لیکنه: تاج محمد تمکین
د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد
اقتصادي نوسانات یا سوداګریز دورانونه په اصل کې د مختلفو عواملو په اساس رامنځته کیږي.ښایی سیاسی بدلون او یا هم طبعي افات ددې باعث شي چې د یو هیواد اقتصاد کې مثبت یا منفي بدلون راولي او اقتصاد یې نوساني شکل اختیار کړی.ښایی یو کوچنی اقتصادي ګام ددې باعث شي چې اقتصاد ته قوت ورکړي او یا یې هم د ضعف باعث شي.اقتصادي دورانونو او نوساناتو ته سوداګریز دورانونه او نوسانات هم وایی.په دې لیکنه کې په دې غږیږو چې د سوداګریزو دورانونو یا اقتصادي نوساني دورانونو مقابل کې باید څه وشي.
Remedial measures
لکه څنګه چې د سوداګریزو نوساناتو د سایکلونو د رامنځته کیدو باره کې اختلافات موجود دي همداشان یې د علاج باره کې هم مختلف نظریات وجود لري ، دا خبره هم د پام وړ ده چې د موجوده اقتصادي نظامونو لاندې د بحران واقع کیدل یا خو ځنډیږي او یا هم د هغې د لاخپریدو د مخنیوي لپاره ګامونه اخستل کیږي خو په بشپړه توګه باندې ختمدای نشي.
د سوداګریزو دورانونو د علاج لپاره دوه لارې ضروري دي
اول منع کونکي ګامونه prohibitive measures
دوهم تدبیري ګامونه curative measures
د منع کونکو لاروچارو رابطه د سوداګریزو دورانونو د خصوصي علتونو سره ده.که د موسمي تغیراتو په اساس زراعتي تولیدات کم شي د بحران د رامنځته کیدو باعث شي نو دهغې منع کول تر هغه وخته پورې ناممکن دي چې تر څو پورې دمصنوعي اب پاشئ نظام جوړ نه شي.په افغانستان کې د 70 نه زیات سلنه خلک د زراعت سره تړلي دی نو ځکه که د وچکالئ له وجې فصلونه ونشي یا د سیلابونو او بارانونو له وجې فصلونه تباه شي نو د زراعتي طبقې د خرید قوت کمیږي.چې د کومې اثرات په نورو برخو باندې هم لویږي او هر طرف ته د رکودي مرحلې دوره شروع کیږي نو ځکه ضروري ده چې نوي ډیمونه جوړ شي ، د زراعت په خاطر لوی لوی ټیوب ویلز جوړ شي او د اوبو د ذخیره کولو لپاره لازم انتظامات وشي.
د سوداګریز دوران یو اساسي لامل دا هم دی چې ځینې وختونه د اجناسو په عرضه او تقاضا کې عدم توازن رامنځته کیږي یعنې تولید د ضرورت نه زیاتیږي او رکودي حالت رامنته کیږي . دداسې عدم توازن د منع کولو لپاره ضروري ده چې دولت په باقاعده توګه خلک د زراعت باره کې ، د صنعتونو دتولید باره کې ، استخدام ، صادراتو وارداتو ، سړي سر عاید ، قیمتونو ، د تولید مصارف او نورو باره کې لازم ارقام وړاندې کړي . دداسې مالوماتو نه کاروباریانو ته دا اندازه لګیږي چې په تقاضا کې راتلونکي وخت کې څومره بدلون رامنځته کیدای شي.
د منع کونکو لارو چارو سره سره تدبیري ګامونه هم ضروري دي چې په دې کې لاندې لارې چاري شاملي دي لکه پولي پالیسي ، د دولتي عوایدو او مصارفو پالیسي ، دولتي پانګه اچونه او نړیوال اقدامات . دا په لاندې توګه بیانوو.
پولي اقدامات monetary policy
په دې کې دا پالیسیانې شاملې دي لکه د بانکونو پالیسي ، د پیسود مقدار پالیسی ، سود اندازه .
د رکود مرحله کې د سود اندازه کمیږي تر څو خلک تشویق شي چې پیسې پور واخلی او د رونق مرحله کې د سود اندازه تر کافي حده پوري زیاتیږي.
