ژباړه: صابرشاه صابري
د کاري ټیم جوړول:
ډیر فکتورونه دي چې د یوې پروژې په بریالیتوب کې ګټور پریوزي، خو کچیرې د دوی له ډلې څخه یو تر ټولو مهم ېې په ګوته کړو هغه به خلک وي. ښه خلک (کارګران) تل د کارونو د کولو لارې چارې خپله پیدا کولی شي، او د زیاتو هغو ننګونو سره چې په ساختماني یا انجینري پروژه کې رامنځته کیږي خپله ډغرې وهي. د پروژې د مدیر وړتیا چې تر لاس لاندې کسان تر خپل تأثیر لاندې (مدیریتي ځواکمنۍ او مشورو څخه برخمن) وساتلی شي د پروژې د بریالیتوب لپاره ډیر اغیزمن پریوزي. په زیاترو پروژو کې د مدیر تأثیر فرق کوي، د بیلګې په توګه ځنې وخت مدیر باید د له مخکې ټاکل شوي کاري ټیم سره کار وکړي، او یا داچې کیدای ده ته دومره اختیار ورکړل شي چې د ټولو شته خلکو له منځه بهترین ېې د خپل کاري ټیم لپاره غوره کړي. معمولاً د کاري ټیم جوړولو لپاره مدیر ته ددغه دوه یادو بریدونو ترمنځ د تأثیر یا اختیار حق ورکول کیږي. نو د پروژې مدیر لره ښايي د بیلابیلو ستراتیژیو د پلي کولو له لارې د خپل کاري ټیم د جوړولو لپاره بهترین خلک وګماري، البته د کمپنۍ د موخې او شرایطو په پام کې نیولو سره. د کاري ټیم جوړولو لپاره باید مدیر نرم، ثابت قدم، او ترڅنګ ېې جدي (خپلې غوښتنې او اړتیاوې له کمپنۍ سره په ښه توګه شریکې کړی شي) وي. داچې پورته یادې ځانګړنې کوم وخت، د کاري ټیم د جوړولو لپاره وکارول شي، د ښه قضاوت کولو وړتیا او مهارت ته اړتیا ده، او تاسو به ځنې هغه اصول دلته زده کړئ چې د ګمارلو په برخه کې ېې په پام کې ونیسئ، او ښه کاري ټیم برابر کړی شئ.
[quote]« یو بریالی مدیر خپل زیات وخت د یو ښه کاري ټیم د برابرولو لپاره لګوي چې د پروژې او کمپنۍ د محدودیتونو سره سم وي»[/quote]څوک باید وګمارل شي؟
د ماهرینو (مسلکي کسانو) ښه ډولونه
کوم خلک چې د خپل کاري ټیم لپاره ګمارې تر لاس لاندې پروژې په نوعیت او څرنګوالي پورې اړه لري. تاسو که د پروژې مدیر، د ساختمان مدیر، یا داسې یو څوک چې تر اوسه هیڅ مدیر نه یی خو غواړئ پدې برخه کې کار وکړئ. تاسو به غوره ګڼئ چې د انجینرۍ وړ څانګې، او د ساختمانې چارو سوداګري په پام کې نیسئ، او د خپلو کارګرانو پوره مرسته وکړئ تر څو خپله پروژه په بریالیتوب سره اداره او مشري ېې وکړی شئ.
د انجنیرۍ یوه ساده پروژه کیدی شي لاندې انجینري څانګې، د ساختماني چارو سوداګري، او د ګارګرو مرسته په خپل ځان کې ولري:
- د بریښنا څانګه
- د میخانیک څانګه
- پروسه
- د سیول څانګه
- د سترکچر څانګه
- نلدواني
- د انرژۍ څانګه
- د مهندسي څانګه
- مالي څانګه
- د پیر (خرید) څانګه
- حقوقي څانګه
- د بیمې/ ریسک مدیریت څانګه
- د قیمت اټکل څانګه
- ډرفټ/ کمپیوټري ډیزاین
د یوې پروژې د طبعیت او غوښتنو له مخې تاسو کولی شئ د خپل کاري ټیم لپاره د پورته یادو څانګو څخه د اړتیا وړ مسلکي کسان په اړونده برخه کې وګمارئ.
د خلکو ښه ډولونه
کله مو چې د خپلې پروژې لپاره مسلکي کسان پیدا او وټاکل، تاسو به د ښو خلکو پلټنه کوئ، چې د پروژې د مسلکي خلکو سره مخ او استر شي. په یاد ولرئ چې د مسلکي خلکو ګمارل هم د مسلکي خلکو د ګمارلو نه کم ونه بولئ.
فرض کړئ تاسو په پروژه کې یو کار لرئ چې باید ترسره شي، نو تاسو به هرومرو د لوړو وړتیاو خلکو ته لمړیتوب ورکړئ، مثلاً د بریښنا ښه انجینر، ښه ډرفټ-من، ښه لین دوان، ښه تکړه سیم تاو، ښه په خبره پوه مستري چې د نلدوانۍ او آبرسانۍ چارې پرمخ بوزي، او نور تکړه خلکو ته لمړیتوب ورکوئ.
ښه خلک د مشکل پیدا کولو مخکې خپله مشکل حلوي، ځکه دوی په لمړي سر کې خپل کار په ښه توګه ترسره کوي.
لاندې څو مهم ټکي په ګوته شویدي چې څنګه کولی شو د خپل کاري ټیم لپاره غوره کسان پیدا او ټاکو:
- ستاسو خپله تجربه: کچیرې تاسو ځنې کسان پخوا ګمارلي وي، د هغوی د ښه کار او یا بې کفایتۍ څخه ښه خبر يئ، ددې له مخې تاسو د هغه د بیا ګمارلو په اړه ښه قضاوت کولی شئ.
- خپل مشر پوښتل: کچیرې په خپله دنده کې نوی نه وي، کولی شي ستاسو د کاري ټیم لپاره د ښو کسانو وړاندیز وکړي.
- د ټولګیوالو یا ملګرو وړاندیز: د خپل ملګري څخه د یو چا د ګمارلو په برخه کې مرسته کیدای شي ډیره ګټوره وي، په تیره بیا کچیرې ستاسو ټولګیوال یا ملګری د هغه تش بست په اړه ستاسو څخه هم ښه وپوهیږي.
د کپمنۍ د څخه د بهر خلکو ګمارل:
کچیرې ستاسو په کمپنۍ کې د ننه داسې وړ څوک نه وي چې په خپل تش بست کې ېې وګمارئ، نو تاسو به له ناچارۍ د بهر څخه یو کس ګمارئ، تاسو به کیدای شي، باتجربه انجینر، اتوکډ کار، یا بل کس په کار وي، یا داچې ستاسو کار به د یو نوي فارغ شوي محصل، د تخنیکي لیسې فارغ، او یا لدې نه هم ټیټ لیول څوک په کار وي. تاسو ته په کار دي چې د استخدام یا ګمارلو پدې ډول کې ډیر احتیاط وکړئ، ځکه له بازار څخه د یو سړي ګمارل ډیر لوړ ریسک لري. کیدای شي داسې څوک ستاسو په برخه چې اصلاً ېې هیڅ په کار نلرئ، او هیڅ کار مو پرې پرمخ نه ځي.