د سرتاق بیلابیل ډولونه او په ودانۍ جوړولو کې د هغو کارول . Different Types of Lintels and their Uses in Building Construction
سرتاق څه شی دی ؟What is Lintel?
سرتاق هغه افقي عنصر دی چې د دروازو ،کړکیو او داسې نورو خالیګاو لپاسه پورې راهورې ځای په ځای کیږي .سرتاقونه د هغې لپاسه پراته بارونه اخلي او اتکا کوي یې .همدارنګه سرتاق د بیم یو ډول دی ،د چا پلنوالی چې ددیوال له پلنوالي سره مساوي وي او انجامونه یې په دیوال کې نښتي جوړ شوي وي .دکمان په پرتله ددې جوړول اسانه وي.
د سرتاق دیوال کې اتکا برخه . Bearing of lintel:
په دیوال باندې د اتکا شوې برخه د لاندې درې حالتونو ترټولو کم څخه وي .
i. 10 cm
ii. د بیم سرتاق د لوړوالي په اندازه .
iii. د سرتاق د وايې له 1/10 څخه تر 1/12 پورې .
د ودانۍ په جوړولو کې د کاریدونکو سرتاقونو ډولونه . Types of Lintels used in Building Construction
نظر د موادو ډول ته سرتاقونه لاندې ډولونه لري.
1. د لرګي سرتاق.
2. د تیږې سرتاق.
3. د خښتو سرتاق.
4. اوسپنیزکانکریټي سرتاق.
5. فولادو اوسپنې سرتاق.
6. له سیخ سره د خښتو سرتاق.
د لرګي سرتاق.Timber Lintels
پخوا به د لرګي سرتاق ډیر کاریده .مګر نن سبا دا په نوو تخنیکونو سره تعویض شوي ،سره له دې چې په غریزو ساحو کې اوس هم لرګي په سرتاق کې کاریږي.د لرګي سرتاق نیمګړتیاوې دادي چې قیمته وي ،لږ مداومت لري او د اور اغیزمن کیدونکی دی .که د خالیګاو برخو اوږودوالی زیات وي ،نو سرتاق د څو ټوټو لرګیو د یوځای کولو له لارې جوړیږي ،داسې چې د اوسپنیز بولټونو په واسطه سره ونښلول شي .ځینې وخت کې د لاتقویه کولو لپآره په بره برخه کې اوسپنیز پلیټونه هم ورکول کیږي چې دیته بیا flitched lintels سرتاق وايي.
د تیږې سرتاق. Stone Lintels
دا هم د سرتاقونو مشهور ډولونه دي ،دا بیا په هغو ځایو کې ډیر کاریږي چیرته چې تیږه پریمانه پیداکیږي.دتیږې په سرتاق کې د تیږې پیړوالی ډیر مهم فکتور دی .دا کیدای شي د یوې تیږې په بڼه ورکول شي او یاهم له یو زیاتو تیږو په بڼه وي. ددې ډول سرتاق ژوروالی په هر متر کې 10cm وي ،چې باید په هیڅ حالت کې له 15cm کم نه وي .د تیږو سرتاق کیدای شي تر 2m وايې پورې وکارول شي.څرنګه چې تیږه په کشش کې کمروزی خاصیت لري نو کله چې داسې سرتاق له لړزه ورکونکو بارونو سره مخ شي په دې کې درزونه پیداکیږي .نو ځکه باید د تیږې سرتاق کارولو پروخت احتیاط نه کار واخستل شي.
د خښتو سرتاق . Brick Lintels
کله چې خالیګا له یو متر کمه وي او لږ بارونه پرې عمل کوي ،د خښتو سرتاقونه کاریدای شي.د خښتو سرتاق ژوروالی له 10cm تر 20cm پورې نیول کیږي ،چې د وایې په اوږودوالي پورې اړه لري.په سرتاق کې د عادي خښتو پرځای د هغو خښتو کارول غوره وي چې یو مخ یی لږه کنده ولري ،ځکه د خښتې دا کنده مخ (frogs) بیا له مسالې ډکیږي او خښتې ته زیات عرضي مقاومت ورکوي .داسې سرتاقونو ته joggled brick lintel. هم وايي.
دسیخ لرونکو خښتو سرتاقونه . Reinforced Brick Lintels
که بار دروند وي او وایه یې له 1m زیاته وي ،نو بیا سیخ لرونکو خښتو سرتاق کاریږي .د سیخ لرونکو خښتو سرتاق ژوروالی 10cm ،15cm اویا هم د 10 مضربونه وي.خښتې داسې ځای په ځای کیږي چې ترمنځ له 2cm تر 3cm پورې تش ځای د سیخانو ایښودو لپآره پریښودل شي او له 1:3 مسالې سره ډک شي. د هر عمودي دریم جینټ وروسته 6mm عمودي ګژدمکونه ورکول شي.اصلي سیخان په لاندې برخه کې ورکول کیږي چې قطر یې له 8mm تر 10mm پورې وي .
اوسپنیز سرتاقونه . Steel Lintels
که واردیدونکي بارونه زیات درانه وي او دخالیګاوو وایه زیاته وي باید اوسپنیزسرتاقونه وکارول شي.دا سرتاقونه چینل مقطعې او یا هم رول شوي اوسپنیزتیرونه وي .کیدای شي یو یوځای وکارول شي او یاهم دوه سره ځای وکارول شي.کله چې یو ګونی کاریږي ،نو کیدای شي تیر په کانکریټو کې پټ کړای شي او یا هم سنګکاري ورته وشي.کله چې له یو زیات کاریږي نو بیا باید څنګ په څنګ وکارول شي او ترمنځ یې بیلونکی ټیوب ورکول شي.
اوسپنیز سیمنټي کانکریټي سرتاقونه . Reinforced Cement Concrete Lintels
نن سبا ،اوسپنیزکانکریټي RCC سرتاقونه په پراخه پیمانه دکړکیو،دروازو او نورو خالیګاو لپآره کاریږي.ځکه دا ډول سرتاقونه زیات مداومت ،ښه محکمیت او اور پروړاندې ښه مقاومت لري او په ورته وخت کې اقتصادي دي اوجوړول یې اسانه دي.ددې سرتاقونو پلنوالی ددیوال په اندازه وي او ژوروالی یې د وایې په اوږودوالي او بار اندازې پورې اړه لري.اساسي سیخان لاندې اچول کیږي او نیم یې په انجامونو کې د منفي مومنټ لپآره پورته جګیږي .عرضي ګژدمکونه ورکول ددې لپآره ورکول کیږي څو د عرضي قوې مقاومت وکړي