لیکنه : عطا محمد میاخېل
اصلي نوم یې اریستو کلس دی، چې ښکلی، ځواکمن، قوي او د پلنو اوږو خاوند ځوان و، چې د ده پلنې اوږې د دې لامل شوې، چې ده ته د افلاطون لقب ورکړي. په یوناني کې افلاطون پلنو اوږو والا ته وایي .
افلاطون ۴۷۰ کاله مخکې له میلاد څخه د یونان په پلازمېنه آتن کې؛ په یوه ځواکمنه سیاسي او درنه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې . نوموړی له کوچنیوالي ډېر با استعداده او ذکي وو. افلاطون یوه عیاني خور او دوه اخیافي وروڼه لرل . پلار یې ده ته د موسیقۍ، فلسفې، جمناستیک، او ادبیاتو تر ټولو ښه او غوره ښوونکي ونیول. فیثاغورث په ده باندې ډېره زیاته اغېزه وکړه. نوموړی په شل کلنۍ کې د خپلې بشپړې پوهې په موخه د سقراط شاګردي پیل کړه، دې شاګردۍ اته کاله دوام وموند .
افلاطون په ۳۹۹ مخکې له میلاد څخه د آتن د محکمې په حکم د خپل ښوونکي سقراط د ځان وژنې شاهد و او په دې اړه یې لیکلي دي، چې سقراط له آتن څخه تېښته ونه منله، که څه هم په دې باندې ښه پوهېده، چې د محکمې حکم ناسم دی، خو سره له دې هم تسلیم شو او د زهرو جام یې وڅکه، تر څو د قضایه قوې، چې د خلکو د حقونو د ساتنې او آرامتیا دنده پر غاړه لري درنښت یې پر ځای پاتې شي .
د سقراط د مړینې پرمهال افلاطون اته ویشت کلن و او د دې آرامه ژوند غمجنه پایله د ده فکري ودې په ټولو پړاوونو کې منعکسه وه. دې کار دیموکراسي او عام خلک د ده په نظر کې داسې سپک او بې ارزښته کړل، چې د ده کورنۍ روزنې او ارستو کراسي ونه شو کړلای دا ډول اغېزې په ده کې پیدا کړي؛ دې کار ورته دا تلقین کړله، چې باید دیموکراسي له منځه لاړه شي او د ډېرو پوهو او غوره خلکو حکومت ځای پر ځای شي . د دیموکراسي په وړاندې د ده تګلاره او طریقه داسې وه لکه د کاتون چې د قرطاجنبه په اړه وه .
د ډېرو ښو، نېکو او پوهو وګړو پیدا کول او د حکومتي چارو له پاره د هغوی چمتو کول، دی د ژوند په ټوله موده کې بوخت کړی و. کومې هڅې او کوښښونه، چې ده له بند څخه د سقراط په خلاصون کې ترسره کړي وو، د دیموکراسۍ مشران او سر لاري یې ده ته بد ګومانه او بدبینه کړل، دوستانو په غوږ واهه، چې ښایي په آتن کې به په امن کې نه وي، په نړۍ کې د ګرځېدو او سفر ښه موقع برابره ده، له همدې کبله یې په همدغه کال ۳۹۹ ق م آتن پرېښود. په غالب ګومان افلاطون لومړی مصر ته لاړ او د دې خبر له اورېدو څخه ډېر اغېزمن شو، چې پر مصر باندې واکمن روحانیون، یونان داسې یو هېواد ګڼي، چې تر اوسه د ماشومتوب په حال کې دی او د قوي دودونو او ژور فرهنګ خاوند نه دی، په دې خاطر دا عجیب او غریب روحانیون د نیل د سیند غاړې جدي نه نیسي، مګر د سپکاوي او ملنډو څخه بل هېڅ شی زیات روزنه ورکوونکی نه دی، له دې کبله د دې لوستې طبقې له پاره چې په خپله عقیده یې د خدای (ج) له لوري پر یو بزګر قوم حکومت کاوه، د افلاطون په روح کې تل ژوندۍ پاتې شوه او د ده د جمهوریت په نظریاتو کې یو اغېزناک ایډیال پرېوت. افلاطون له مصر څخه په بېړۍ کې سپور شو او د صقلیه په لور وخوځېد او له هغه ځایه ایټالیا ته ولاړ، یوه ښوونځي ته یې سر ورښکاره کړ، چې فیثاغورث جوړ کړی و او د دې مېړنیو خاطره چې خپل ځان یې پوهې او حکومت ته ځانګړی کړی و او په عین واکمنۍ کې یې په ډېرې ساده ګۍ ژوند کاوه، د ده په حساس روح یې ژوره اغېزه وکړه؛ دولس کاله یې خپلې مسافرۍ ته دوام ورکړ او حکمت یې له ټولو سر چینو او منابعو څخه زده کړ، له ټولو مذهبونو او عقیدو څخه خبر شو او له هر درمند څخه یې وږي راټول کړل. کله چې په ۳۷۸ ق م کال آتن ته بېرته راستون شو، نو څلوېښت کلن و، د بېلابېلو قومونو له تجربو او د ګڼو هېوادونو له حکمت څخه د پوهې لوړې پوړۍ ته رسېدلی و، څه نا څه یې د ځوانۍ زور ناست و، خو د ده د فکر لرلید او منظره داسې جوړه شوې وه، چې هره لوړ برید د هغه په وړاندې نیم حقیقت ښکارېده او د ګڼو حقیقتونو څخه د مرکبې مسئلې لیدل او ښکارېدل، چې په څرګنده به یې سره سمون نه درلوده، ورته روښانه کېدل. ده د یوه عالم پوهه او معلومات د یوه هنرمند تخیل او الهام سره یوځای په ځان کې را ټول کړي وو. شاعر او فیلسوف یو وارې په استثنایي ډول په یوه روح کې سره راټول شوي وو .
ده د خپلو افکارو د بیانولو له پاره د آتن ښار څخه بهر یو بڼ ( باغ ) درلوده، چې علم او معرفت ته یې ځانګړی کړ، مریدان به یې د تعلیم د فیض د تر لاسه کولو او د علم او حکمت د بوختیا له پاره هلته سره راټولېدل، څرنګه چې د دغه ځای نوم ( اکاډمیا )و، نو د افلاطون فلسفه د ( اکاډمي ) په حکمت مشهوره او لارویان یې اکاډمیان بلل کېدل او نن ورځ په اروپا کې مطلقې علمې ټولنې ته اکاډمي وایي .
( اکاډمي ) د مکالمې وسیله پیدا کړه او داسې وسیله، د ښکلا موخه یې د حقیقت له غوښتنو سره پخلا کوله، یقیناً دغه مهال فلسفه په داسې ځلا او رڼا سره نه وه څرګنده شوې او له هغې وروسته هم په حقیقت کې په داسې پرتم سره د فلسفې څرګندتیا چا نه ده لیدلې د افلاطون د سبک جوش او خروش، ځلا او غوره نظاره، آن د نورو ژبو په ژباړو کې لیدل کېدای شي .
شلي چې د افلاطون له ستایونکو څخه دی وایي : افلاطون، نادر، منطقي او دقیق یووالی د شعر د الهام بښونکي هیجان سره یو ځای موږ ته وړاندې کوي. دا دوه ماناوې د ده د عصر د همغږۍ او ځلا په اثر د نه منونکي مقاومت په بهیر کې د موسیقۍ اغېزې سره ورګډ وي او په چټکۍ سره اثبات او اقناع له ځان سره راوړي .
