ژباړه: زاهد خليلي
په ۱۹۲۲ ز کال کې د سند د وادۍ د تمدن کشفول، نه يوازې د نړۍ، بلکې په ځانګړي ډول د هند لپاره هم د ډېر ارزښت وړ و. دغه کار د هند په تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانېسته. هند بايد ووياړي چې داسې يوه تمدن يې رامنځته کړی، چې لرغونوالی يې لرغوني مصر او بين النهرين ته رسېږي.
هغه کيندنې چې په پنجاب، سند او بلوچستان کې شوي، ښيي چې د سند کلتور-چې د هړپه په کلتور هم پېژندل کېږي- د ۱۲۰۰ او ۷۰۰ ميلو په اندازه پراخوالی درلود. تر اوسه ۱۴۰ ځايونه کشف شوي چې درې يې تر ټولو مهمې دي. له هغوی يو يې موهنجوداړو دی چې د سند د سيند په غاړو پروت دی، بل هړپه دی چې د راوي د سيند په غاړه او درېيم يې لوتل Lothal چې د سیند په غاړه پروت دی. د دغو درېيو ځايونو له کشف څخه مالومېږي چې د دغه ځای اوسېدونکو ښه تمدن درلود. د ليکلو اسناد د نه شتون له امله به ستونزمنه وي چې په اسانۍ سره پايلې ترلاسه کړو.
د هړپه تمدن تاريخ
د دغه تمدن لرغونوالي د لرغونپوهانو توجه جلب کړې ده، ځينو لرغونپانو جرأت کړی او د دغه تمدن د رامنځته کېدو د تاريخ په اړه يې يوه مشخصه نېټه ذکر کړې ده. د دغه تمدن ځينې سکې په مېزوپوتاميه (بين النهرين) کې ترلاسه شوي چې پخوانی والی يې د اکاديانو پاچا، سارګن، ته رسېږي. ډاکټر ويلر وايي چې د دغه تمدن نېټه د ۲۵۰۰ او ۱۵۰۰ ق.م کلونو تر منځ ده. سر جان مارشال بيا وړاندې ځي او ۳۲۵۰-۲۷۵۰ ق.م کلونه ښيي او د سند او سوميريانو د تمدن تر منځ زړه راښکوونکي ورته والي ته اشاره کوي. د ټاټا په انسټيټوټ کې چې د کاربن په مرسته کومه څېړنه شوې، د دغه تمدن نېټه ۳۰۰۰ ق.م کلونه ښيي.
رامنځته کوونکي
تر ټولو مهمه موضوع چې د دغه تمدن اړوند زموږ مخې ته راځي، هغه د دغه تمدن د رامنځته کوونکو په اړه ده. ايا دوی اريايان وو که دراويديان؟. هغه پايلې چې د ککريو د څېړنو په پايله کې ترلاسه شوي، ښيي، چې د سند دغه خلک بومي، د مديترانې، د الپ د غرونو او مغولو يوه ګډوله ده. د هند جنوبي اوسېدونکي د لومړيو دوه ذکر شويو نسلونو څخه دي. د هړپه او دراويديانو د دين تر منځ ورته هم ليدل کيږي. ډېرې داسې نښې ليدل کيږي چې دراويديانو د هړپه تمدن رامنځته کړی وي، داسې نښې هم شته چې دغه تمدن دې ځايي تمدن وګڼل شي.
د دې لپاره چې د دوی په لاسته راوړنو باندې ښه پوه شو، د دوی وران شوي ښارونه او نورې نښې بايد مطالعه کړو.
ځينې پوهان داسې فکر کوي چې هړپه او موهنجوداړو د سند د تمدن دوه مرکزونه وو. دغه دوه ښارونه چې د يوه بل نه ۴۰۰ ميله لرې پراته وو، په جوړښت کې يې يو څه ورته والی ليدل کېږي.
موهنجوداړو
د موهنجوداړو، يوه تر ټولو ستره ځانګړتيا د دغه ښار د جوړولو پلان دی. په ښار باندې د عملي کار د پېلولو وړاندې يې د ښار د جوړولو پلان جوړ کړی، کوڅې يې نېغې جوړې کړې وې چې له شمال نه جنوب او له شرق نه غرب ته اوږدې غځېدلې وې او يو بل يې په دوه مساوي برخو سره نيمايي کولې. د ځينو کوڅو اوږدوالی نيم ميل او پلنوالی يې ۳۴ فټو ته رسېده. سړکونه هوار (پاخه يا قير شوي) وو. کورونه د مختلفو اندازو لرونکي لرونکي وو چې د خښتو، خټې او تعميراتي مسالو (چونې، شګې) نه يې جوړ کړي وو. د کورونو په جوړولو کې يې له تېږو نه کار نه اخيسته. په هر کور کې کوټې، پخلنځی او تشناب (حمام) موجود وو. تشنابونه يې کوڅو ته نږدې جوړ کړي وو، تر څو ناپاکې اوبه نېغې، د ښار د ناپاکو اوبو له لارې سره يو ځای بهر ووځي. هر کور منظمې اوبه درلودې، چې د خښتو په ذريعه د جوړې څاه له لارې به راتلې.
د موهنجوداړو د ښار يوه تر ټولو ځانګړې، ځانګړتيا د دغه ښار د ناپاکو اوبو سيستم و. دا واقعيت دی چې په هغه وخت د نړۍ په يوه ښار کې هم د اوبو دغه ډول سيستم شتون نه درلود. هرې اصلي او فرعي کوڅې، دواړو غاړو ته پخې شوې ويالې درلودې تر څو ناپاکې اوبه له هر کور نه ورته راشي. دغه ويالې د کوڅو نه ټيټې وې او ناپاکه اوبه به د سند په سيند کې توئيدې.
لوی حوض
د ښار لوېديځ خواته يوه لويه تپه او څو تعميرونه وو. يو تر ټولو مشهور يې لوی حوض وو چې د لمبلو لپاره يې يو حمام هم درلود. د دغه حمام شاوخوا نري دېوالونه راتاو وو چې يوه برنډه او نور کوچني تشنابونه يې درلودل. لوی حوض ته د ناپاکو اوبو د ورتلو مخه نيول شوې وه او هر وخت ورته تازه او پاکې اوبه را روانې وې.
کالج او ګودام نور مهم تعميرونه وو. په ګودام کې غلې دانې ساتل کېدې او د کالج نه به يې د ميټينګونو لپاره کار اخيست. دغه ښار د يوې ښاروالۍ له خوا ساتل کېده چې اوبه يې کنترولولې (لېږلې)، څاه ګانې يې جوړولې، د ناپاکۍ ټولونه، کوڅې يې رڼا کولې او د کاناليزاسيون ښايسته سيستم يې رامنځته کړی وو.
نور بيا…
سرچينه: World History By B.V. Rao
You also might be interested in
ژباړه: محمد شفیق صدیقي آنتراتیکا د سهیلي قطب په درلودلو[...]
لیکنه: رحمت الله پښتون د بريکسيټ مذاکرات: د انګلستان د[...]
لیکنه : سیف الله ( هلمند ) کله چې په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی