ژباړه: عطا محمد میاخېل
فولکلوریکه کیسه :
وو نه وو یو شتمن سوداګر و؛ دې سوداګر یوه ښایسته لور درلوده، چې غږ یې هېڅ نارینه، نه و اورېدلی او حتی هیچا یې ټیکری هم نه و لیدلی . یوه ورځ سوداګر هوډ کوي، تر څو له خپل کوچني زوی سره د سوداګرۍ په موخه یوه بل هېواد ته لاړ شي . مخکې تردې، چې سوداګر له کوره ووځي، خپلې لور ته یې وویل، چې زما د نه شتون په دوران کې هغه قصاب کوم چې زموږ په ګاونډ کې هټۍ لري، یوه ټاکلې اندازه غوښه به کورته راوړي .
کله چې سوداګر له خپل زوی سره په سفر لاړه، قصاب به هره ورځ یوه ټاکلې اندازه غوښه د هغوی کورته راوړله؛ هغه به دروازه ټکوله او غوښه به یې د سوداګر مېرمنې او یا د هغه وینځې ته سپارله . یوه ورځ د سوداګر مېرمن حمام ته تللې وه او وینځه هم په یوه بل کار پسې له کوره وتلې وه او په کور کې د سوداګر له لور څخه پرته هېڅوک نه وو، په همدې وخت کې قصاب راغی او دروازه یې وټکوله، دا چې په کور کې څوک نه وو، نو د سوداګر لور لاړه او دروازه یې ورته خلاصه کړه او غوښه یې ترې واخیسته . سره له دې چې قصاب هغه له نیم کښه دروازې ولیدله پرې مین شو، هغه د سوداګر په لور داسې زړه بایلوده او پرې مین شو، چې شپه او ورځ یې له سترګو څخه خوب کډه وکړه . قصاب نه پوهېده، چې څه وکړي، ځکه هغه پوهېده، چې له هغې سره مینه بېځایه ده او د نجلۍ پلار به هېڅکله دې ته چمتو نه شي، تر څو خپله لور ده ته ورکړي .
یوې بوډۍ ښځې تل د قصاب کورته تګ راتګ درلوده . د دې ښځې دنده دا وه، تر څو پېغلو ته خاوند پیدا کړي . یوه ورځ بوډۍ ښځې له هغه څخه پوښتنه وکړه : په دې ورځو کې ولې غمجن ښکاري او رنګ یې الوتی دی ؟ قصاب ټوله کیسه ورته وکړه او یوه اندازه پیسې یې هم ورکړې او له هغې څخه یې وغوښتل، ترڅو یو کار ترسره کړي، چې هغه نجلۍ له ده سره واده ته چمتو شي . بوډۍ ښځې له ده سره ژمنه وکړه، ترڅو په یوه نه یوه ډول هغه نجلۍ له قصاب سره واده ته چمتو کړي . دې مکارې ښځې د سوداګر کور ته تګ راتګ پیل کړ، په ډېره کمه موده کې یې په یوه ډول ځان د هغه لور ته ورنږدې او له هغې سره یې د ملګرتیا تارونه وغځول او له زرګونو دسیسو څخه په ګټه اخیستنې، هغې ته یې ځان ډېر خوا خوږی او مهربان ښکاره کړ . هغه د سوداګر په کور کې داسې مشهوره او روږدې شوه، چې د سوداګر لور به هغې ته ترور ویل . دې مکارې بوډۍ ښځې هغه خپله خوریۍ وګڼله . یوه ورځ بوډۍ ښځې نجلۍ ته وویل : زما ګرانې خوریۍ ! نن ډېره ستړې او غمجنه ښکارې، را ځه چې یو ساعت بازار ته لاړ شو او ځینې ښایسته څیزونه واخلو، چې ساعت مو تېر شي . بله ورځ یې هغه یوه بل ځای ته د چکر وهلو له پاره بوتله او دې کار ته یې تر هغه وخته دوام ورکړ، چې د هغې بشپړ باور یې تر لاسه کړ . بالاخره یوه ورځ یې هغې ته وویل : ګرانې لورې ! زه هوډ لرم، چې نن حمام ته لاړ شو، غواړم چې ته هم له ماسره لاړه شې . نجلۍ په پیل کې د هغې دا غوښتنه ونه منله، مګر د بوډۍ ښځې د ډېر ټینګار له امله دې ته اړ شوه، چې له هغې سره لاړه شي .
