د سرک جوړونې انجينیري (دريمه برخه)
د سرک په بېلابېلو پوړونو کې لابراتواري ازموينې
- خاورين بستر Soil Subgrade
خاورين بستر د ځمکې پر مخ د سړک پورتنيو پوړونو لپاره د بنسټ په توګه رامنځته کيږي او د هغوی ډبلوالی هم د بستر د خاورې له ځانګړنو او ډول سره سم ټاکل کيږي.
په دې پوړ کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- MDD (Maximum Dry Density) Test تر ټولو ډېر وچ ټينګتوب
- OMC (Optimum Moisture Content) Test د لنده بل وړ کچه
- CBR (California Bearing Ratio) Test د کليفورنيا د ګاللو نسبت
- PI (Plastic Index) = LL (Liquid Limit) – PL (Plastic Limit) د پلاستيکيت څرګندوونکی
- Grain Size Analysis (Sieve Analysis) د دانو غلبېلي شننه
- FDD (Field Dry Density) Test د سيمهايز وچ ټينګتوب ازموينه
- لاندينی بنسټيز پوړ Sub Base Course:
که چېرې د بستر خاوره کمزورې وي او يا هم په سرک د ترافيکو شدت زيات وي نو د ډيزاين پر مهال د بستر او بنسټيز پوړ تر منځ دا پوړ په پام کې نيول کيږي. که چېرې په سيمه کې اوبه او ساړه وي نو د لوړو پوړونو د کنګل کېدو او اوبو تېرېدلو د مخنيوي لپاره هم دا پوړ په ځانګړي ډول رغيږي. د دې پوړ د ښه رغېدو لپاره د خاورو او شګو لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- MDD (Maximum Dry Density) Test تر ټولو ډېر وچ ټينګتوب
- OMC (Optimum Moisture Content) Test د لنده بل وړ کچه
- CBR (California Bearing Ratio) Test د کليفورنيا د ګاللو نسبت
- PI (Plastic Index) = LL (Liquid Limit) – PL (Plastic Limit) د پلاستيکيت څرګندوونکی
- FDD (Field Dry Density) Test د سيمهايز وچ ټينګتوب ازموينه
- Aggregate Gradation Test د شګو د اوډون (درجه بندي) ازموينه
- LA (Lose Angles) Test د لاس انجلس ازموينه
- DCP Test د ډيناميکي مخروط د ننوتو ازموينه
- بنسټيز پوړ Base Course
تر پوښښ لاندې بنسټيز پوړ د سرک په خاورينو پوړونو کې تر ټولو مهم او کارنده پوړ دی. د دې پوړ مواد بايد د ښه ډول څرنګوالي او کلکوالي لرونکي وي. په دې پوړ کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- MDD (Maximum Dry Density) Test تر ټولو ډېر وچ ټينګتوب
- OMC (Optimum Moisture Content) Test د لنده بل وړ کچه
- CBR (California Bearing Ratio) Test د کليفورنيا د ګاللو نسبت
- PI (Plastic Index) = LL (Liquid Limit) – PL (Plastic Limit) د پلاستيکيت څرګندوونکی
- FDD (Field Dry Density) Test د سيمهايز وچ ټينګتوب ازموينه
- Aggregate Gradation Test د شګو د اوډون (درجه بندۍ) ازموينه
- LA (Lose Angles) Test د لاس انجلس ازموينه
- د سرک د مخ پوړ Road Surface Course
دا پوړ د سړکو د فرش له ډول سره اړيکه لري. په سختو فرشونو کې دا پوړ له کانکرېټو او په نرمو فرشونو کې له اسفالتو جوړيږي.
په دې پوړ کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- Bitumen Testد قيرو ازموينه
- – DBST Test د دوه پوړيزه قيري فرش ازموينه
- Wearing Course Test د پوښښ ازموینه
- Shoulder Test د اوږې ازموينه
- – Concrete Test د کانکرېټ ازموينه
د قيرو لپاره لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- Penetration Test د ننوتو (نفوذ) ازموينه
- – Softening Point Test د نرمښت د ټکي ازموينه
- Ductility Test د پېچل کېدو ازموينه
- – Flash Point Test د پړک د ټکي ازموينه
په پوښښ يا Wearing Course کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- Comb Gradation Test د ږمنځي اوډون ازموينه
- – Extraction Test د را ايستنې ازموينه
- Stability Test د ټينګتيا ازموينه
- – Flow Test د بهېدو ازموينه
- Field Density Test د وچ ټينګتوب ازموينه
د سرک په اوږه کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- Gradations Test د اوډون يا درجهبندۍ ازموينه
- LA (Lose Angles) Test د لاس انجلس ازموينه
په کانکرېټو کې لاندې ازموينې تر سره کيږي:
- Aggregate Gradation Test د شګو د اوډون (درجه بندۍ) ازموينه
- Compressive Strength Test د فشاري ټينګار (مقاومت) ازموينه
- Workability Test د کاري وړتيا ازموينه
- Mix Design Test د ګډولو ډيزاين ازموينه
- LA (Lose Angles) Test د لاس انجلس ازموينه
- Slump Test د خپرېدو ازموينه
نور بيا…
سعيد