په حقیقت کې هغه څه، چې د افلاطون پر آثارو پوهېدل، ستونزمن کوي، هغه د شعر، فلسفې، پوهې او هنر سره ګډېدل دي. موږ تل نه شوی ویلای، چې کوم لوبغاړی د افلاطون له قوله ګړېږي او آیا هغه څه چې وایي حقیقت دی که مجاز، ټوکې دي که رښتیا غالباً د ټوکو، مسخرو او افسانو سره د ده مینه، موږ حیرانوي تقریباً ویلای شو، چې د ده زده کړې د رمز او تمثیل له لارې وو . ( آیا غواړئ، چې زه له تاسو سره د افسانو او اساطیرو په جامه کې لکه زوړ بوډا، چې د ځوانانو سره خبرې کوي، وینا وکړم ؟ ) باید یادونه وکړم، ډېر هغه صفتونه چې افلاطون ترې کرکه کوله، په خپله یې درلودل . ده په شاعرانو او د هغو اساطیرو ته پېغور کاوه او دی په خپله یو شاعر و، چې سلګونه افسانې او اسطورې د ده د اسطورو په ټولګه کې وې . ده به واعظان ګرمول، چې د شتمنو دروازې ته درېږي او هغوی په دې ډاډه کوي، چې د دوی سرښندنې او دعاوې، په خپله د دوی او د دوی د نیکونو ناوړه چارې جبرانوي او په خپله افلاطون هم د سر سختو اخلاقیونو، واعظینو او متکلمینو له ډلې څخه و او د ساو او نارول په څېر به یې هنر څرګنداوه، هر ډول ځان ښودنه او هنر ښودنه به یې محکوموله . ده به د شکسپیر په شان ویل : قیاس او تشبه لکه د ښویېدونکې ځمکې په شان دي . مګر په خپله دی به له دې ځایه، هغه ځای ته ښویېده او ټوپ به یې واهه. دی د سوفسطایانو د لفظي مشاجرو څخه منکر و، خو په خپله ده به هم کله کله د سوفسطایانو په څېر استدلال کاوه. فاکه د ده په تقلید وایي : (آیا کل د جز نه لوی دی که نه؟ هغه جوته ده، مګر استدلال یو ځل بیا له سره کوو) خو دا به هم ډېره بده وي، چې کېدای شي وویل شي، د افلاطون ویناوې د خزانو ګران بیه زر ګڼل کېږي، غوره او ښه یې جمهوریت دی، چې په خپله یو خپلواک بشپړ کتاب دی او هم افلاطون په دې کتاب کې دی. د افلاطون نظریات د ماورالطبیعت، خدای پېژندنې، اخلاقو، اروا پوهنې، رونیز فن، سیاست، هنر او وجیزو په اړه چې د فلسفې ډېرې زړې بڼې، همېشنۍ وجیزې تشکیلوي، چې د نېکۍ لور ته د انسانانو د عملي لارښوونې او بلنې په موخه راوړل شوي دي، په ځانګړې توګه کله چې وینو د ده فلسفې د بنسټ دې همېشني حکمت چې ( خپل ځان وپېژنه) تشکیل کړی دی. سر بېره پر دې دویمه وجیزه ( غوره حامیانه روي ده ) په حقیقت کې د ډېرو مخکینیو فلسفو بنسټ شوی ده . دا وجیزه، چې د ( منځلاري ) په نامه ترې یادونه کېږي، د افلاطون په فلسفه کې د نفساني ځواک ترمنځ د منځني برید په توګه منځته راغی او ارسطو د فضیلت په نامه د هغه یادونه کوله هم هم په خپل وار د افراط او تفریط ترمنځ منځنی حد واقع کېده .
امرسون وایي : ( افلاطون مساوي دی له فلسفې سره او فلسفه مساوي ده له افلاطون سره) که د جمهوریت کتاب ته راشو او هغه مطالعه کړو او ووینو، چې په دې کتاب کې حکومتونه څه ډول ډلبندي شوي دي . افلاطون د حکومتونو بېلابېل ډولونه په لاندې ډلو وېشلي دي :
د فلاسفه وو حکومت د هېواد د اداره کولو چارې د یو یا څو فیلسوفانو په غاړه وي، د افلاطون په نظر څرنګه چې فلاسفه د علماوو او پوهانو له ډلې څخه دي. کولای شي چې هېواد د عدل او انصاف له مخې اداره کړي، د ده په اند دا ډول حکومت له هر عیب او نیمګړتیا څخه پاک دی . د پوځیانو په حکومت کې د هېواد د چارو واګې د جنګیالیو په لاس کې وي .
د پوځیانو حکومت افلاطون په اند پوځیان د مېړانې او زړورتیا څښتنان دي، فلاسفه چې د علماوو او پوهانو له ډلې څخه دي، کولای شي، د هېواد د چارو په اداره کولو کې دا صفتونه د خپل عمل اصل وګرځوي او حکومت به یې نسبتاً بشپړوي .
د شتمنو حکومت : د هېواد چارې د بډایو او شتمنو خلکو په واک کې وي، د افلاطون په باور د شتمنو طبقه د سپما او قناعت په پایله کې دې پړاو ته رسېدلې ده او څرنګه چې د دې ځانګړتیاوو درلودونکي دي، هغوی د تقوا او فضیلت خاوندان دي، کولای شي ټولنیزې چارې پرمخ بوځي .