دې مکارې په هغه ورځ ټول حمام کرایه کړی و او قصاب یې د حمام د دېګي په یوه ګوښه کې پټ کړی و . هغې مخکې تر دې قصاب په دې پوه کړی و، چې غواړي د سوداګر لور په یوه چل او دسیسه حماته راولي او وروسته دروازه ورپسې وتړي، نو هغه په آزاده توګه کولای شي، چې هر کار یې زړه وغواړي له هغې سره یې ترسره کړي او هېڅوک به د ده مخه ونه نیسي .
کله چې پېغله حمام ته ننوته، بوډۍ ښځې یوه بانه وکړه او نجلۍ ته یې وویل : ګرانې خوریۍ ! ته همدلته اوسېږه؛ یوه څه مې هېر شوي، زه دباندې ځم، چې هغه راوړم؛ بېرته ژر راځم . هغه له حمامه بهر شوه او دروازه یې ځان پسې وتړله . په دې شېبه کې نجلۍ د حمام له جامو پرته په ځان کې بل څه نه لرل، چې ناڅاپه قصاب د اوبو له دېګي څخه خپل سر را پورته او د هغې په وړاندې ودرېده . د سوداګر لور ډېره هوښیاره او ځیرکه وه . هغه ډېر ژر په هغه پلان باندې، چې د دې په اړه جوړ شوی و پوه شوه . هغه وپوهېده، چې دا ټول چلونه او دسیسې د بوډۍ ښځې دي، چې دا یې دوکه کړې ده، نو د سوداګر لور قصاب ته وخندل او په ځانګړي ناز او اداګانو یې ورته وویل : اوه ! دا ته یې، ښه راغلاست درته وایم؛ څومره خوشاله شومه، چې تا په دې ځای کې وینم؛ هغې دغه راز ورته وویل : په کومه ورځ مې چې ته ولیدې، نو له همغې ورځې راهیسې مې ستا په اړه فکر کاوه . قصاب د نجلۍ له دې خبرو څخه ډېر خوشاله شو او ورته وې ویل، چې ما هم په تا باندې زړه بایللی، پرتا مین یم او تل مې ستا په اړه فکر کاوه؛ دا چې بریالی شوم یو ځل بیا تا ووینم، نو ډېر خوشاله یم . نجلۍ ورته وویل : دا چې ډېر ستړی یې، غواړم چې یوه اندازه اوبه راوړې، ترڅو یې درباندې تویې کړم، چې ښه ووینځل شې . قصاب په ډېرې خوشالۍ د هغې دا غوښتنه ومنله او د حمام په غولي اوږد وغځېد او نجلۍ د حمام مسي سطل له اوبو څخه ډک او ورباندې یې تش کړ، وروسته له دې چې څو سطله اوبه یې پرې تشې کړې؛ لاړه او سطل یې له سرو اوبو ډک او د هغه پر سر یې تش کړ، له دې وروسته یې د قصاب کوپړۍ څو ځله په مسي سطل ووهله، تر دې چې له سر او مخ څخه یې وینې را وبهېدې . هغې په ډېرې بیړې خپلې جامې واغوستلې او د حمام دروازه یې ماتې کړله او د کور په لوري یې منډې کړې .
بوډۍ ښځه، چې د حمام په یوه ګوښه کې پټه شوې وه، یو ساعت وروسته له ځان سره فکر وکړ او وې ویل : راځه چې لاړه شم او وګورم، چې قصاب څه کوي ؟
هغه د حمام په لوري وخوځېده، ګوري چې د حمام دروازه پرانیستې ده، کله چې حمام ته ننوته، ګوري چې د قصاب سر او مخ په وینو ککړ دي او هڅه کوي، چې له ځمکې نه را پورته شي . هغه د دې صحنې په لیدو ډېره خواشینې شوه او له قصاب سره یې د هغه په جامو اغوستلو کې مرسته وکړه او هغه یې کورته ورساوه، داسې نه چې نجلۍ خپل پلار ته لیک ولیکي او دا ټوله کیسه ورته و کړي، نو هغوی ژر سوداګر ته په لاندې شرحه لیک ولیکه :
ګرانه دوسته !
