لیکنه: نجیب الله خان
سعودي عربستان د ۲۰۱۴ کال په وروستیو میاشتو کې د تیلو د بیو د یو ناڅاپي ټیټیدا او په ۲۰۱۵ کال کې بیرته پورته کیدو له کبله همیشه د خبرونو په سر ټکو کې قرار لرل.
د تیري لسیزي د تیلو چټک زیاتوالي سعودي عربستان چې د نفوس ۶۷ فیصده یې ځوانان دې په یوه نړیوال اقتصادي قدرت بدل کړي.
- د غاور د تیلو ذخیره: د سعودي د غاور د د تیلو مرکز او ذخیره د المپیک د 4,770,897 د اوبو د لامبلو د حوضونو په اندازه د تیلو ذخیري لري. که څه هم سعودي د تیلو ډیري ذخیري لري خو د غاور هغه یې تر ټولو ستره ذخیره ده چې د اټکل له مخي تر 75 بیلیونه بیرلو تیل په کې پاته دې. د المپیک د اوبو لامبلو یو حوض د 660,253 ګیلنو په اندازه مایعات ځایولای شي.
- د سعودي عربستان د نفتو سکتور د هیواد د ټولو د کورنیو نا خالصو عوایدو یا GDP(Gross Domestic Product) 45 فیصده تشکیلوي چې دا فیصدي د عراق، موراکو، روانډا، او ټانګو هیوادونو د مجموعي کورنیو نا خالصو عوایدو د ارزښت څخه هم زیات ده. د سعودي نفت د کورنیو نا خالصو عوایدو 45 فیصده تشکیلوي چې تقریباً 335.372 بیلیونه ډالره کیږي. پداسي حال کې چې د عراق کورني ناخالص عواید222.879 بیلیونه ډالره، د موراکو 104 بیلیونه ډالره، د روانډا GDP 7.451 بیلیونه ډالره او د ټانګو GDP 466 میلیونه ډالره کیږي.
د سعودي عربستان نفوس د امریکا د تکزاس ایالت د نفوس څخه لیږ زیات دی خو د تکزاس د کورنیو ناخالصو عوایدو ارزښت د عربستان د (جي ډي پي) دوه برابره دی. د 2013 میلادي کال د شمیرو له مخي د سعودي عربستان نفوس 28.8 میلیونه دی او د تکزاس ایالت نفوس 26.5 میلیونه دی. په 2013 کال کي د سعودي عربستان GDP 750 بیلیونه ډالره وه په داسي حال کې چې د تکزاس GDP د سعودي دوه برابره یعني 1.4 تریلیونه ډالره وه. همدارنګه سعودي په نړئ کې د کورنیو نا خالصو عوایدو د ارزښت له مخي 19 مقام لري خو که چیرته تکزاس ځانته هیواد وای نو 13 مقام به یې درلودل. په ټوله کې ددې پرتلي مانا داده چې د امریکا تنها د تکزاس ایالت تر سعودي عربستان زیات تولیدي ایالت دی. د سعودي عربستان د پرمختګ اصلي لامل د سعودي طبعي منابع دې، نه دا چې سعودي یو ستر تولیدونکي او صنعتي هیواد دی.
سعودي عربستان د نړئ تر ټولو لوړه او ستره ودانۍ چې یو کیلو متر لوړوالی به ولري ودانوي. د شاهي ماڼۍ یا کینګډم ټاور (Kingdom tower) دا ودانۍ به په 2014 کال کې پیل شوي چې په 2018 کال کې به سرته ورسیږي. ددغي ودانۍ په جوړولو به 1.23 میلیارده ډالره ولګول شي او د 5.7 میلیونه متره مربع پراخه ساحه کې به ودانه شي. دغه ودانۍ به د متحده عرب اماراتو تر برج خلیفه چې 827 متره لوړوالی لري هم لوړه وي. ویل کیږي چې چین هیواد هم د یو کیلو متر په لوړوالي یوه ستر ودانۍ جوړه کړي.