د عامو خلکو حکومت : د هېواد د اداره کولو چارې د خلکو لاس ته ورځي، افلاطون د عامو خلکو د حکومت سره مخالف ووایي، د عامو خلکو حکومت چې نن ورځ د دیموکراسي په نوم یادېږي ) کې پرته د وړتیا او استعداد په پام کې نیولو سره ټول وګړي د حقوقو او سیاسي دندو خاوندان وي، استبدادي حکومت د هېواد چارې د یو مستبد او ظالم پاچا په لاس کې وي، چې د هېواد ملي ګټې او مصالح له ځاني ګټو او اغراضو څخه قربانوي . افلاطون استبدادي حکومت د عامه حکومت په شان نیمګړی ګڼي . افلاطون وایي، چې حکومت باید د دوه شیانو مخنیوي وکړي : یو د شتمنۍ ډېروالی او بل د بېوزلۍ او فقر شدت؛ ځکه فقر د خلکو اخلاق فاسدوي او وګړي دښمن کوي، په مقابل کې شتمني خلک د بېکارۍ او تجمل په لور روږدي کوي . بډاینه او همدارنګه فقر د ګډوډۍ او فتنې لامل کېږي او په پایله کې خلک له قانوني حکومت څخه سر غړونه کوي .
افلاطون، هېواد د انسان له بدن سره پرتله کوي او وایي : بشر د درې ګونه اصلي قوو درلودونکي دي یو عقل، بل مېړانه او درېیم اقتصادي فعالیت هر هېواد باید دا درې قوې ولري . د افلاطون د داسې یو حکومت وړاندیز کوي، چې له دریو طبقو څخه جوړ شوی وي او هره طبقه د دغو دریو قوو استازي وي دا درې طبقې عبارت دي له :
واکمنان یا سیاستمداران د شعور، عقل او تدبیر نماینده ګان او د هېواد د دفاع حیثیت لري، چې باید د عالمانو او فلاسفه وو له منځه څخه وټاکل شي .
پوځیان، چې د مېړانې او زړورتیا خاوندان دي، باید د زړورو خلکو له ډلې څخه وټاکل شي. درېیمه طبقه چې بزګران، صنعت کاران او نور کارګران دي، باید کار او سپما وکړي او په عین حال کې د واکمنو تابع او منونکي وي .
په پای کې داسې پایله تر لاسه کوو، افلاطون له سقراط څخه د کسب لارې چارې زده کړې او عقلي کُلیاتو ته متوجه شو. د پخوانیو پوهانو، د فلاسفه وو او سوفسطایانو او په ځانګړې توګه د هر قلیطوس، فیثاغورث، برمایندس او انکساګورس له افکارو او نظریاتو څخه په بشپړه توګه برخمن شو او خپل ذوق ته یې د عقل د رڼا په وسیله لارښوونه وکړه، څرنګه چې سقراط خپله فلسفه په اخلاقي چارو پورې محدوده کړې وه، افلاطون هم خپل بحثونه اخلاقو او سیاست ته متوجه کړل د خلقت د نړۍ حقیقت ته یې هم پاملرنه درلوده، خو طبیعي چارو ته دومره ځیر نه شو .
د ده حکمت په دې بنسټ دی، چې محسوسات ظواهر دي، نه حقایق او په همدې دلیل علم ورسره اړیکه نه ساتي او یوازې معقولات علم دی، چې د افلاطون د مثل نظریه له همدې ځای څخه را پیدا کېږي، په دې مانا، چې د نړۍ ټولې چارې، مادي دي که معنوي اصل او حقیقت لري او یوه بشپړه بېلګه ده، چې په ظاهري حواسو نه شي درک کېدلای، یوازې عقل یې موندلای شي . د همغې بشپړې بېلګې مثال زموږ فلاسفه وو ویلی دی . مثلاً د انسان یو مثال، د مېړانې، دوستۍ او د یووالي مثال، یانې د هرې چارې له پاره یو بشپړ وګړی شته، چې په خپل ځان یې هغه کار دی .
د کامل انسان په مثل کې یا انساني مثال، د خپل نفس په برید کې انسان دی، چې هغه د زمان، مکان او بدلون څخه خلاص دی او له هغې څخه چې څه زموږ حواسو ته راځي دا ظواهر دي، متغیر نسبي او د خپل مثال د سیوري په شان دی، وجود یې هغه برخه ده، چې د خپل مثال څخه یې لري او هر څومره، چې برخه ډېره وي، حقیقت ته ډېر نږدې وي . په هر حال د تذکر علم دی، یانې روح بدن ته له ننوتلو مخکې د مجرداتو په نړۍ کې و، د مثل په حقایقو خبر و، کله چې د خلقت او فساد نړۍ ته راغی هغه حقایق یې هېر کړل، مګر په ټولیزه توګه له منځه ولاړ نه شول او د هغه مثل ورته والی مومي، کله چې کوښښ وکړي حقایق یاد ته راوړلای شي، سره له دې باید یادونه وشي، چې د افلاطون په نظر مثل هم د پوړونو درلودونکی دی او هغو ته په پاملرنې سره پوړونه توپیر پیدا کوي . په پای دا لوی فیلسوف د اتیا کلنۍ په عمر په ۳۷۴ ق م کال په آتن کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
دیموکراسي د فلاطون له نظره :
دیموکراسي له دوه یوناني کلمو څخه تشکیل شوې ده، چې Demos خلک او Kratos د حکومت په مانا ده. د دیموکراسي په برخه کې د افلاطون افکار د بل هر فیلسوف په پرتله د معاصرو متفکرینو د افکارو په جوړونه کې ډېر نفوذ لري. افلاطون د جهمور په نامه په خپل کتاب کې، ټولنه، حکومت، دولتی چارواکي او قانون د دیموکراسۍ بنسټونه ګڼي . د نوموړي په اند هر څوک نه شي کولای، چې مدیر یا مسؤل شي، مګر دا چې شرایط یې بشپړ کړي وي، چې یاد شرایط په دې ډول دي : بشپړه ځیرکتیا، د معلوماتو لرل، منطقي اوسېدل، پر خپل نفس بشپړ کنټرول، د کارونو د ترسره کېدو بشپړه وړتیا لرل د علت او معلول مالومول او بلاخره د ګمارونکي مسؤلیت، چې باید د غوره کسانو له منځ څخه تر ټولو غوره وټاکي .
د افلاطون دا نظر، چې دولتي مشران باید فیلسوفان وي او یا هم لږ تر لږه په فلسفه پوه شي او یاد کسان باید له دغو دریو ځانګړتیاو څخه برخمن وي : ځیرکتیا، زړورتیا او د مټو زور ( د مټو زور څخه موخه د بدن ځواک، روغتیا او د نوې مبارزې په اړه معلومات دي)
افلاطون د یوه ملت پیاوړي خلک په دوه ډلو وېشلي : د عمل سړي او د فکر سړي، چې ټولنه باید له هر فرد څخه په خپل ځای کې ګټه واخلي . افلاطون په پیاوړي مدیریت، له پوهې څخه د یوې ټولنې په سمه ګټه اخیستنې، استعداد، وړتیا او د خپلو غړو له مهارت څخه په ګټه اخیستنې ډېر ټینګار کړی دی . په یونان کې له افلاطون څخه لس ګونه کاله وړاندې کلیستنس ( Cleisthenes ) د آتن د دیموکراسۍ له پاره خپل فورمول وړاندې کړی و، چې ۵۰۸ ق م کال کې پلی شو. د هغه په دیموکراسي کې، چې د مستقیمې دیموکراسي یو ډول و؛ ښځې، بې ځکمې افراد، غلامان او هغه نران، چې عمر له ۲۰ کلونو څخه ټیټ وو له ګډون څخه بې برخې ول .
د افلاطون آثار :
د افلاطون ټول آثار د تاریخ له غوره فلسفي آثارو څخه شمېرل کېږي، له هغوی څخه کولای شو د تیمائوس، مېلمستیا، فیدون او پارمنیدس رسالو څخه یادونه وکړو . د هغه تر ټولو مهم او مشهور اثر د جمهوري په نامه دی، چې د تاریخ د لس غوره کتابونه په کتار کې راځي .
You also might be interested in
ژباړه: عطا محمد میاخېل ښایي له واده او یا له[...]
لیکنه: عطا محمد میاخېل خرما چې علمي نوم یې Phoenix[...]
لیکنه: عطا محمد میاخېل د روژې تعریف: روژه په لغت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی