ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ لکه څنګه چې باید ځینې بوټي وسوزول شي، چې خوش بویي یې پورته شي، همدا ډول باید ځینې کسان هم له ستونزو سره مخامخ شي، چې رښتینې بدګړې او ښېګڼې یې وځلېږي .
۲ ـــ ځینې خلک د چخماق د ډېرې په شان دي، چې د پېښو اوسپنه په هغو پورې ومښلي د شرارت لمبې یې تر آسمانه پورته کېږي .
۳ ـــ لکه څنګه چې د کسوف په وخت کې د آسمان کاڼي څرګندېږي، همدا ډول د اتلانو رښتینې څېرې د مصیبت او ناڅاپي پېښو په وخت کې څرګندېږي .
۴ ـــ قارجن، تند او ناخوښه طبیعت تل د غوسې او تشویش له پاره تر نیمایي لارې پورې ښه راغلاست ته ورځي .
۵ ـــ ستونزې او مشکلات هغه ښوونکي دي، چې ډېرو سترو لارښوونکو له هغو څخه زده کړي دي .
۶ ـــ د ژور فکر خاوندان او نامتو خلک د تاریخ جوړوونکي دي، ځکه چې تاریخ د هغو خلکو لیکنه ده، چې د لویانو، پاچاهانو، لارښوونکو، روحانیونو، فلاسفه وو، او سیاستمدارانو تر لاس لاندې یې کار کړی دی .
۷ ـــ هر ډول کار د هر ډول ټنبلۍ او بېکارۍ نه ښه دی .
۸ ـــ د یوه ملت د اخلاقو او روحیاتو، شوق او فکر د پېژندلو له پاره باید هغه کتابونه او مجلې په پام کې ونیول شي، چې دوی یې لولي .
۹ ـــ ښه مېرمن د هغې ټینګې امسا په څېر ده، چې سړی کولای شي، د ژوندانه په ډبرینه ځمکه کې په هغې تکیه وکړي، د بد مرغۍ او بېوزلۍ په وخت کې له هغې نه خوا خوږي او ډاډ ګېرنه تر لاسه کړي .
۱۰ ـــ کله چې د ښځې او سړي له واده څخه یو کال تېرشي، نور نو هېڅ یو د ځان د ښکلا په فکر کې نه دی، اوس دواړه د یوه او بل کړو، وړو ته متوجه دي .
۱۱ ـــ ستونزې او بدمرغۍ د ښځې او خاوند ترمنځ ډېره ښه آزموینه ده، ځکه چې ستونزې او بدمرغۍ د ښځې او خاوند د اخلاقو رښتینی څرګندوی دی .
۱۲ ـــ لکه څنګه چې د یوه انسان استعداد او لیاقت د ده د څېرې او د بدن د غړو له مخې نه شي اټکل کېدای، نو همدا ډول د یوه هېواد ترقي او پرمختګ هم د هغه هېواد، د خاورې د ستروالي له مخې نه شي اټکل کېدای .
۱۳ ـــ مور په کور کې د زړونو مقناطیس او قطبي ستوری دی .
۱۴ ـــ د وجدان خوښه یوازې د دندې د سرته رسولو څخه وروسته تر لاسه کېدای شي .
۱۵ ـــ د داسې بدمرغه ملت په حال باید په زوره ـــ زوره وژاړو، چې د دندې پېژندنې ځای عیاشي، ځان مننه او ځانګړې ګټې ونیسي، ځکه چې د طبیعت له قانون سره سم به د داسې هېواد او ملت د زوال او له منځه تګ فرمان ډېر ژر لاسلیک شي .
۱۶ ـــ هره ورځ چې تېرېږي، نو موږ ته د ښو او بدو لوست راکوي او زموږ هر ډول کړه وړه که هر څومره کوچني هم وي، نو خپلې نښې او پایلې په ځای پرېږدي، لکه څنګه چې وایي : نری وېښته هم سیوری لري .
۱۷ ـــ هو د سیند بر لوري ته لامبو وهل زړورتوب او غښتلتوب ته اړتیا لري، کنه نو مړ کب هم کولای شي، چې د اوبو د بهېدو لور ته حرکت وکړي .
۱۸ ـــ کله چې د خپل ژوند په آسمان کې د تورې ورېځې غوړسکه ووینې، باید چې ټول شیان درته تیاره ښکاره نه شي، پام کوه چې د دغې تورې ورېځې تر شاه د لمر بشپړه روښنایي هم شته .
۱۹ ـــ په هرشي باندې روږدي کېدل، په پیل کې د غڼې له تار څخه هم کمزوری او سست وي، خو ورو ـــ ورو له ځنځیر هم کلک او پیاوړی کېږي .
۲۰ ـــ په رښتیا، چې په نړۍ کې سپین ږیري ځوانان او ځوانان سپین ږیري ډېر دي .
۲۱ ـــ انسان د نېکمرغۍ له پاره پیدا شوی دی او نېکمرغي په ګټور کار تر لاسه کېدای شي.
