لیکنه: اندیال ساپی
لــومړی: زیــــــــــــری:
رسول ﷺ فرمايې:”بَشِّرِ الْمَشَّائِينَ فِي الظُّلَمِ إِلَى الْمَسَاجِدِ ، بِالنُّورِ التَّامِّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ”. رواه أبو داود والترمذي وصححه الألباني
ژباړه::” په تورتميو کې جومات تلونکو ته د قيامت په ورځ د بشپړى رڼا ﺯيرى ورکړئ”.
دویم: زیــــــــــــری:
نبی ﷺ فرمایلې دی:”رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا”. رواه مسلم
ژباړه:«د سحر دوه رکعته سنت د دنیا او هغه څه نه غوره دی چې په دنیا کې دی».
دریم: زیــــــــــــری:
نبی ﷺ فرمایې:”مَنْ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ إِلَى الْمَسْجِدِ كُتِبَ لَهُ بِكُلِّ خُطْوَةٍ يَخْطُوهَا عَشْرُ حَسَنَاتٍ، وَالْقَاعِدُ فِي الْمَسْجِد يَنْتَظِرُ الصَّلاَةَ كَالْقَانِتِ، وَيُكْتَبُ مِنَ الْمُصَلِّينَ، حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى بَيْتِهِ”. أخرجه أحمد
ژباړه:څوک چې له کور څخه د جومات په لور ووتلو، د هر قدم په اخستلو به ورته لس نیکې ولیکل شی، په جومات کې ناست کس چې د لمانځه انتظار باسی(الله جل جلاله ته) د منونکی او عاجزی کونکی په څیر دی، او دا به لمونځ کونکو له جملی ولیکل شی تر دی چې خپل کور ته ستون شی.
څلورم: زیــــــــــــری:
الله جل جلاله فرمایې:”أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوداً “. الإسراء : ٧٨
ژباړه: لمونځ، د لمر له زوال څخه د شپې تر ترږمۍ پوري قايم کړه، او د سحر لمونځ هم قایم کړه؛ ځكه چي د سحر لمانځه ته حاضری کیدای شی(د ملائلکو).
پنځم: زیــــــــــــری:
رسول ﷺ فرمايلې دی:”لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا، يَعْنِى الْفَجْرَ وَالْعَصْرَ”. رواه مسلم
ژباړه:” هغه كس به اور ته داخل نشي، چې د لمر راختلو او لمر پريوتلو مخکى لمونځ وکړى، يعنى د سحر او ماﺫيګر لمونځونه”.
شپږم: زیــــــــــــری:
نبی ﷺ فرمایلې دی:”مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ”. رواه مسلم
ژباړه::«څوک چې د ماخوستن لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان نیمه شپه عبادت کړی، او څوک چې د سحر لمونځ په جمع سره وکړی ګویا کې دغه انسان ټوله شپه عبادت کړی دی».
اوم:زیــــــــــــری:
نبی ﷺ فرمایلې دی: “مَن صلى البَرْدين، دخل الجنة”؛ متفق عليه.
ژباړه:” چاچې دوه يخ لمونځونه(سحر او ماﺯيګر) وکړل جنت به داخل شى”.
اتم: زیــــــــــــری:
رسول ﷺ فرمايې:”مَنْ صَلَّى الْفَجْرَ ثُمَّ جَلَسَ فِي مُصَلاَّهُ، صَلَّتْ عَلَيْهِ الْمَلاَئِكَةُ، وَصَلاَتُهُمْ عَلَيْهِ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ، اللَّهُمَّ ارْحَمْهُ”. رواه أحمد
ژباړه: څوک چې د سحر لمونځ وکړى او بيا د لمانځه په ځای کې کينى، نو ملائکې به پر هغه رحمت وايې، هغه ته به د ملائکو دعا او درود دا وى: يا الله ته ورته بښنه وکړى،او يا الله ته پرى رحم وکړى.
نهم: زیــــــــــــری:
رسول ﷺ فرمايلې دی:”مَنْ صَلَّى الْغَدَاةَ الفجر فِي جَمَاعَةٍ، ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ تَامَّةٍ تَامَّةٍ تَامَّةٍ”. رواه الترمذي وصححه الألباني
ژباړه:«څوک چې سحر لمونځ په جمع سره ادا کړی، او بیا د لمر ختلو پوری د الله جل جلاله ذکر ته کیښنی، او بیا دوه رکعته لمونځ وکړی، نو دی لپاره به پوره د حج او عمری په اندازه ثواب دی».
لسم: زیــــــــــــری:
نبی ﷺ فرمایلې دی: “مَنْ صَلَّى صَلاَةَ الصُّبْحِ فَهْوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ، فَلاَ يَطْلُبَنَّكُمُ اللَّهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَىْءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَىْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبَّهُ عَلَى وَجْهِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ”. رواه مسلم
ژباړه: چا چې د سحر لمونځ وکړ نو هغه د الله جل جلاله په ﺫمه او لوظ کې دى، الله جل جلاله دى تاسى د خپلى ﺫمى په اړه په کوم شى کې ونه غواړى، ځکه الله جل جلاله چې د خپلى ﺫمى په اړه څوک په کوم شى کې طلب کړى نو هغه رانسى او بيا يې پړمخى دجهنم اور ته غورځوی.