ستاسو له لارښوونې سره سم به ما هره ورځ ستاسو د اړتیا وړ یوه اندازه غوښه ستاسو کور ته در لېږله، ترڅو ستاسو د کورنۍ په وړاندې خپله دنده ترسره کړم، مګر هغه څه، چې زما د دوست په درنه کورنۍ کې پېښ شول، ومې نه شو زغملی . زه نه شم کولای، چې له دې څخه زیات دا راز له ځان سره پټ وساتم، چې زما د دوست یوازینۍ لور له کوم شمېر ځوانانو سره اړیکه لري . له دې څخه وېره لرم، که چېرې هغه خپلې دې کړنې ته دوام ورکړي، سبا به زما د دوست د کورنۍ په لمن یو بد داغ ولګوي .
کله چې سوداګر لیک تر لاسه کړ، نو د قصاب په خبرو یې باور وکړ او د قار او غوسې په اور کې وریت شو . هغه خپل زوی را وغوښته او ټولو کیسه یې ور ته وکړه . زوی یې د خپلې خور له دې کړنې څخه ډېر وشرمېده او هغه هم ډېر په غوسه شو . سوداګر خپل زوی ته وویل : ګوره زویه ! موږ نور هېڅ چاره نه لرو . موږ په هېڅ وجه نه شو کولای، چې د نوم بدۍ دا تور داغ وزغمو . زما په اند د دې ستونزې یوازینۍ د حل لار، چې کولای شي زما زړه آرامه کړي داده، چې ته کورته لاړ شې او په دې بانه، چې زه مې په خپلې لور پسې خپه شوی یم او غواړم، چې هغه ووینم، له کوره یې بهر کړې، کله چې له ښاره ښه لرې شوې، نو د دښتې په منځ کې، په دې چاقو چې زه یې درکووم، ستونی یې ور پرې کړې او دا بوتل د هغې له وینو څخه ډک کړې، تر څو یې وڅکم او خپل زړه پرې سوړ کړم .
سوداګر چاقو او بوتل دواړه خپل زوی ته ورکړل او هغه یې ولېږه . څو ورځې وروسته هغه خپل کورته ورسېده او خپلې خور ته یې وویل : پلار مې ډېر درپسې خپه شوی او غواړي چې تا وویني . د سوداګر لور د خپل ورور په خبرو باور وکړ او ډېره خوشاله شوه، خپلې جامې او د مسافرۍ وسایل یې را ټول او ژر ترژره تګ ته چمتو شوه، ترڅو خپل پلار وویني . هغه له خپل ورور سره د یوه نا مالوم سرنوشت په لوري وخوځېده . هغوی اوږده موده مسافري وکړه، تر دې چې دښتې ته ورسېدل، کله چې د دښتې منځ ته ورسېدل، نو ورور یې ودرېده او ټوله کیسه یې خپلې خور ته وکړه، له دې وروسته یې هغه چاقو کوم چې پلار یې ورکړی و، را وویسته او دې ته چمتو شو، ترڅو خپله خور ووژني . نجلۍ ورته وویل : ګرانه وروره ! که ته او پلار مې په دې خوښ یاستئ، چې زما وینې تویې کړئ، زه چمتو یم چې ستاسو له پاره ځان قربان کړم، مګر باور ولرئ، چې دا ټولې خبرې بې بنسټه او یوازې یو ناحقه تور دی، چې پرما باندې پورې شوی دی .
کله چې ورور یې د هغې عذر او زارۍ واورېدې، نو زړه یې پرې وخوږېده . هغه خپله خور خوشې کړه، مګر د دې له پاره چې د خپل پلار غوښتنه پرځای کړي، نو یوه سارایي کوتره یې ووژله او بوتل یې د هغې له وینو څخه ډک او خپل پلار ته یې وروړ، پلار یې د وینې بوتل وڅکه او ژوره ساه یې وویسته ( اوس مې زړه یخ شو ) .
