ژباړه: عطا محمد میاخېل
سقراط ۴۷۰ کاله مخې له میلاد څخه د یونان د آتن ښار اړوند د آلوپکای په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، مور او پلار یې د یوناني ټولنې د مشهورو کسانو له ډلې څخه وو. پلار یې سوفرونیسک یو تېږې توږونکی او د علم و پوهې خاوند و، مور یې فنارت نومېده، چې یوه قابله وه.
کله چې سقراط خپل ژوند پیل کړ، نو ورسره آتن هم د پرمختګ او لویوالي په لور ګړندي ګامونه پورته کړل . نوموړی په ماشومتوب کې د پلار تر څارنې لاندې له کتاب او مطالعې سره آشنا شو . کله چې شل کلنۍ ته ورسېده، نو د انسان مفهوم ته یې پام شو، هغه مهال فیلسوفانو او اندیالانو ( متفکرینو ) د نړۍ او د هغې ماهیت په اړه ډېر فکر کاوه، مګر سقراط له هغوی څخه یو ګام نور هم وړاندې لاړ او په دې باور وو، چې په نړۍ باندې تر پوهېدلو وړاندې باید انسان وپېژنو.
سقراط، فلسفه له آسمانه ځمکې ته را کوزه کړه، ښارونو او کورونو ته یې یوړه او فلسفه یې دې ته اړه کړه، چې تر څو خپل ټول پام اخلاقو او خیرو شر ته واړوي.
هغه مهال په یوناني ټولنه کې سوفسطاییانو د خلکو په ژوند کې د دینونو او فرقو اغېز ډېر کم کړی وو، له دې امله سقراط هڅه کوله، تر څو د اخلاقو له پاره یو بشپړ تعریف پیدا کړي، چې د فرقو او دینونو ځای ونیسي . هغه د سوفسیطانو پرخلاف په دې باور و، چې د سم او ناسم تشخیص او پېژندنه د انسان په عقل پورې تړاو لري نه په ټولنې او نه هم د هغې په بدلونونو پورې، نوموړی د ښو او سمو کارونو د تر سره کولو له پاره د عقلاني بنسټ په لټه کې و او په دې باور وو، چې هر څوک د سم او ناسم کار توپیر د عقل له مخې کولای شي او هغه څوک چې د عقل له نعمته برخمن وي، هېڅکله ناسم کار نه ترسره کوي، هغه خراب او ناسم کارونه چې د یوې ټولنې د مختلفو افرادو له خوا ترسره کېږي لامل یې د دوی ناپوهي او بې عقلي ده.
سقراط له ښکلې څېرې څخه برخمن نه وو، نو ځکه عامو خلکو دی د یوه شاته پاتې او ټیټ قوم سړی باله، هغه مهال د یونانیانو په وړاندې ښې او بدې څېرې کوم ارزښت نه درلوده او نه هم چا د چا په څېرې پورې ملنډې وهلې. یوه ورځ د بل هېواد یو څېره پېژندونکی، چې د آتن له ښار څخه تېرېده، نو سقراط ته یې داسې وویل : ته یو دېو یې، چې ټول شهوتونه او بد صفتونه په تا کې شتون لري. سقراط په ډېره سړه سینه ورته وویل : ګرانه ! څومره ښه دې وپېژندلم، سقراط داسې احساس کاوه، چې یو رسالت لري او باید حقیقت پیدا او ټولو ته یې ور وښیي، چې حقیقي پوهه ( په دې باندې پوهېدل، چې نه پوهېږم).
سقراط د ارسطو په ځانګړې توګه د ده د شاګرد افلاطون له لارې پېژنو، ځکه چې ده د خپل ژوند په اوږدو کې څه نه دي لیکلي او د ده په اړه، ډېر معلومات د ده له شاګردانو څخه تر لاسه شوي دي، دا او د ده زړه بوږنونکی مرګ د دې لامل شو، چې نوموړی په ډېرو کتابونو کې له مسیح سره پرتله شي.
د سقراط د ژوند جزئیات د ده د وخت له درې پوهانو څخه سر چینه اخلي ۱ ــ د اپلاتون خبرې اترې. ۲ ـــ د اریستو فان ډرامې ( یوناني کمیډي لیکوال ) . ۳ ـــ د زنوفون خبرې اترې . زنوفون او اپلاتون د سقراط رښتیني مریدان ول.
هغه موضوع، چې د سقراط د مطالعې پرمهال ورسره مخ کېږو، د هغه د ویلو او، اورېدلو هنر دی، په دې اړه هغه وایي : زه د خپلې مور په څېر د مور توب هنر لرم، زما مورتوب د حقیقت او پوهې مورتوب دی، هغه تل ټینګار کاوه، چې په څه نه پوهېږي، بلکې د میندو په څېر عمل کوي؛ یعنې د خپلو هدف مندو خبرو په مټ یې د افرادو د عقیدې او افکارو، کمزوري او پیاوړي ټکي هغوی ته ور په ګوته کول او له دې لارې یې، حقیقت او پوهې ته د رسېدو په لار کې له هغوی سره مرسته کوله .
سقراط له بېلابېلو کسانو سره د بحث او خبرو اترو پرمهال د هغوی شرایطو او ټولنیز موقعیت ته پام نه کاوه، بلکې د سقراط کړن لاره داسې وه، چې د بحث په پیل کې به یې ځان ناپوه څرګنداوه، وروسته به یې له شخص څخه ځینې پوښتنې مطرح کولې او هغه به یې خپلو فکري او عقیدوي نیمګړتیاو او تېروتنو ته متوجه کاوه، ځکه هغه په دې باور وو، چې پیل کې باید د عدالت، فضیلت، زړورتیا او پرهېزګارۍ په مفاهیمو پوه شو، وروسته بیا کولای شو، چې په دې اړه خبرې وکړو.
هغه په یوې موضوع باندې د پوهېدو له پاره، له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه اخیستله، په دې مانا چې لومړی به یې د موضوع له پاره د پام وړ مثالونه او شواهد پیدا او له لاسته راغلو جزئیاتو وروسته به یې په ټول مطلب باندې د پوهېدو له پاره ګټه اخیسته .
د سقراط د ژوند پرمهال د آتن دموکراسي له نابودۍ سرمخ وه او د هېواد په ډېری بنسټونو کې غړي د الفبا د حروف پر بنسټ ټاکل کېدل، کله ناکله به د هغوی په منځ کې بزګر او ساده بازاري سړي هم تر سترګو کېدل او د لښکر مشران په چټک ډول بدلېدل.
د سقراط په باور، لکه څنګه چې ټټار او ترکاڼ په خپله څانګه کې بشپړ مهارت ته اړتیا لري، حاکم هم د ښې حکومتولۍ له پاره په خپله څانګه کې باید ځانګړي مهارت ولري؛ یانې د حکومت له پاره له ځانګړي سیاسي فضیلت څخه برخمن وي .
سقراط د یونان ډیموکراسي باندې ملنډې ووهلي او د حکومت له سپېڅلتیا او وړتیا څخه یې خبرې کولې، چې البته د دې صلاحیت مدعیان اشراف او شتمن خلک ول؛ دوی په دې باور ول، چې د حکومت له پاره دا سپېڅلتیا د دوی له قوم او نژاد څخه تر لاسه کېږي، مګر سقراط په دې باور وو، چې یاده سپېڅلتیا د ښوونې او روزنې له لارې تر لاسه کېږي، چې د انسان له روح څخه سر چینه اخلي، د یادونې وړ ده، چې هغه مهال ښوونه او روزنه یوازې د اشرافو له پاره ځانګړې شوې وه، نه د ټولو خلکو له پاره.
