لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
د نورو خلکو سره د مباحثې او خبرو اترو له لارې ستونزې څنګه حل کړو او موثره پریکړه په څه ډول وکړو؟ ستاسې د افهام او تفهیم وړتیا ستاسې د مسلکي ژوند د پرمختګ د ګړندي کولو دپاره تر ټولو مهم مهارت دې- ښاي تر ټولو مهم کار چې تاسې یې د خپل کار پر مهال کوئ هغه د ستونزو حل او د پریکړو کول وي چې کله یې پخپله او کله یې د نورو سره په ګډه کوئ-
سیستماتیکه پروسه په کار واچوئ
په اداري چوکاټ کې د ستونزو د حل او پریکړو کولو دپاره د افهام اوتفهیم یو له ټولو ډیره کاریدونکي طریقه غونډې دي او په دغه غونډو کې په موثره ډول د ستونزو د حل او د پریکړو د کولو مباحثې په سیستماتیک او منظم ډول مخکې وړل دي-
ستونزه په واضحه ډول تعریف کړئ
له ټولو ترمخه، تاسې دا پوښتنه وکړئ، “اصلاٌ ستونزه ده څه؟” د موضوع د تعریف وضاحت به ستونزه مخکې له دې چې مخ ته لاړه شه ۵۰٪ حل کړي-
راتلونکي ته پام وکړئ
کله چې په یوه ستونزه بحث کوئ، د تیر پرځاې راتلونکي ته پام وکړئ- دا پوښتنه وکړئ، ”له دې ځایه مونږ چیرته ځو؟“ ”له دې ځایه مونږ څه کوو؟“ ”د راتلونکي دپاره مونږ سره کوم غوره بدیلونه دي؟ “د ستونزو د حل په موخه جوړې ډیرې مباحثې ډیرې وخت په داسې حال پاې ته رسیږي چې د ټولو ګډونوالو پام دې خبرې ته وي چې په تیر کې څه وشول او څوک پړه دي- یو موثره اداري مشر دا ډول غونډې دې خبرې باندې متمرکزه کوي چې پوه شي چې اداره او په اداره کې شته کسان کوم لوري ته روان دي، او په راتلونکي کې څه پیښیدې شي، د حل په یوازې هغه برخې باندې فکر کوي چې دوي پرې واک او کنټرول لري-
په حل لارو خبرې وکړئ
په موثره ډول د ستونزو د حل دپاره کیدونکو خبرو اترو دویم عنصر دا دې چې تاسې د ستونزو پرځاې په حل لارو باندې خبرې وکړئ- دا ستاسې دنده ده چې د غونډې د ګډونوالو پام ممکنه حل لارو لټولو او هغه څه چې باید وشي ته واړوئ پرځاې د هغه څه چې وار د مخه پیښ شوي دی-
خلاقیت خپریدو ته پریږدئ
د حل لارو په اړه بحثونه په خپل ذات کې مثبت وي چې ښیګڼې په اړه فکر کوي او د حل لارو د لټون به لړ کې خلاقیت لورې ته میلان لري- د ستونزو په اړه بحث په خپل ذات کې بیا منفي دې، انګیزه وژونکې او د خلاقیت مخه نیونکې-
د مثبت فکر بنسټ
تاسې ډیر په اسانۍ د ستونزو پرځاې د حل لارو په اړه فکر کولو له کبله مثبت فکر کونکي جوړیدې شئ- که تاسې په خپله اداره کې هر کارکونکې د حل لارو په اړه فکر او خبرو کولو ته اړ کولې شئ، تاسې به د نویو مفکورو کیفیت او ډیروالي ته ګوته په غاښ شئ-
عملي تمرین
دلته درته دوه لارې وړاندې کیږي چې په مرسته به یې تاسې یو ښه ستونزې حل کونکي او پریکړه کونکي جوړ شئ:
لومړې، یو څه وخت د ستونزې په اړه په پوهیدو باندې تیر کړئ ترڅو تاسې تر بحث لاندې ستونزې په اړه بیخي پوره پوه شئ- یو څه فکر وکړئ چې یوه ایډیاله پریکړه او یا د ستونزې حل به تاسې ته د څه شي د ترلاسه کولو کې مرسته وکړي- پرځاې د دې چې په اوسني حالت باندې فکر وکړئ د هغه حالت په اړه فکر وکړئ چې تاسې یې درلودل غواړئ-
دویم، بحثونه په حل لارو متمرکزه وساتئ، هغه څه چې په راتلونکې کې تاسې کولې شئ- څومره ډیر چې تاسې د حل لارو په اړه فکر او خبرې کوئ همدومره به ستاسې ټول ملګري به مثبته او خلاقیت څخه ډک فکر کوي چې په مرسته به یې لا د ستونزو د حل دپاره به ډیرې ښې مفکورې مخې ته راشي-