مګر د سوداګر لور په هغه سوزنده دښته کې ډېرې ورځې ژړانده او سرګردانه پاتې شوه . هغه څو ورځې دې خوا او هاخوا وږې و تږې ګرځېده، تر دې چې بالاخره یې په لرې واټن کې یوه جلګه ولیده، چې په هغې کې شنو ونو شتون درلوده. د سوداګر لور په هغه لوري ور روانه شوه، کله چې هغه ځای ته ورسېده، نو هلته یې یوه چینه ولیده، چې رڼې او پاکې اوبه پکې بهېدې او د غه راز د رڼو او صافو اوبو یو حوض یې ولیده، چې په وړاندې یې شتون درلوده، هغه د حوض په غاړه کې کېناسته، خپل لاس وپښې ووینځل، یوه اندازه اوبه یې وڅکلې او خپله تنده یې پرې ماتې کړه، هغې بیا هم یوه اندازه اوبه په لپه کې را واخیستې او په خپل سر و مخ باندې یې وشیندلې . ناڅاپه یې دوړې او خاورې ولیدې، چې له دې څخه په لرې واټن کې له دښتې څخه راپورته شوې وې، هغه پوه شوه، چې دا دوړې او خاورې د آسونو د سمانو له امله را پورته شوې دي، چې په دې لوري را منډې وهي . هغه خاموشه ودرېده، مګر مخکې تر دې، چې د هغوی آسونه چینې ته را نږدې شي د سوداګر لور هغې ونې ته وخته، کومه چې د چینې تر څنګ ولاړه وه؛ کله چې آسونه چینې ته را ورسېدل، نو شهزاده له خپل آسه را کوز شو او خپلو کسانو ته یې امر وکړ، چې خپل سفر ته دوام ورکړي او زه به د حوض تر غاړې د یوې کمې مودې له پاره ویده شم، نوموړي هغوی ته وویل : کله چې را ویښ شوم، نو په تاسو پسې به درشم . له دې وروسته کله چې هغه د چینې په غاړه ناست و او اوبه یې څکلې، نو ناڅاپه یې د یوې ښکلې نجلې په څېره سترګې ولګېدې، چې د اوبو په سطح باندې ښکارېده . هغه خپل سر را پورته او سترګې یې په ښایسته نجلۍ ولګېدې، چې د ونې په ښاخ باندې ناسته وه .
شهزاده له یوې اوږدې مودې راهیسې د یوې ښکلې نجلۍ په لټه کې و، چې مخ یې سپوږمۍ ته ورته وي، مګر په دې نه و بریالی شوی، چې هغه پیدا کړي . د سوداګر لور په یوه لیدنه کې وکولای شول، چې د شهزاده زړه غلا کړي . شهزاده نارې کړې : ته څوک یې او په دې لوی بیابان کې یوازې څه کوي ؟ راښکته شه . نجلۍ له ونې څخه را کوزه شوه او داسې یې وښوده، چې ګویا لاره یې ورکه کړې ده، مګر وروسته له دې چې ډاډه شوه، چې شهزاده یو ښه سړی دی، نو خپله ټوله کیسه یې ورته وکړه، مګر دا ځل شهزاده په بشپړه توګه د سوداګر په لور مین شو او هغه د خپل آس له خورجین څخه یوه اندازه، ډوډۍ، پنیر او غوښه را وویستل، وروسته له دې چې هغه یې په ګډه وخوړل، نو فوراً په خپل آس باندې سپور شو او نجلۍ شاته په ځان پسې کېنوله . هغوی مزل پیل کړ، شهزاده خپل آس ګړندی ځغلاوه، تر دې چې بالاخره یوې سیمې ته ورسېدل، چې کسان یې هلته ولاړ وو؛ شهزاده او نجلۍ له آسه را کوز شول. په لومړیو کې د شهزاده افراد د نجلۍ په لیدلو ډېر حیران شول، مګر کله چې شهزاده له هغې سره د خپل لیده کاته په اړه هغوی ته ټوله کیسه وکړه، نو ډاډه شول. هغوی ټولو هوډ وکړ، ترڅو په همغه ځای کې شپه تېره کړي، په کوم کې یې چې کمپ جوړ کړی و . شهزاده خپل یوه نوکر ته امر وکړ، ترڅو د نجلۍ له پاره یوه ځانګړې خیمه ودروي او ټوله شپه د خیمې تر شاه پیره وکړي، ترڅو نجلۍ ته کوم زیان ونه رسېږي .