۲۲ ـــ د انسان ژوند د کړنو له مخې شمېرل کېږي، نه د کلونو له مخې .
۲۳ ـــ د تېرو ویاړنو تاریخ، چې د وګړو په فکر کې د پخوانیو نومیالیو او اتلانو د کړو وړو یادونه ژوندي کوي، د ملت اروا را پاروي او لویوالي او لوړتیا ته یې هڅوي .
۲۴ ـــ خوار او بېوزله انسانان هم بې له کوم خنډه د لویانو له فکرونو سره غږېدای شي، ځکه د دغه مانیز بڼ د پرانیستلو کیلي لوستل دي، هرڅوک چې لوستلای شي، بې له دې چې د وره له لارښود څخه مرسته وغواړي هلته ورننوتلای شي .
۲۵ ـــ ځواک او هوډ د لوړو اخلاقو بنسټ دی .
۲۶ ـــ ترهغې چې هوډ ونه کارول شي، وده نه کوي .
۲۷ ـــ کار چې هر څومره ستونزمن او سخت وي، انسان نه کړوي، خو چې یو رنګی او زړه ماتونکی او نهیلی شي، بیا نو تر ټولو بد کړاو دی .
۲۸ ـــ اخلاق پانګه ده، اخلاق زموږ تر ټولو ښه او اوچته شتمني ده .
۲۹ ـــ د ملتونو پرمختګ او بشپړتیا، د هغوی د ځمکو د ارتوالي له مخې نه ټاکل کېږي .
۳۰ ـــ که راڼه ستوري په تیاره کې ځلېږي، نو د اتلانو رښتیني کړه وړه او اخلاق هم د هغوی په ناڅاپي غمونو او بد مرغیو کې ځان څرګندوي .
۳۱ ـــ هغه چې د زانګو پړی یې په لاس کې وي، تر هغو چې د حکومت واګي ورسره دي، خورا اغېزناک دي .
۳۲ ـــ مور چې فاسده شي، نو ټولنه هم فاسدېږي .
۳۳ ـــ هغه بېلګه چې تل د ماشوم په سترګو کې وي، مور ده .
۳۴ ـــ هر څوک، چې د نورو له پاره د ښېګڼې او نېکمرغي په لټه کې وي، هرومرو به په خپله هم نېکمرغي تر لاسه کړي .
۳۵ ـــ اراده د طبیعت غوره لارښود دی .
۳۶ ـــ دنیا د هغه چا ده، چې ګټه ترې اخلي او خوشاله خلک یې اصلي خاوندان دي .
۳۷ ـــ کله چې یو ملت د تقوا لاره پرېږدي او د رښتیا، عدالت او حق پروا ونه کړي، نو هغه ملت نور د ژوند او پایښت وړ نه دی .
۳۸ ـــ د یوه ملت استعداد او وړتیا هغه وخت معلومېږي، چې له یوه تاریخي کړکېچ سره مخامخ شي .
۳۹ ـــ انسان اشرف المخلوقات دی او مور د انسانانو اشرف المخلوقات ده .
۴۰ ـــ پوه سړی یوازې د خپل ځان له پاره ژوند نه کوي، بلکې د نورو د خیر ښېګڼې له پاره هم ګام پورته کوي .
۴۱ ـــ د کار د ترسره کولو آسانه لار هر کار په خپل وخت تر سره کول دي .
۴۲ ـــ څوک چې د نن کار سبا ته پرېږدي، دا هغه کسان دي، چې د سبا ورځې کار بل سبا ته پرېږدي .
۴۳ ـــ هر شی ضایع او له منځه ځي، مګر کتاب د اوږدو پېړیو او زمانو په منځ کې پرته له کوم زیانه پاتې کېږي .
۴۴ ـــ د ښو اخلاقو له خاوندانو او عالمانو سره ملګرتیا د روح ځواک دی .
۴۵ ـــ که هغه چا سره، چې د لوړو اخلاقو او روحیې خاوندان وي، ژوند وکړئ، نو تاسو به حس کړئ، چې یو مرموز ځواک ستاسو روح او اخلاق د لوړتیا په لور بیایي .
۴۶ ـــ اخلاقي خلک د پاک وجدان لرونکي دي .
۴۷ ـــ د وجدان راضي کېدل د کړنې له ترسره کولو وروسته او د وجدان له لارښوونې او رعیته پرته انسان د ګمراهۍ خوا ته بیا یي .
۴۸ ـــ سیاست د ژوند پوهه ده .
۴۹ ـــ په زغرده دا ویلی شو، چې د نامتو خلکو حقیقي ژوند د هغوی له مرګ نه وروسته پیلېږي .
۵۰ ـــ هیله من اوسه، خو ژر باور مه کوه .
You also might be interested in
لیکوال : عطا محمد میاخېل یوه په زړه پورې آزموینه[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل پوره نوم یې ګالیلیو[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل زموږ د هر یوه ژوند[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی