ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هغه کسان، چې په سپېڅلو، ښکلو فطرتي افکارو سره د نورو په زړونو کې ځای لري، هېڅکله له هېرولو څخه وېره نه لري، ځکه چې تل پاتې دي .
۲ ـــ باران واوسه، وورېږه او پوښتنه مه کوه، چې تشې کاسې د چا دي .
۳ ـــ تل له یو بل سره یو زړي او صمیمي پاتې شئ، ترڅو یووالی مو ټینګ پاتې شي .
۴ ـــ خپل کار پیل کړئ، د ترسره کېدو وړتیا یې په خپله ورپسې راځي .
۵ ـــ ای خدایه ! لاسونه مې تش او زړه مې په هیلو کې ډوب کې دی، یا په خپل بې حده ځواک دې لاسونو ته مې توان ورکړه او یا زړه مې له نه پوره کېدونکو هیلو څخه تش کړه.
۶ ـــ له هغو کسانو څخه مننه کووم، چې له مانه کرکه کوي، ځکه چې هغوی ماته ځواک را بښي. له هغو کسانو څخه مننه کووم، چې له ما سره مینه لري، ځکه هغوی زما زړه ستروي. له هغو کسانو مننه کووم، چې ما پرېږدي، ځکه هغوی ماته دا را زده کوي، چې هېڅ څیز تل پاتې نه دی . له هغو کسانو څخه هم مننه کووم، چې له ماسره پاتې کېږي، ځکه هغوی ماته د رښتیني ملګري مانا را ښیي .
۷ ـــ هغه لاسونه، چې مرسته کوي، ترهغو شونډو ډېر سپېڅلي دي، چې دعا کوي .
۸ ـــ په یاد ولره، ترڅو تل وپوهېږې، چې د انسان تر ټولو ښکلی طبیعت د هغه مینه ده، نو مینه وکړئ، که له دوست سره وي او که له دښمن سره، ځکه چې دوست ستروي او دښمن دوستوي .
۹ ـــ ډېری خلک بې انصافه، بې منطقه او ځان محوره دي، مګر هغوی وبښه .
۱۰ ـــ که چېرې مهربان واوسې، نو تا د پټو انګېزو په لرلو تورنوي، مګر مهربان اوسه .
۱۱ ـــ که چېرې عزتمن او رښتینی واوسې، نو دوکه درکوي، مګر عزتمن او رښتینی اوسه.
۱۲ ـــ نننۍ ښېګڼې دې هېرې کړه، مګر ښېګڼه کوونکی اوسه .
۱۳ ـــ ټولې ښېګڼې دې دنیا ته وبښه، حتی که بسنه هم ونه کړي او په پایله کې به وګورې، هر هغه څه چې دي، تل ستا او د الله (ج) ترمنځ دي، نه ستا او د خلکو ترمنځ .
۱۴ ـــ یوې نجلۍ ستر کوروش ته وویل : پر تا مینه یم . کوروش وویل : زما ورور ستا وړ دی، چې له ما نه ډېر ښکلی دی او ستا تر شا ولاړ دی، نجلۍ شاته وکتل، ګوري چې هېڅوک نه شته . کوروش وویل : که چېرې ته مینه وای، نو شاته به دې نه کتل .
۱۵ ـــ ټوله مننه مې له هغه چا څخه ده، چې اړتیا یې راته نه لرله، مګر هېر یې نه کړم .
۱۶ ـــ ستر کار شتون نه لري، په دې شرط، چې په کوچنیو کارونو یې ووېشو .
۱۷ ـــ تل په یاد ولرئ، چې وروستۍ پاتې کیلي، ښایي د دروازې د قلف پرانیستونکې وي .
۱۸ ـــ هغه یوازینۍ لار، چې له ماتې سره مخامخ کېږي، د هڅې نه کول دي .
۱۹ ـــ ستاسې عمر هغه مهال پیلېږي، چې د خپل برخلیک اختیار په خپلو لاسونو کې اخلئ.
۲۰ ـــ لمر هغې ګیاه ته تودوخه ورکوي، چې خپل سر یې له خاورو څخه را پورته کړی وي .
۲۱ ـــ کله چې ژوند تاسو ته زیات څه نه درکوي، دا په دې مانا ده، چې تاسو له هغه څخه زیات څه نه دي غوښتي .
۲۲ ـــ هر ورور، چې د خپل ورور له ګټو څخه د خپلې ګټې په څېر ملاتړ کوي، نو خپل کار ته یې رونق ورکړی دی .
