په دې وروستیو کې په ځینو اپلیکیشنونو لکه Snapchat، Duolingo او نورو کې د “سټریک” (Streak) یا پرله پسې کارونې خصوصیت ډېر عام شوی دی. سټریک هغه وخت جوړیږي کله چې تاسو او ستاسو ملګري هره ورځ یو بل ته پیغامونه استوئ. دا خصوصیت چې په لومړي سر کې د ساتیرۍ او هڅونې لپاره جوړ شوی، په حقیقت کې یو رواني دام دی چې کولی شي په ځانګړې توګه په ځوانانو کې د روږدیتوب، اضطراب او رواني فشار لامل شي.
د سټریکونو تر شا رواني چل څه دی؟ د اپلیکیشنونو جوړوونکي د “ګیمیفیکیشن” (Gamification) په نوم له یوې طریقې کار اخلي، چې ستاسو مغز د لوبې په څیر روږدي کوي. هرکله چې تاسو خپل سټریک ته دوام ورکوئ، ستاسو په مغز کې د “ډوپامین” په نوم کیمیاوي مواد خپریږي چې د خوښۍ او رضایت لنډمهاله احساس ورکوي. دا تاسو هڅوي چې سبا ته بیا راشئ او دا کار تکرار کړئ. له بلې خوا، د سټریک د ماتېدو یا له لاسه ورکولو ویره، چې په روانپوهنه کې د “Loss Aversion” په نوم یادیږي، یو ډېر قوي احساس دی. خلک د یو څه له لاسه ورکولو څخه دومره وېریږي چې د هغه د ساتلو لپاره هر ډول فشار زغمي.
منفي اغېزې یې څه دي؟ دا پرله پسې هڅه چې سټریک مات نه شي، په تدریجي ډول په یوې ورځنۍ دندې او مسؤلیت بدلیږي. ډیری ځوانان د شپې ناوخته له خوبه پاڅیږي یا د خپلو درسونو په جریان کې یوازې د دې لپاره خپل موبایل چک کوي چې خپل سټریک له لاسه ورنکړي. دا کار نه یوازې د هغوی د خوب سیستم ګډوډوي، بلکې په زده کړو کې یې د تمرکز کچه هم راټیټوي. سربېره پردې، دا په ټولنیزو اړیکو هم بد اغېز لري. کله چې یو ځوان د کورنۍ سره په یوه محفل کې ناست وي، خو فکر یې د سټریک ساتلو ته وي، دا د واقعي اړیکو ارزښت کموي او دوستي په یو ډول مکلفیت بدلوي.
د حل لارې څه دي؟ د دې لپاره چې د ټکنالوژۍ غلامان نه شو، بلکې په هغه کنټرول ولرو، لاندې لارښوونې مرسته کولی شي: ۱. له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ: له هغوی وپوښتئ چې د سټریکونو په اړه څه احساس لري. هغوی ته تشریح کړئ چې د یوې دوستۍ ارزښت په ډیجیټل اور (🔥) یا کومه شمېره پورې تړلی نه دی. ۲. په قصدي توګه سټریک مات کړئ: له خپلو ملګرو سره په مشوره یو سټریک په قصدي توګه مات کړئ ترڅو پوه شئ چې په حقیقت کې هیڅ هم نه پیښیږي. دا کار د سټریک رواني واکمني کموي. ۳. د اپلیکیشنونو لپاره وخت وټاکئ: د موبایل په ترتیباتو (Settings) کې د “Screen Time” یا “Digital Wellbeing” برخې ته لاړ شئ او د دغو اپلیکیشنونو لپاره د ورځې یو ټاکلی وخت محدود کړئ. ۴. خبرتیاوې (Notifications) بندې کړئ: د غیر ضروري اپلیکیشنونو خبرتیاوې بندول کولی شي ستاسو د پام او تمرکز په ساتلو کې لویه مرسته وکړي.
په یاد ولرئ، موخه د اپلیکیشن څخه سمه او ګټوره استفاده ده، نه دا چې د هغه د یو کوچني خصوصیت لپاره خپل رواني سکون او قیمتي وخت له لاسه ورکړو.
سرچینه: د VRT خبري ویبپاڼه او د بلجیم د ټکنالوژۍ اړوند سرچینې
Photo by Matthias Oberholzer on Unsplash
