لیکنه:ګل رحمن رحماني
سرمقاله په يوه ورځپاڼه يا کومه بله خپرونه کې د کتونکي بورډ يا ډلې د ليدلوري بيان ته ويل کېږي. د ورځپاڼې دا برخه د ورځپاڼې له نورو برخو سره پوره توپير لري او د ورځپاڼې د چلوونکو نظر او کړنلاره څرګندوي، ځکه خو ډېر ځله د سرمقالې يا سرليکنې په پاى کې د کتوونکي بورډ يا هم د “اداره” کلمه ليکل کېږي، په دې مانا چې دا خبرې او يا دا نظر د اداري رسمي دريځ اونظر دى.
همدا مقاله د ورځپاڼې د لوستونکو لپاره ځانګړى اهميت لري، ځکه چې د ورځپاڼې رسمي سياسي دريځ او کړنلاره په کې په ګوته کېږي، په اوسنيو ډېرى رسنيو کې سرمقاله د مسوول مدير په لاس ليکل کېږي، خو کله کله د ستونزې پرمهال د کتوونکي بورډ” هيت تحرير” د مشر او که دا هم نه وي، نو د ورځپاڼې د يوه کارکوونکي له خوا ليکل کېږي، چې د ورځپاڼې له کړنلارې او خپرنيز دريځ سره پوره بلد وي.
ددې ترڅنګ ورځپاڼه په حساسو وختونو او د مهمو پېښو د پېښېدو پر مهال ګرمې موضوع ته ځانګړې کړي، چې ورځپاڼې ته زيات اهميت ورکوي.
د سرمقالې تعريف
کولى شو چې سرمقالې ته لاندې تعريفونه وړاندې کړو:
١-سرمقاله د ورځپاڼه ليکنې له هنرونو څخه يو دى، چې له مخې يې د ورځپاڼې د خپرنيزې تګلارې پر بنسټ د بېلابېلو مسايلو په اړه تحليل او تشرېح وړاندې کوي، يا په بل عبات د بېلابېلو ګرمو موضوعاتو شننه کوي.
٢-د يوې خپرونې ځانګړى نظر د يوې مهمې مسئلې په اړه د مسوول مدير، يا د کتوونکې ډلې د يوه مشهور غړي، چې د مسايلو سره بلد وي په خپرونه کې په يوه ثابته برخه کې، چې په لومړي مخ کې راځي ليکل کېږي، خو داچې د ټولې خپرونې کلي نظر څرګندوي، نو ځکه خو ترې لاندې د ليکوال نوم نه ليکل کېږي او د ادارې په نوم خپرېږي.
د سرمقاله ليکنې کار د هغې ټولنې وضعيت ته په پام سره، چې خپرونه په کې خپرېږي، توپير کوي، په ډېرى ليبرالو دموکراتو ټولنو کې سرمقاله د ورځپاڼې د کارکوونکو هغه ليد لورى بيانوي، چې کېدى شي، يو شخص، ډېرکسان او يا هم يو ګوند شي، خو په سوسياليستي ټولنو او يا هم مخ پر ودې ټولنو کې، لکه څرنګه چې ډېرې ورځپاڼې دولتي وي، نو سرمقالې هم تر ډېره د حکومت او يا هم په ټولنه د حاکم سياسي ګوند ليدلورى بيانوي.
په داسې ځايونو کې بيا سرمقاله د حکومت لپاره د پروپاګند او تبليغاتو رول ادا کوي، چې دا ډول سرمقالې تر ډېره د مسوول مدير او يا هم په ورځپاڼه کې دهغه د يوه باوري ليکوال له خوا ليکل کېږي
د سرمقالې موخې
د ټوماس برګ په نامه ورځپاڼه ليکونکى په دې باور دى چې سرمقالې لاندې موخې سمبالوي.
١-د هغه موضوع په اړه د ورځپاڼې ليد لوري مشخصول چې د ټولنې د اوسېدونکو پر وړاندې مهم دى.