د پولي اعتبار پالیسي دوه اړخه لري.مقداري او معیاري.مقداري اړخ نه هدف دا دی چې د سود انداې کمښت زیادت سره د پولي اعتبار مقدار کم و زیات شي چې نورمال حالت ته اقتصاد وګرځي ددې لپاره.معیاري اړخ نه یې هدف دا دی چې د خاصو خاصو اهدافو لپاره دقرضونو مقدار کم او زیات شي.
پولي پالیسي هغه وخت بیکاره ثابتیږي چې کله اقتصاد د رکود حالت کې وي نو که د سود اندازه هر څومره کمه شي بیا هم د پیسو په پور اخستلو ته څوک زړه نه ښه کوي.
مالیاتي پالیسي
Fiscal policy
مالیاتي پالیسي هم د نوساني دورانونو د کنترول لپاره د دولت لخوا اکثر وخت استعمالیږي.د کینز نظر کې مو ولوستل چې د نوسان لامل داوي چې په پس انداز او پانګه اچونه کې عدم توازن رامنځته کیږي.نو ځکه د شخصي پانګې اچوني سره که دولتي پانګه اچونه همزمانه وشي نو نوسان تر ډیره پورې کنترولیږي.د رکود مرحله کې دولت ته پکار دي پانګه اچونه وکړي تر څو خصوصي سکتور تشویق کړي او د عامه سهولتونو پروژې شروع کړي.برعکس که د رونق مرحله وي نو دولت باید خپل مصارف او پانګه اچونه کې لږ کموالی راولی تر څو توازن مراعات شي.مثلا د رونق مرحله کې بودیجه باید مازاده وي تر څو دولت خپل عوایدو نه مصارف کم کړي او ددې نه بچت شوې پیسې د بحران کلونو کې مصرف او کسري بودیجه جوړه کړی.
مالیاتي پالیسئ کې دولت د بحران وخت کې ټکسونه کموني تر څو پانګه اچونه تشویق شي.همداشان د رونق مرحله کې یې زیاتوي تر څو د خلکو د خرید قوت متوازن شي.په پولي او مالیاتي پالیسئ کې د دولت د مصارفو پالیسئ کافي موثره تمامیږي.
په لنډه توګه د نوساني دورانونو نه د بچ کیدو لپاره دولت باید لاندې ګامونه واخلي
1. د ټکسونو په اندازه کې داسې بدلونونه راشي چې د خصوصي پانګې اچونې او پانګې په مصرف کې کافي تبدیلي راوستلی شي.
2. د دندو ، یو اړخیزه انتقالاتو ، کومکونو په ذریعه دې د خلکو عاید زیات کړی شي
3. د عامه رفاه په مصارفو او نوره دولتي کارونو کې دې د ضرورت مطابق تبدیلي راشي.
4. د بانکونو نه جاري کیدونکو قرضونو او سود اندازه کې تبدیلئ سره دې مناسبه پالیسي جوړه شي.
5. خصوصي پانګه والو ته او همدارنګه د استخدام د پالیسئ باره کې مالومات ورکول
6. خصوي سکتور تر کافي حده پوري تشویقول
نړیوال علاج یا په نړیواله کچه فعالیتونه
لکه څنګه چې مو مخکې وویل چې نوساني اثرات په نړیواله سطح هم کیدای شي نو لاندې تدابیر باید په وخت ونیول شي
1. د اجناسو په تولید باندې نړیوال کنترول: د اجناسو په تولید باندې باید نړیوال کنترول قایم وي تر څو کوم شی په نړیواله توګه د ضرورت نه زیات تولید نشي او نه د بحران سبب شي.لیکن دا قسم تدابیر تر کافي حده پوري مشکل وي
2. پانګه اچونه باندې نړیوال کنترول
ددې نه هدف دا دی چې خوشاله هیوادونه په غریبو هیوادونو کې پانګه اچونه وکړي او دخلکو د ژوندکچه لوړه شي.دا باندې په نړیواله توګه هیوادونه مظبوط کړي او اقتصادي نوساناتو کې به هم کمښت راشي او اقتصادونه به زرغون حالت ولري