لیکنه: ډاکټر جاوید حبیبي
د سلما بند مخینه:
د سلما بند په هیواد کې د برښنا او خړوبولو یو له لویو بندونو شمېرل کیږي. دا بند د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود دسیند له پاسه جوړ شوی دی.
د دې بند د جوړولو مفکوره په کال ۱۳۴۷ کې هغه وخت پیدا شوه کله چې د وخت صدراعظم موسی شفیق د ایران له رسمي سفر څخه بیرته هیواد ته راستون شو. د دې بند علمي څیړنې، طرح او ډیزاین د شهید سردار محمد داودخان د ولسمشرۍ پر وخت د یوې هندي کمپنۍ لخوا بشپړ او د جوړولو عملي کار ېې په کال ۱۳۵۵ کې پیل شو. د ۱۳۵۷ کال کرغیړنې کوتا وروسته د دې لوېې او حیاتي پروژې کار په ټپه ودرید. په داسې حال کې چې د بند ۲۵ سلنه کارونه بشپړ شوي وو، د جنګونو پر وخت کې ورته ډیر زیات زیان واوښتو او ډیری وسایل او سامانونه ېې چور او تالان شول.
په هیواد کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت هوډ وکړ چې دا بند به له سره رغوي. د افغان حکومت له ډیرو هلو ځلو وروسته د هند هیواد یو ځل بیا د بند د جوړولو لپاره د مرستې ټټر وواهو او د ۱۳۸۶ کال د کب میاشتې په ۲۵ مه نېټه ېې د دوهم ځل لپاره د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د سیمې د هیوادونو لخوا د زیاتو سیاسي او امنیتي ګواښونو او ستونزو سره سره، د دې بند کارونه د هند دولت او خلکو په ۲۷۵ میلیونه ډالره مالي او تخنیکي مرسته له څلویښت کاله ځنډ وروسته بشپړ او د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۱۵مه د هند د صدراعظم نرندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غنی لخوا رسماً پرانستل شو.
د بند وړتیا:
د اوبو او برښنا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، دا بند د ۵۵۱ متره اوږدوالي او ۱۰۷ متره په لوړوالي د ۶۳۳ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیرې وړتیا لري. د دې بند ذخیره یا کاسه ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳ کیلومتره پلنوالی لري چې ټولټال د ۱۱،۷۰۰ کیلومتر مربع ساحې سطحي اوبه په دې کاسه کې را ټولیږي.
دا بند دری توربینونه لري چې هر یو ېې د ۱۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري چې ټولټال تولیدي وړتیا ېې ۴۲ میګاواټه برښنا ته رسیږي.
د دې بند د اوبو په واسطه به ۷۵،۰۰۰ هکتاره (۳۷۵،۰۰۰ جریبه) د کرنې ځمکه خړوبیږي چې له دې جملې ۴۰،۰۰۰ هکتاره (۲۰،۰۰۰۰ جریبه) هغه شاړه ځمکه ده چې مخکې اوبه ورته نه رسیدلې.
د بند اقتصادي اغیزې:
تجارت، صنعت او زراعت هغه دری اساسي فکتورونه دي چې د یوه هیواد د اقتصاد څرخ په ګرځیدو راولي او له تجارت، صنعت او زراعت پرته د هیواد اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ ناشوني دی. د زراعت د ودې لپاره اوبو ته اړتیا ده، د صنعت د ودې لپاره انرژۍ یا برښنا ته اړتیا لیدل کیږي او د زراعتي او صنعتي توکو د شتون په پایله کې تجارت وده کوي.
د هرات په ولایت کې مخکې له مخکې د صنعت د ودې لپاره یو مناسب بستر شتون لري، د هیواد په کچه زیاتې تولیدي فابریکې په هرات کې فعالیت کوي چې ډیری ېې د برښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي. د ۴۲ میګاواټه برښنا د تولید په پایله کې به له یوې خوا د هرات حوزه د وارداتي برښنا له اړتیا خلاصه شي او له بلې خوا به په نوموړې حوزه کې په کمه بیه د زیاتې برښنا د شتون له امله د صنعت په وده کې د پام وړ پرمختګونه را منځ ته شي. وروسته له دې به نه یوازې د دې فابریکو په تولیدي ظرفیت کې زیاتوالی راشي، بلکې نور پانګوال به هم وهڅیږي تر څو په هغه ولایت او سیمه کې پانګونه وکړي او په دې ډول به د هیواد په صنعتي تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی او تنوع را منځ ته شي.
د دې بند د اوبو په واسطه به ۷۵،۰۰۰ هکتاره (۳۷۵،۰۰۰ جریبه) د کرنې ځمکه خړوبیږي چې له دې جملې ۴۰،۰۰۰ هکتاره (۲۰۰،۰۰۰ جریبه) هغه شاړه ځمکه ده چې مخکې اوبه ورته نه رسیدلې، چې له دې سره به له یو پلوه د هغه ځمکو زراعتي محصولات چې د اوړي په موسم کې به د اوبو له کمښت سره مخ وو زیات شي او له بل پلوه به د هیواد په زراعتي محصولاتو کې د ۴۰،۰۰۰ هکتاره (۲۰۰،۰۰۰ جریبه) ځمکې حاصلات اضافه شي. د داسې یوه هیواد لپاره چې تر اوسه پورې د خوراکي توکو له پلوه په بهرنیو وارداتو تکیه لري، د پام وړ اغیزې درلودلای شي.
لکه څرنګه چې هرات یو تجارتي او بندری ولایت دی، د تجارت او کارموندنې بازار به نور هم پراختیا ومومي او د هیواد ډیر شمېر بې روزګاره ځوانان به پکې د خپلې خوښي کارونه ومومي.
په لنډ ډول ویلای شو، د دې بند د فعالیت سره سم به په نژدې راتلونکې کې د هیواد او په ځانګړي ډول د هرات په حوزه کې د صنعت، زراعت، تجارت او کارموندنې په برخه کې د پراخو بدلونونو شاهدان ووسو.
د بند ساتل او مراقبت:
لکه د هرې بنسټیزې پروژې پیل او پای چې اهمیت لري تر هغې زیات ېې ساتل او مراقبت اهمیت لري. د سلما بند له بشپړیدو وروسته د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه د اوبو او برښنا وزارت ته پکار ده چې د بند په ساتلو او مراقبت کې هیڅ ډول هڅې دریغ نکړي.
په هیواد کې د سیمې د ځینو هیوادونو نفوذ او لاسوهنې به د سلما بند د امنیت لپاره یو لوی ګواښ وي. حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ادارو ته پکار ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او د سیمې د ډاډمن امنیت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
لکه څرنګه چې د دې بند ډیری تخنیکي چارې د هندي انجنیرانو لخوا پر مخ بیول شوي، حکومت او په ځانګړي ډول د اوبو او برښنا وزارت ته پکار دي چې د بند او برښنا په تخنیکي چارو کې صادق او متعهد افغان ځوانان وروزي. دا ځوانان او تخنیکي کدرونه به نه یوازې د دې بند د ساتلو او مراقبت بشپړ مسوولیت پغاړه اخلي، بلکې په راتلونکي کې به دهیواد د نورو بندونو په جوړولو کې د دوی د تخنیکي وړتیا او ظرفیت څخه د هیواد په ګټه کار اخیستل کیږي.
پای