٢-د خبرونو او پېښو تجزيه او تحليل او په ضمن کې يې په اړه د ورځپاڼې ځانګړي دريځ وړاندې کول.
٣-په راتلونکې کې د يوې پېښېدونکې موضوع په اړه د ځانګړي دريځ درلودلو لپاره د مخاطب يا لوستونکي چمتو کول.
د سرمقالې ځانګړنې
سرمقاله بايد لاندې ځانګړتياوې ولري، البته دا ځانګړې که له سرمقاله کې مرعات شي، نو د ورځپاڼې له نورو هنرونو او سيالو خپرونو ورځپاڼه بېلولى شي.
١-سرمقاله بايد د ورځپاڼې د ليدلوري او کړنلارې په رڼا کې د يوې مهمې ورځنۍ مسئلې شننه او تشرېح وي.
٢-ډېر ځاله بايد سرمقاله د ورځپاڼه په لومړي مخ او ستون کې وليکل شي، څو لوستونکي زيات را جلب کړي.
٣-د سرمقالې ليکوال بايدعموما هغه موضوع د سرمقالې لپاره وټاکي، چې د ټولنې عمومي افکار را نغاړي، يا په بله اصطلاح ګرمه موضوع وي.
٤-په ځينو ورځپاڼه کې سرمقاله په خپل ثابت نوم “سرمقاله” ليکل کېږي، خو په ځينو نورو ورځپاڼوکې بيا د سرمقالېموضوع منځپانګې ته په پام سره بېل او را ښکونکى عنوان ورکول کېږي.
د سرمقالې د ليکوال ځانګړنې
١-د سرمقالې ليکوال بايد د ورځپاڼه مقالې په تخنيکي او وړوکو خو پېچلو د تسلط هنر ولري او د خپل چاپيريال او ټولنې د ورځينو ټولنيزو مسايلو د تعقيبولو لېوالتيا ولري.
٢-د تجزيې او تحليل ځواک ولري، په دې مانا چې بايد پېښې تفسير کړي، تېر له اوس سره وتړي او د ځانګړې موضوع سره په تړاو د راتلونکو وضعيت وړاندوينه وکړي.
٣-مترقي ذهن او روڼ اندۍ څخه برخمن وي او په بېلابېلو برخو کې ښه مطالعه ولري، څو محکمې، ښې او سمې نظريې وړاندې کړي.
٤-بايد انتقادي وړتيا ولري او د ټولنې د ستونزو په اړه د بنسټيزو نيوکو د وړاندې کولو ځواک ورسره وي.
٥-د سرمقالې ليکوال بايد تل دا مسئله په نظر کې ونيسي، چې سرمقاله په حقيقت کې د ورځپاڼې يا خپرونې له ليد لوري کوي، هغه څه بيانوي، چې د اداري نظر دى او په هېڅ صورت دده خپل ليدلورى نه دى.
٦-د سرمقالې ليکوال بايد خپله موخه په روښانه ډول په سرمقاله کې وړاندې کړي.
٧-د ټولو کلتوري، ټولنيزو، اقتصادي او سياسي موضوعاتو په بيانولو کې زړورتيا ولري.
٨-ددې وړتيا بايد ولري،چې د ورځپاڼې د سرمقالې لوستونکي په بشپړ او روښانه ډول له موضوع نه خبر کړي.
٩-د سرمقالې ليکوال نه شي کولي، چې په کلي ډول د ورځپاڼې د سياسي چوکاټ نه سرغړونه وکړي، په داسې حال کې چې د مقالو، کالمونو او نورو برخو ليکوالان بيا له دې چوکاټ نه وړاندې هم تر يوې کچې تللى شي.
١٠-غوره داده، چې د سرمقالې ليکوال د سرمقالې د وړتيا ازمايلو يا درلودلو څخه وړاندې د رسنيو لپاره د قانع کوونکو عادي مقالو د وړتيا څخه برخمن وي.