۲۳ ـــ بریالي کسان بېلا بېل کارونه نه ترسره کوي، بلکې کارونه په بېلا بېل ډول ترسره کوي .
۲۴ ـــ مخکې تر دې، چې ځواب ورکړې، نو له یوه کس سره مشوره وکړه، مګر تر دې چې هوډ وکړي له څو کسانو سره مشوره وکړه .
۲۵ ـــ انسانان هماغه ډول کېږي، چې ډېر یې په اړه فکر کوي .
۲۶ ـــ تر ټولو ستونزمن ګام هماغه لومړی ګام دی .
۲۷ ـــ زه د یقین او عدالت مرستندوی یم، زه به ژوندونه جوړ کړم او زه به ډېرې خوښۍ راوړم .
۲۸ ـــ زه به د ځمکې پر سر خپل ملت سر لوړی کړم، ځکه د هغه خوشالي زما خوشالي ده.
۲۹ ـــ له پوه او شرم لرونکې نجلۍ سره واده وکړه، او له هغې سره مینه ولره، د خپل ځان له پاره ښځه وټاکه او د بل چا ښځې ته دوکه مه ورکوه، ترڅو اروا دې ګناهکاره نه شي .
۳۰ ـــ د چا مال او شتمني ته سترګې مه نیسه، ځکه د دنیا مال او شتمني د هغې مرغۍ په څېر ده، چې کله په یوې او کله په بلې ونې باندې کېني او په هېڅ ښاخ باندې نه پاتې کېږي .
۳۱ ـــ د مور او پلار امر پرځای کوه، ځکه د چا چې مور او پلار ژوندي دي، د هغه زمري په څېر دی، چې په ځنګله کې په آرامه ویده دی او له هیچا څخه وېره نه لري .
۳۲ ـــ غوسه ناک مه اوسه، ځکه غوسه ناک سړی د هغه اور په څېر دی، چې په ځنګله کې ولګېږي وچ او لامده دواړه یو ځای وسوزوي .
۳۳ ـــ له زوړ دښمن نه دې نوی دوست مه جوړوه، ځکه زوړ دښمن د تور مار په څېر دی، چې له سل کالونو وروسته هم غچ نه هېروي .
۳۴ ـــ تل او په هر ځای کې په الله (ج) باندې توکل کوه او له هغه چا سره دوستي وکړه، چې ډېره ګټه در ورسوي .
۳۵ ـــ د پوهانو حضور ته درنښت ولره، له هغوی څخه پوښتنه وکړه او ځواب یې واوره .
۳۶ ـــ د چا مال مه غلا کوه او له خپل مال سره یې مه ګډوه .
۳۷ ـــ له غلو سره معامله مه کوه او هغوی ونیسه .
۳۸ ـــ له ځواب ورکولو مخکې فکر وکړه .
۳۹ ـــ خپل ځان د چا غلامۍ ته مه سپاره .
۴۰ ـــ له پاچاهانو څخه فرمان مه غواړه .
۴۱ ـــ له درواغجن او خبرې ګرځوونکي څخه خبرې مه اوره .
۴۲ ـــ نا پوه ته راز مه وایه .
۴۳ ـــ د یونان امپراطور ستر کوروش ته وویل : موږ د عزت له پاره جنګېږو او تاسو د شتمنۍ له پاره . کوروش وویل : هو هر څوک چې څه شی نه لري، نو د هغه د لاس ته راوړلو له پاره جنګېږي .
۴۴ ـــ په نړۍ کې له درې غږونو ډېر وېرېږم : د بې موره ماشوم له غږه . له جدایۍ څخه د مین له غږه . له بېګناهۍ څخه د مجرم له غږه .
۴۵ ـــ هېڅ لوړه بې ژورې او هېڅ ژوره بې لوړې نه ده .
۴۶ ـــ پر هېڅ بېوزله او غریب باندې ملنډې مه وهه کېدای شي یوه ورځ ته بېوزله او غریب شې .
۴۷ ـــ له پاک نظره، په کار پوه، هوښیار او نېک خویه سړي سره مشوره وکړه .
۴۸ کینه کښ ته خپل مال او شتمني مه ور ښیه .
۴۹ ـــ د خپل نوم له پاره له کار او کسب څخه ډډه مه کوه .
۵۰ ـــ د خلکو په مجازات کې له کینې څخه کار مه اخله .
You also might be interested in
ليکنه: محب الله آرمل زموږ په وطن کې غوسې ډېرې[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل څوک ځواکمن دی ؟ ځواک[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ الله (ج) به له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی