ژباړه: انـــــدیال ساپی
سخا مينه او ستاينه ده، بخل ملامتي او کينه ده، سخاوت دوستي پيدا کوي او دښمني ختموي ، د انسان نېمګړتياوې له مينځه وړي او دستاینی لامل ګرځی.
شاعر وايي:
وإن كثرت عيوبك في البرايا وسرك أن يكون لها غطاء
تستر بالسخاء فكل عيب يغطیه كما قيل السخاء
ژباړه: که څه هم ستا عيبونه په خلکو کې ډېر وي او غواړې چې د هغه لپاره سرپوښ پيدا کړي، نو دغه عيبونه په سخاوت پټ کړه ځکه سخاوت ټول عيبونه پټوي.
کله چې انسان سخاوت خپل کړي، نفس يې پاک شي، خوی يې نرم شي چې همدغه يې د نېکو اخلاقو په لور بيايي ، مقام يې لا لوړوي ځکه سخي انسان هر خير او نېک کار ته نېږدې وي.
سخاوت او سلف
له دې کبله لوړ او نېکانو خلکو ددې خوی لاس ته راوړلو لپاره هڅه کوله او نور خلک یې هم ورته رابلل.
ابن عباس رضی الله عنه وايي:” د درې شيانو بدله نشم پوره کولی، هغه څوک چې په سلام اچولو کې په ما لومړی شي، بل هغه څوک چې په مجلس کې ماته ځای راکړي او دريم هغه څوک چې زما د ليدلو لپاره يې قدمونه په ګردونو خړ پړ شي”.
څلورم هغه څوک دی چې بدله يې يواځې الله تعالی ورکوي ، پوښتنه ورڅخه وشوه هغه څوک دی؟
نو ويې ويل:هغه څوک دی چې څه ستونزه ورته پيدا شي ټوله شپه په دې سوچ کې وي چې ددغه مشکل د حل لپاره چاته ورشي، بيا ما د خپل مشکل دحلېدو لپاره وړ وګڼي او ماته راشي.
هغه په دې اړه يو شعر هم ويلی دی:
إذا طارقات لهمّ ضاجعت الفتى … وأعمل فكر الليل والليل عاكر
وباكرني في حاجة لم يجد بها … .سواي ولا من نكبة الدهر ناصر
فرجت بمالي همه من مقامه … ………وزايله همّ طروق مسامر
وكان له فضل علي بظنه … … … بي الخير إني للذي ظن شاكر
ژباړه:کله چې د غم له کبله بې خوبۍ د ځوان سره اړخ لګولی وي او بيا په داسې حال کې چې ټوله شپه د هغې د حل لپاره فکر وکړي او سهار وختي د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره راپورته شي او له ما څخه پرته د دغه ستونزی لپاره بل څوک مرستندويه ونه مومي ، زه په خپله شتمنی هغه له غمه خلاص کړم او غم يې له مينځه يوسم، هغه په ما باندې د نيک ګمان په کولو ښېګڼه وکړه چې زه یې ددغه نيک ګمان منندوی یم.
رافعي رحمه الله فرمايي: “چا چې نفس په سخاوت او انفاق اموخته کړ، نو ده خپل نفس ته داسې عملي تمرين وکړ لکه څنګه چې ورزش کوونکی د بدن غړو د ورزش لپاره درنې اوسپنې اوچتوي او د سيالۍ لپاره قوت لا پياوړی کوي.
خو بخل او شومتوب دغه طبيعت يا بيخي له مينځه وړي او يا يې داسې كنګل او نافرمانه پرېږدي چې بيا نه نرميږي، نه منل کوي او نه اسانتيا خپلوي”.
دلته بايد وويل شي چې سخاوت په دوه ډوله دی يو دا چې انسان په خپل مال کې سخۍ وي دويم د هغه مال څخه بې پروا او سخي وي چې د نورو په لاسونو کې وي.
د نورو د مال تمه نه لرل يواځې غوره والی او د ناولتيا او نېمګړتيا څخه ځان پاکول دي،
که انسان دغه دواړه خويونه سره يو ځای کړي په دې معنی چې خپل مال ورکړي او د نورو د مال غوښتنې څحه ځان وژغوري نو د انسان عزت او سخاوت بشپړيږى.