوستان د دوی حکومت و، خو افسوس چې غافله دي .
۴۸ ـــ په هېڅ کې به دې هم خلک پرېنږدي، که په خوی کې د پرښتو په شان هم شې، که ډېر غږېږې، نو وایي به چې د سر ماغزه یې ډېر دي، که له خلکو بېل شي، وایي به چې مغروره دی، که هر چا سره مخامخ کېږې او ورسره تګ راتګ کوې، نو وایي به چې بېګاه سبا د خلکو په کورونو ګرځي، که شته راټولولې، نو د شوم نوم درباندې ږدي، که یې لګوې، نو وایي به چې څه خرامي دی، که چاته ځواب نه ورکوې او ټیټ سر ګرځې، نو وایي به چې دا خو په هېڅ کې هم نه دی، په هېڅ نه پوهېږي، که ځان جوړ کړې، نو وایي به چې د ښځو غوندې ځان جوړوي، که ساده ژوند کوې او ساده جامې اغوندې، نو وایي به چې شوم دی، داسې نور هم ډېر څه شته، چې په یوه کې به دې هم خلک پرېنږدي، زه او ته خو پرېږده، چې د خلکو له خولو نه پیغمبر ( ص) نه خوندي نه و، خو بیا هم ته خپل نیت له هر چا سره ښه لره، ځکه چې په هر څه کې خپل نیت رهبر دی .
۴۹ ـــ دې ته مه ګوره چې فلانکی په یادو قرآن لولي، ته د فلاني عمل ته وګوره، چې څنګه دی ؟ په زړه کې یې وېره شته او که نه ؟
۵۰ ـــ پلار د زوی په هنر ډېر ویاړي، په هر کار کې د خپل زوی کامیابي غواړي، خو چې زوی بد شي او د پلار نه مني، نو د زوی له بد خوی نه تل د پلار سترګې په اوښکو لندې وي .