- د سعودي عربستان 47 فیصده د ټول نفوس تر 24 کلونو کم عمره ځوانان تشکیلوي او فقط 5% نفوس یې تر 60 کلونو زیات عمر لري. د نورو پرمختللو هیوادونو په خلاف د سعودي د نفوس اکثره برخه ځوانان تشکیلوي.
- د سعودي عربستان د بشري قوي یا کارګرانو او مزدورانو 60 فیصده له بهر هیوادونو څخه دې. که څه هم په ورستیو کلونو کې سعودي عربستان د بشري قوي له اړخه د ځان بسیاتوب لپاره ډیري هلي ځلي کړي خو لا اوس هم په سعودي عربستان کې د کارګرو اکثریت له بهرنیو هیوادونو څخه دې. عرب خپله تر ډیره په دولتي ادارو کې دندي تر سره کوي په داسي حال کې چې خصوصي سکتور تر ډیره په بهرنیو کارګرو باندي تکیه کو.
- په سعودي عربستان کې د ښځینه کارکونکو د ګډون فیصدي 20 په سلو کې ده چې به نړئ کې اتم هیواد دی چي کم ښځینه کارکونکي لري. په داسي حال کې چې په امریکا کې د ښځو کارګرو فیصدي 47 په سلو کې، جرمني کې 54 په سلو کې او جاپان کې 49 په سلو کې کارګري ښځي دي.
- سعودي عربستان یواځیني هیواد دی چې ښځي په کښي د موټر چلولو اجازه نه لري. که څه هم په سعودي کې د ښځو لپاره په موټر چلولو قانوني بندیز نشته خو دوئ ښځوي ته لایسنس نه ورکوي چې دا په خپله ددې مخه نیسي چې ښځي باید موټر ونه چلوي.
- په سعودي عربستان کې د سر پریکولو سزا شاید په دې خاطر ختمه او له منځه لاړه شي چې سعودي په اوس وخت کې د رسمي جلادانو یا سرپریکونکو له کمښت سره مخ ده. د سعودي عربستان د صحت، عدلیي او کورنیو چارو وزارت ګډي کمیټي پشنهاد کړی چې د سر پرکولو سزا دې په مرمۍ ویشتلو بدله شي ځکه سعودي د رسمي جلادانو له کمښت سره مخ ده او بل دا چې د سعودي مفتیانو په وینا د مجرم په مرمۍ ویشتل هم د اسلامي قوانینو خلاف نه دې.
- د سعودي په ریاض ښار کې د اوښانو خرڅولو یو ستر مارکیټ موجود دی چې تقریباً هره ورځ په کښي تر سلو زیات اوښان خرڅیږي.
- سعودي عربستان د تیلو د ذخیرو او عوایدو تر څنګ د ځان بسیاکیدو لپاره په پام کې لري چې شپږ ستر اقتصادي شهرکونه هم اباد کړي چې دا به د هیواد د کورنیو ناخالصو عوایدو په زیاتوالي کې 150 میلیارده ډالره مرسته وکړي. ددې شهرکونو په جوړیدو سره به 1.3 میلونه دندي هم رامنځته شي.
- د سعودي عربستان د اردو او فوج کلنۍ مصارف د افغانستان د کورنیو ناخالصو عوایدو څلور برابره جوړوي. د سعودي عربستان د فوج کلنۍ بودیجه په 2014 کال کې 80.8 بیلیونه ډالره وه، په داسي حال کې چې په 2013 کال کې 67 بیلیونه ډالره وه. د سعودي د فوج کلني مصرف له امریکا، چین، او روسیې نه وروسته څلورم ستر کلنی نظامي مصارفو کې راځي. د سعودي د فوج کلنی مصرف د کورنیو نا خالصو عوایدو یا GDP تقریباً 10.4 فیصده تشکیلوي. د افغانستان د کورنیو ناخالصو عوایدو ارزښت په 2013 کال کې 20.7 میلیارده ډالره و.