په داسې شرایطو کې چې د شتمنو لږکیو جنګ او پاڅون د یونان ډیموکراته ټولنه ګواښله، سقراط اریستوکراسي ته لېوال ځوانان را ټول کړل او د سیاسي فضیلت په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې، د سقراط دا کړنه د دې لامل شوه، چې حکومت د نوموړي د اعدامېدو تصمیم ونیسي، په هغه محکمه کې چې د سقراط له پاره جوړه شوې وه، هغه له ځان څخه د دفاع په خاطر پاڅېده، چې د دفاعیې متن یې د افلاطون په اپولوژي ( Apology ) کې موجود دی . سقراط دا چانس درلوده، چې له محکمې څخه بښنه وغواړي او ځان له مرګ څخه وژغوري، مګر وې نه غوښتل، چې له هغو عوامو څخه بښنه غواړي، کومو چې تل یې په ده باندې ملنډې وهلې . ملګرو یې له زندان څخه د ده د تښتولو ټولو امکانات چمتو کړي وو، خو نوموړي دا کار تر سره نه کړ . د اپلاتون او زنون د سرچینو پر بنسټ، سقراط هغه مهال د لاندې څو دلایلو له مخې ونه تښتېده:
۱ ـــ هغه په دې باور وو، چې دا تېښته له مرګ څخه وېره ګڼل کېږي، چې هېڅ یو فیلسوف یې نه شي منلی.
۲ ـــ که چېرې وتښتي، نو ښوونه یې پراختیا نه مومي.
۳ ـــ له ټولنیزو قوانینو څخه په پیروي یې باور درلوده.
اپلاتون په خپلو لیکنو کې سقراط داسې ستایلی دی : ډېر وخت به د مدرسې په انګړ کې پاتې کېده، تر څو له هلکانو سره د دوستۍ اړیکې ټینګې کړي. په زنون او سپموزیم کې داسې راغلي دي : سقراط یوازې د هغه څه له پاره ځان وقف کاوه، چې له هنر څخه یې پورته ګاڼه . په پای کې د هغو افکارو په دلیل، چې د آتن خلکو ته د پوهې او درک وړ نه وو، ګناهګار وپېژندل شو او په مرګ محکوم شو او د شوکران زهرو د مخلوط په وسیله یې اعدام ترسره شو.
سقراط هغه مهال چې د شوکران زهرو جام یې په سر اړاوه، خپله آرمتیا له لاسه ور نه کړه او خپلو یارانو او ملګرو ته یې وویل، چې آرام واوسي . د هغې دنیا پر ځانګړتیاو یې بحث پیل کړ او وې ویل : زه په دې باور یم، چې مړي راتلونکې لري او دا راتلونکې د ښو خلکو له پاره ښه او د بدو خلکو له پاره بده ده.
سقراط ساده سړی وو او ساده ژوند یې خوښېده، هغه ویل : تیږه مې بالښت، آسمان مې بړستن او ځمکه مې توشکه ده .
هغه په دې باور وو، چې ژوند بې ارزښته دی، ټول څیزونه فنا کېدونکي دي، پرته د انسان له عملونو او کړنو څخه، چې راتلونکي نسلونو ته پاتې کېږي.
د سقراط خبرې هم د کاڼي کرښې دي، چې یو څو یې ستاسو لوستونکو مخې ږدم:
ـــ د اخلاقو لومړني فضیلتونه له حکمت، زړورتیا، انصاف او د خدای له بنده ګۍ څخه عبارت دي .
ـــ انسان تل د نېکمرغۍ او خوشالۍ په لټه کې دی .
ـــ د هوډمنو خلکو خونې ته غوسه لاره نه لري .
ـــ دومره د دنیا په مال کې حریص مه اوسه، که درنه ورک شي پرې غمجن شې .
ـــ علم او ادب خپل شعار وګرځوه، چې د زمانې غوره اهل او له نېکانو سره یو ځای شې .