د سمینټو سټنډرډ ثبات مالومول . Determination of Standard Consistency of Cement
د سیمنټو ثبات څه شي دی ؟ What is Consistency of Cement?
هغه ترټولو کم مقدار اوبه چې د یوې سیمنټې خمیرې د تشکیل لپاره ورته ضرورت دي څو سیمنټ او اوبه پرې مناسب اندازه کیمیاوي تعاملات ترسره کړي. د سیمنټو ثبات په اصل کې د سیمنټو د خمیرې د بهیدو شاخص دی .
د سیمنټو سټنډرډ ثبات ،په کوم کې چې Vicat پلنجر ته اجازه ورکوي څو په سیمنټي خمیره له 5mm تر 7mm کې ننوځې .د سیمنټو ثبات مالومولو ازمایښت په لاندې ډول ترسره کیږي .
د سټنډرډ ثبات لپاره وسایل . Apparatus for Standard Consistency
1. د Vicat وسایل .
د Vicat په وسایل کې یو چوکات دی چې په یو انجام کې متحرک راډ او یو سرپوخ لري او بل انجام کې یو ستن او یاهم لاندې وسایل لري.
a) د ابتدايي ځانې نیونې وخت مالومولو ستن .
b) د اخري وخت ځان نیونې وخت مالومول ستن .
c) د سټنډرډ ثبات مالومولو پلنجر.
2. ستنې . Needles
د ابتدايي ځانې نیونې وخت مالومولو ستن.ددې ستنې عرضي مقطعې مساحت 1mm2 وي .د ستنې انجام هوار وي .
د اخري ځان نیونې وخت مالومول ستن . ددې ستنې عرضي مقطعې مساحت 1mm2 وي .دا ستن له فلزي برخې سره نښتې وي .د ستنې انجام له دې فلزې برخې راوتلی وي .
د سټنډرډ ثبات مالومولو پلنجر.دا یو پالش شوئ میله ده چې 10 ± 0.05mm قطر لري او پورته برخه کې راوتلي وي .لاندې طرف یې هوار وي .
3. متحرک راډ Movable Rod
متحرک راډ یو شاخص لري چې د درجه داره تلې پرمخ ګرځې او له چوکاټ سره نښتی دی .
4. درجه داره ترازو . Graduated Scale
درجه داره ترازو 40mm اوږدوالی لري او ترټولو کم انحراف یې 1mm دی .
5. د ویکاټ Vicat قالب . Vicat Mould
د ویکاټ قالب مخروط شکل لري چې بره قطر یې 60+/-0.5mm او لاندې قطر ېې 70 +/- 0.5mm او لوړوالی ېې 40 +/_ 0.5mm دی .
د سیمنټو سټنډرډ ثبات ازمایښت لپاره پروسیجر.
1. د ویکاټ وسایل هوار کیږدۍ .د لوښي نټونه یې خلاص کړۍ .لوښی نیم ډک کړۍ له غوړو موادو او بره یې نټ بولټ وتړۍ .
2. متحرک راډ سره پلنجر ونښلوۍ .
3. 400 ګرامه سیمنټ راواخلۍ او په یولوښې کې واچوۍ .یو اندازه اوبه وتلۍ اوهغه ورسره ګډې کړۍ.
4. له سیمڼټو سره داوبو په ورګډولو د سیمنټو خمیره چمتو کړۍ .کله چې سیمنټو سره اوبه ورګډوۍ سټاپ واچ چالان کړۍ .
5. د ویکاټ قالب په غیرقابل نفوذ سطحه لکه ښیښه باندې کیږدۍ او قالب له سیمنټي خمیرې ډک کړۍ .
6. کله چې قالب پوره ډک شي لږ یې وخوروۍ څو دننه هوا ترې ووځي ،او بیا یې بره سطحه لیول کړۍ.اوس نو سیمنټو خمیره ازمایښت ته چمتو ده .
7. اوس د سیمنټو خمیره د متحرک راډ لاندې په یو غیرقابل نفوذ سطحه کیږدي .
8. پلنجر راښکته کړۍ داسې چې د سیمنټو خمیرې سره تماس کې راشي ،او بیا یې زر پرې راپریږدۍ په خپل وزن سره.
9. پلنجر بیرته راپورته کړۍ او بره یې متحرک راډ پورې یوسي .
10. هغه Pin راوباسې چې متحرک راډ نیسي .
11. د نمونو ازمایښت څو ځلې تکرار سره ترسره کړۍ داسې چې په بیلابیلو اندازو سره پلنجر سره نښتې ستن په خمیره کې ننوځي .د ستنې ننوتل بره ښودل کیږي ،چې له لاندې خوا 5mm تر 7mm پورې وښايې .
12. هغه اوبه مو چې بیلابیلو نمونو سره ګډې کړۍ د وچوسیمنټو د وزن له مخې یې په فیصدۍ سره وښایې.
محاسبه .
1. داخستل شوو سیمنټو وزن په g سره .
2. د اوبو فیصدي چې ورسره ګډې شوي .
3. د اوبو مقدار چې ورسره ګډې شو ې په g سره.
4. د ستنې ننوتل په mm سره .
د سیمنټو سټنډرډ ثبات = د ستنې له 5 تر 7mm ننوتو لپاره داوبو مقدر تقسیم د سیمنټو وزن ضرب 100
د ازمایښت پروخت باید لاندې ټکو ته پام وشي .
a) د اندازه او پیمانه کولو وخت باید له 3 دقیقو کم او له 5 دقیقو زیات وخت نه وي.د اندازه کولو وخت وچو سیمنټو سره د اوبو ورګډولو نه شروع او قالب کې اچولو پورې حسابیږي .
b) ازمایښت باید د کوټې تودوخې 27oC +/- 2oC کې ترسره شي.
c) په میز باندې ویبریشن نه وي .
d) پلنجر باید پاک وي .
نوټ .سټنډرډ ثبات لپاره اوبو مقدار په % ښودل کیږي .