لیکنه: ژباړه: ایمل فهیم
د سـړک رغونی د قـیـرونو د خواصو څخه یی یـوهم د کوچـنـیو تیـږو د نښلـیـدو څخه عبارت دی . دوهـمه موخـه چی د سـړک رغـونی قـیـرونه یی بـایـد ولـری په لانـدی تـوګـه تـوضـیح کـیـږی .
مـنرالـی ذرات (کـوچـنی تیـږی) د میخانـیکـی صدمـاتـو په اغـیـز اوهمدارنګه د باران د اتموسفیری رطـوبت اوداسی نـور لامـلـونو په نـتـیجه کی حرکـت کـوی اوخپـل ځـای ته تـغـیر ورکـوی ددی لـپاره چی ددغـه فکـتورونـو اغیـز د مـنرال په ذراتـو کم شی د قــیــر څخه کـار اخـلـي .
قـیـر په ستـونـزمنو شرایطـو کی لکـه د تـودوخی درجی او سړښـت د زیاتـیدو په وړانـدی بایـد پـیاوړتـیـا ولـری او بایـد ترانـسپـورتی پـایـداری ولـری . سربـیـره پـردی باید لاندی مطالـبو ته ځـواب ووایی :
مقـاوم الحـرارت وی . ویلـی شـوی قـیـر د اوړی په ګـرمی کی بایـد د یـوه ځای څخه بـل ځـای ته د عـراده جاتـو په واسطه ونـه لـیـږدول شی .
د سـړښـت په وړانـدی ماتـیـدونکی نه وی ، تـرڅو په هغوي کی درزونه مینځته رانه شی ، او په هغوی کی اوبه نفوذ ونه کړی . همـدارنګـه آړینـه ده تـرڅـو د قـیـرونو څخه د ګـټی اخـیستنـی پر مهـال د سیمـی اقـلـیمی او جـویـی شرایـط په نـظـر کی ونـیـول شی .
د راټـولـیـدو په وړانـدی چی دعـراده جاتـوپه واسطه مـینځته راځی ، مقـاوم وي .
د هغـه د نښلـیدو قابـلـیت ښه وی چی د هغـه دغه خاصیـت خـورا مهـم ګـڼـل کـیـږی .
دهـغـه د کـار مـوده زیـاتـه وی او خپـل لمـړنی خـواص تـر ډیـره وخـته وساتي .
د سـړک رغونی د قـیـرونـو ځانګـړتیـاوی زیـاتـره د هغـوی د بـیلابـیلو مـارکـونـو سره اړیکـه لـری . ځکـه چی د سـړک رغـونی د قـیـرونـو بیـلابیـل مـارکـونـه د مختـلفـو اقـلـیمی شرایطـو پـه نـظـر تولـیـدیـږی. دیـادولـو وړده چی د سـړک رغـونی قـیـرونه اکـثـره د لـمـر دوړانګـو په واسطه اکـسدیـشن کیـږی چی په نتیجه کی دهغـه غـوړی په قـطـرانـونـو ، اسفـالـتـیـنونو او کـاربـن کـاربایدونو تـبدیلـیـږی . دغـه مـسله هم د سـړک رغـونی د قـیـرونـو د ماتـیـدو سبـب ګـرځـي .