د سرمقالې ډولونه
په ورځپاڼو کې عمومي درې ډوله سرمقالې ډېرې دود دي، چې په لاندې ډول اشاره ورته کوو.
١-تحليلي سرمقاله :
دا هغه ډول سرمقاله ده، چې مسايل يا پېښې په کې څېړل کېږي او بېلابېل اړخونه يې روښانوي. غوره به دا وي، چې په دې سرمقاله کې له ډېرو مقدمو او حاشيه اچونو څخه ډډه وشي او رسا د مسئلې متن تجزيه او تحليل شي.
٢-تحميلي يا تپل شوې سرمقاله:
دا هغه سرمقالې دي، چې له هره اړخه په کې د ليکوونکي خپل ليدوى لوري بيانېږي او کوښښ کوي، چې خپل تنګ نظره او يو اړخيز ليدلورى په خپلو لوستونکو وتپي او مخالف لوري لوري محکوم کړي.
٣-د وړاندوينې سرمقاله :
دا هغه سرمقاله ده، چې ليکوال د يوې مشخصې پېښې څېړنې ته په پام سره او په دې پېښه کې د ټولو دخيلو عواملو په نظر کې نيولو سره د پايلې وړاندوينې ته ځي او په دې اړه خپل نظر او عقيده د ورځپاڼې لوستونکو ته شرحه کوي.
د سرمقالې برخې
سرمقاله د يوې ورځپاڼې اصلي مقاله ده ، چې اصولا په لومړي مخ او کله کله د مطبوعاتو په د ننيو پاڼو کې خپرېږي او دا هغه مقاله وي، چې تر ټولو مهمې خبرې پېښې ته پاملرنه کوي، داسې پېښه چې د ډېرو مخاطبينو پر وړاندې هم زيات اهميت لري.
دا مقاله د خبر برعکس چې د سرچپه هرم په سبک ليکل کېږي، د ساده هرم په بڼه وي ، په پيل کې ټاکل شوې موضوع او مسئله چې ليکوونکو ته مشخصه او د فهم وړ ده مطرح کېږي او بيا په تدريج سره په پاى کې د موضوع مهمه برخه ويل کېږي.
ددې پورتني اصل پر بنسټ هره سرمقاله د درېيو برخو درلودونکې ده، چې په لاندې ډول به يې شرحه کړو:
الف- مقدمه:
د مقدمې په برخه کې په لنډون سره دا وړانديز مطرح کېږي، چې دا پېښه د لوستونکي پر وړاندې اهميت لري او ستاينه يې کېږي. په دې برخه کې مخاطب ته له موضوع سره اشنا کوو او د مطلب د لوستلو لپاره يې ذهنيت جوړوو.
د سرمقالې ددې برخې نورې موخې دادي، چې مخاطبينو ته د مهمو پېښو يادونه کوي. د يوې ښې اوغوره مقدمې په ليکلو سره به لوستونکي په قطعي ډول د مطلب لوستلو خواته تمايل پيدا کړي.
ب-منځپانګه :
د سرمقالې په دې برخه کې داصلي مطلب د فکر د غښتلتيا يا تقويې لپاره د موضوع په اړه اسناد او بهانې، د معلوماتو ورکول، د موضوع په اړه شمېرې او حقايق او د سوژې د بېلابېلو اړخونو پلټنه او تاريخي مخينه ورکول شامل دي.
ج- پاى:
په دې برخه کې په سرمقاله کې د مطرح شوې موضوع او د خپرونې د ليدلوري لنډون يا خلاصې، د حل لارې پيدا کولو ته د لوستونکو بلنې او د مخاطب ترغيب او هڅونې ته ځاى ورکول کېږي.
يادونه: په دې مقاله کې د بغداد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د ورځپاڼه ليکنې برخې د دوکتورا محصل ښاغلي دانا حبيب کرکوکي د”فنون التحرير الصحفی” يا ورځپاڼه ليکنې فن اثر څخه ګټه اخيستل شوې ده.