کله چې تیږې د مسالې په مرسته سره ونښلول شي نو دیته سنګکاري ویل کیږي .دسنګکارۍ تهداب یو ساختماني تهداب دی چې ددیوالونو د اتکا لپاره جوړیږي .د سنګکاري تهداب بیلابیل اړخونه دلته دبحث لاندې نیول شوي
د سنګکاري دتهداب موخه . Purpose of Stone Masonry Footing
د سنګکارۍ دتهداب موخه داده چې ساختماني دیوالونه اتکا کړي او بارونه ورلاندې خورې ته ولیږدوي .دا باید داسې کار وکړي چې پرته له نشست او کیانستنې بارونه اتکا کړي.په سنګکارۍ باندې باید بارونه عمودې وارد شي.
Fig.1: Stone Masonry Footing
د سنګکارۍ تهداب جوړول . Construction of Stone Masonry Footing
د سنګکارۍ تهداب لپاره ابعاد .
د سنګکارۍ له تهداب وړاندې باید له 1m تر 1.5m ژوروالې پورې کندنکاروي وشي .د سنګکارۍ لپاره د تهداب پلنوالی باید د هغو بارونو له مخې پیدا شي چې ورباندې وارد شوی .بیا د کیندل شوې برخې بیخ خاوره باید پوره تخته شي .په دې پړاو کې ،اوس کیندل شوې ځای د سنګکارۍ لپاره چمتو شوی .
Fig.2: Trench excavated for stone masonry footing construction
د تهداب لپاره د تیږې خواص . Properties of Stones for Footing
هغه تیږه چې په تهداب کې د سنګکارۍ لپاره کاریږي باید لاندې خواص ولري .
1. مدواومت ولري.د اتوموسفیر د بدلونونو پروړاندې مقاومت ولري.
2. درزونه ونه لري.
3. خالیګاوې ونه لري.
4. سوري ونه لري.
5. سخته وي.ددې لپاره هغه یو له سره وجنګول شي چې په دې وخت باید ونه رژیږي.
6. په اسانه پیدا شي.
7. ښه ښکاره شي .
8. اقتصادي وي .
9. تیږه باید پوره برابره کړای شي او کمزورې برخې ونه لري.
د تهداب لپاره د ښوې تیږې بیلګې ګراینت ،سخت چونې تیږه او اوبې تیږه ده .
د تیږو غوښتونکی اندازې .
1. د تیږې پیړوالی باید د پلنوالې یو پرڅلور اندازه وي .
2. که شونې وي د تهداب لومړی کتار کارول شوې تیږې پلنوالی باید تهداب د پلنوالی په اندازه وي .که داسې شونې نه وي نو بیا کیدای شي جینت ورکول شي .
د سنګکارۍ لپاره د تیږې چمتو کول .
وړاندې له دې چې تیږه په تهداب کې وکارول شي باید لمده شي .ددې کار په ترسره کولو سره د مسالې وجیندو مخنیوی وشي .
.
Fig.3: Wetting stones for stone masonry footing construction
د هوار کانکریټ لپاره بستر لپاره کاریدونکو کانکریټو مخلوط نسبت . Concrete Mix Ratio used for Plain Concrete Bed
هغه هموار کانکریټ چې د تهداب بیخ کې اچول کیږي 1:4:8 نسبتونو سره چمتو کیږي .د جغل ترټولو غټ سایز 40mm وي .
د بسترکانکریټو ابعاد .Dimensions of Plain Concrete Bed
د بسترکانکریټو پیړوالی له 10cm تر 15cm پورې وي .د هوار کانکریټ طبقه باید د کتار په هر طرف کې له سننګکارېۍ څخه 15cm پورې زیات ورکول شي .نو په دې اساس ویلی شو چې د تهداب له لومړی کتار پلنولی څخه لاندې د کانکریټو پلنوالی 30cm زیات ورکول شي.
Fig.4: Plain concrete at the bottom of stone masonry footing
د سنګکارۍ تهداب لپاره د مسالې نسبت . Mortar Ratio for Stone Masonry Footing
د جینټونو ترمنځ مساله ورکول کیږي څو غوښتل شوی پیوند تشکیل کړي او بیا باید د اوبو د مخنیوی لپاره د جنیت مخ پټ کړای شي.ددې مسالې نسبت 1:6 وي.
د سنګکارۍ د جوړولو مرحلې . Stone Masonry Footing Construction Steps
1. وروسته له دې چې کنده وکیندل شي ،د کندې بیخ کې هموار کانکریټ واچول شي.
2. کله چې کانکریټ ځان ونیسي ،د مسالې د قشر په اچولو سره سنګکارۍ تهداب جوړول پیل کیږي په کومه مساله به چې لومړی کتار تیږه ولګول شي.
3. د سنګکارۍ د ښه ترسره کیدو لپآره دواړه خواو ته خوازه ورکول شي.
4. تیږه باید یو بل نژدې کیښودل شي داسې چې ترمنځ جینټ 2cm وي .
5. عمودې درز باید هر 15cm پس وتړل شي.
6. د تیږې پیړوالی د 8cm او 15cm ترمنځ او اوږودوالی یی 15cm او 30cm ترمنځ وي .
7. د تیږې مخ باید داسې برابر شي چې د جینټونو نه تیراو بیر شي .
8. د اوږدو عمودي درزونو د پیداکیدو مخنوی وشي ځکه په دې د تهداب سنګکاري کمزورې کیږي .
9. ددې لپاره چې سنګکاري کلکوالی ولري ،یوه داسې تیږه چې ددیوال ټول په پلنوالی په بر کې ونیسي باید په هر 1m کې ورکول شي.
10.
Fig.5: Filling joints between placed stones with mortar
Fig.6: Placing bond stones during the construction of stone masonry footing
11. که دتهداب سنګکارۍ يیړوالی زیات وي ،نو نښلونکی تیږې(bond stone) اوږودوالی زیات کړای شي څو مقصد ترلاسه شي.کیدای شي ددوه داسې تیږو په کارولو هم وشي شي یو له بله تیره شي یعنی یو بل راونغاړي.
12. هستې تیږه (heart stone) کوم چې د تهداب د سنګکارۍ په وسط کې لګیږي باید ترخپله وسه یو بل ته نژدي وي او د ددې تیږو ترمنځ تشو ځایونو د ډکولو لپآره وړې تیږې وکارول شي.
13. بیا به د سنګکارۍ د هستې تیږې او وړو تیږو تش ځایونه د مسالې په واسطه ډک شي .
14. که ضرورت وي اهنګاف ورکول شي .
15. وروسته له دې تر درې اونیو پورې اوبه ورکول شي څو نهایی مقاومت ترلاسه کړي.
Fig.7: Placement of heart stone in the stone masonry footing
Fig.8: Small sized stones are placed to fill voids