ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ پاکه پوهه په ناپاک زړه کې ځای نه نیسي .
۲ ـــ د اخلاقو لومړني فضیلتونه دا دي : حکمت، زړورتیا، منځلاري، انصاف او د خدای(ج) بنده ګي .
۳ ـــ یوازې یوه ښېګڼه شتون لري، چې نوم یې پوهه ده او یوازې یوه بدګړه شتون لري، چې نوم یې ناپوهي ده .
۴ ـــ انسان تل د نېکمرغۍ او خوشالۍ په لټه کې دی .
۵ ـــ تر ټولو خواږه مرګونه د هغو کسانو دي، چې ستر کارونه یې ترسره کړي وي او سترې هیلې یې پوره شوې وي .
۶ ـــ د هوډ منو خلکو خونې ته غوسه لاره نه لري .
۷ ـــ له مرګ څخه تېښته ستونزمنه نه ده، مګر له بدۍ څخه تېښته ستونزمنه ده، ځکه چې بدي له مرګ څخه چټکه روانه ده .
۸ ـــ بشر چې هیلې او خوبونه ونه لري، له مړي پرته بل څه نه دی .
۹ ـــ بشپړ او کامل انسان هغه دی، چې دښمنان ترې په امن کې وي، نه هغه چې دوستان ترې په وېره کې وي .
۱۰ ـــ ډېر خوب سر خوږی پیدا کوي .
۱۱ ـــ نېکمرغه هغه څوک دی، چې د هر ناسم کار له ترسره کېدو وروسته یوه نوې تجربه تر لاسه کړي .
۱۲ ـــ د دنیا په مال کې دومره حریص مه اوسه، که درنه ورک شي پرې غمجن شې .
۱۳ ـــ په هغه خوند کې چې فساد نغښتی وي، مه پرې خوشالېږه او په دې اړه فکر وکړه، چې خوند له منځه ځي او فساد تل پاتې وي .
۱۴ ـــ هو زه له تاسو لږ ډېر پوه یم، ځکه پوهېږم، چې په څه نه پوهېږم، په داسې حال کې چې تاسو په دومره هم نه پوهېږئ او ناپوهان په خپله دروغجنه پوهه ویاړي .
۱۵ ـــ ټولنه هغه مهال نېکمرغه کېږي، چې مطالعه یې ورځنی کار وي .
۱۶ ـــ ادب او علم خپل شعار وګرځوه، چې د زمانې غوره اهل شې او له نېکو خلکو سره یوځای شې .
۱۷ ـــ ژوند لنډ او فاني دی، مګر هنر اوږد او تل پاتې دی .
۱۸ ـــ که چېرې انسان بدي پېژندلای، نو بدي به یې نه کوله .
۱۹ ـــ له خپل مور او پلار سره داسې چلند وکړه، لکه څنګه چې له خپلو اولادونو څخه یې تمه لرې .
۲۰ ـــ ناپوه دوستان مو وېرونکي دښمنان دي .
۲۱ ـــ نالوستی ژوند د پاتې کېدو ارزښت نه لري .
۲۲ ـــ دوستي د بشر له اړتیاو څخه ده .
۲۳ ـــ له پوه سره مشوره وکړه، ځکه چې هغه د نفس له غوښتنو څخه لرې دی او له ناپوه سره مشوره مه کوه، ځکه چې هغه د خپلو نفسي غوښتنو تابع دی، له هغه چا سره مشوره مه کوه، چې په وخت پورې تړلی وي، بلکې له هغه چا سره مشوره وکړه، چې په وخت باندې واکمن وي .
۲۴ ـــ دنیا داسې ده لکه بل شوی اور، که یې ډېره کړې، نو وبه سوزې او که د اړتیا په اندازه یې واخلې، نو د هغې د رڼا په وسیله به لاره له څاه څخه وپېژنې .
۲۵ ـــ کېدای شي په یوه کوزه کې یوه اندازه زهر تویې کړئ، او د کوزې په وینځلو د زهرو اغېز له منځه یوسئ، مګر هغه څه مو چې په ذهن کې ځای لري، ښه یا بد، په تاسو به واک چلوي او هېڅکله به ونه توانېږئ، چې له هغه څخه خلاصون ومومئ .
۲۶ ـــ د غوسې پرمهال زغم ډېر سخت، خو ډېر ارزښتناک دی .
۲۷ ـــ له مکافاتو پرته خلکو ته خدمت وکړئ او مکافات یې په خپله آرامتیا کې ترلاسه کړئ .
۲۸ ـــ ماته لږ او حقیقت ته ډېر پام کوه .
۲۹ ـــ د یوه ملت د له منځه وړلو له پاره لومړنی ګام، د هغوی د حافظې پاکول دي .
۳۰ ـــ زیار اوباسه چې د نورو په وړاندې بدبین نه شې، ځکه چې کرکجن سړي ته له تل پاتې زحمت او روحي ستړیا بل څه په لاس نه ورځي .
۳۱ ـــ غچ د عقل سپکتیا او د روح ټیټوالی دی .
۳۲ ـــ د خلکو د رازونو نه ښکاره کول، د کرامت او لوړ همت نښه ده .
۳۳ ـــ وخوره ترڅو ژوندی پاتې شې، نه دا چې د خوراک له پاره ژوند وکړې .
۳۴ ـــ هېڅ ځواک تل تر تله نه پاتې کېږي .
۳۵ ـــ نه شم کولای چې نورو ته څه ور زده کړم؛ یوازې کولای شم، چې هغوی دې ته اړ کړم، چې فکر وکړي .
۳۶ ـــ تر ټولو دښمنانو ډېر د خپل نږدې دښمن، چې ژبه ده پاملرنه وکړئ .
۳۷ ـــ له څېړنې او پلټنې پرته ژوند د پاتې کېدو ارزښت نه لري .
۳۸ ـــ هغه ډول شه، چې غواړې ولیدل شې .
۳۹ ـــ څوک چې په ژوند کې یوازې د مال او شتمنۍ له کړکۍ ګوري، تېروتنه کوي، ځکه چې د شتمني غوښتنه له خوند اخیستلو او ویاړ غوښتلو څخه په ښکته درجه کې ده .
۴۰ ـــ واده کول او نه کول، دواړه د پېښمانۍ سبب ګرځي .
۴۱ ـــ کېدای شي چې طمعه انسان لومړی پورته بوځي، خو آخر یې په ځمکه راغورځوي.
۴۲ ـــ که خاموشه یې نور دې په خبرو راولي، ترهغه ډېر غوره ده، چې خبرې کوې او نور دې خاموشه کړي .
۴۳ ـــ څوک چې څه لري او پرې خوښ نه وي، که ټوله دنیا هم د ده شي، نو خوشاله به نه شي .
۴۴ ـــ خلک بېلابېلې هیلې لري، یو مال غواړي، یو جمال او بل هم ویاړ، مګر زما په اند تر دې ټولو ښه دوست غوره دی .
۴۵ ـــ له دښمن سره هم باید مشوره وکړو، ترڅو یې د دښمنۍ کچه مالومه کړو .
۴۶ ـــ هېڅوک تاسو ته ستاسو تر زړه نږدې او رښتینی نه دی، نو په دې اساس له هغو کسانو څخه لرې شئ کوم چې ستاسو پاک زړه نه مني .
۴۷ ـــ څوک چې له بل سره په کار کې مشوره وکړي له ماتې او سقوط څخه ژغورل کېږي.
۴۸ ـــ خپله ټوله مینه خپل دوست ته مه ښکاره کوه، ځکه کله چې لږ بدلون وویني، نو تا خپل دښمن ګڼي .
۴۹ ـــ له پوه سره ناسته پانګه ده او له ناپوه سره ناستی حیراني او غم دی .
۵۰ ـــ پرځای خبرې کول او پرځای خاموشي د پوهې نښه ده .