مګر د شهزاده نوکر ښه سړی نه و . هغه د شپې ناوخته، په داسې حال کې چې ټول په خواږه خوب ویده ول، ورو د نجلۍ خیمې ته ور ننوت، نجلۍ د هغه په لیدو ډېره وارخطا شوه او له هغه څخه یې وپوښتل، چې څه غواړي؟ نوکر ځواب ورکړ : زه د دې له پاره خیمې ته راننوتم، چې ته ونه وېرېږې، هغه زیاته کړه : فکر کووم، چې دا کار به ښه نوي، چې یوه پېغله یوازې ویده شي . نجلۍ د نوکر سترګو ته وکتل او ډېره ژر د هغه په بد نیت باندې پوه شوه. هغه وپوهېده، چې دا نوکر غواړي په دې باندې تېری وکړي، مګر سره له دې هم، هغې ځان ونه بایله او غوسه نه شوه . هغې وویل : ډېر ښه ښاغلیه ! په رښتیا چې ته یو مهربان شخص یې، چې زما په څېر د یوې بېوزلې نجلۍ په فکر کې یې، نو دا چې ته دلته یې، راځه زما مېلمه شه، راشه دلته کېنه، زه هم غواړم، چې له تا سره خبرې وکړم .
دا چې نجلۍ ده ته لېواله شوه، نو ډېره خوشاله شو او دا چې هوډ یې کړی و، ترڅو خیمې ته ننوځي ډېر خوښ و. کله چې د شهزاده نوکر یې ترڅنګ کېناسته، نجلۍ له خپله ځایه پورته شوه او ورته وې ویل : ته دلته کېنه زه ځم چې یو ښه څیز درته راوړم . نجلۍ له خیمې څخه ووته، په منډه د آسونو په لور لاړه او په یوه ځواکمن آس باندې سپره شوه او په ګړندي ډول د شهزاده په لور لاړه، هغه د سترګو په رپ سره د کمپ د اوسېدونکو له نظره ورکه شوه .
نوکر په خیمه کې په تمه ناست و، بالاخره بې حوصلې شو او له خیمې څخه را ووت، ترڅو ووینې، چې نجلۍ باندې څه شوي دي . په دې وخت کې آسونو شڼهاری پیل کړ او دا د دې لامل شو، چې ساتونکي له خوبه را ویښ شي، کله چې هغوی د نجلۍ په خیمه کې څراغ ولیده، نو خیمې ته ور ننوتل او هلته یې د خیمې ساتونکی ولیده، حیران شول او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه، چې آسونه ولې داسې شڼهاری کوي ؟ کله چې هغوی آسونو ته ورغلل، ګوري چې د شهزاده آس په خپل ځای کې نه شته؛ هغوی غږ وکړ او هڅه یې وکړه، ترڅو تښتېدلی آس پیدا کړي . هغوی ډېره لټه وکړه، خو څه په لاس ورنغلل . هغوی دا ستر راز له ځان سره پټ وساته، تر دې چې د خیمې ساتونکي سهار وختي شهزاده ته راپور ورکړ، چې د سوداګر لور د شهزاده له آس څخه په ګټه اخیستنې له خیمې څخه تښتېدلې ده، مګر اصلي خبره یې پټه کړه .
اوس نو شهزاده ډېر پام کاوه، ځکه چې د مینې او محبت نښې نښانې یې د نجلۍ په سترګو کې لیدلې وې او هغه په دې باور نه کاوه، چې نجلۍ دې پرته له کوم دلیله له خیمې څخه تښتېدلې وي، په هر حال هغوی د هغه ښار په لوري وخوځېدل، کوم چې له دې ځایه ډېر لرې و، هغوی ټوله ورځ مزل وکړ، تر دې چې بالاخره ماښام هغه ښار ته ورسېدل، په دې ټوله موده کې شهزاده هڅه کوله، ترڅو نجلۍ پیدا او د تېښتې د لامل پوښتنه ترې وکړي. هغوی یوه کاروانسرای ته نږدې پلي شول، د کاروانسرای خاوند ډېرې ښې او سترې کوټې د هغوی په اختیار کې ورکړې .
د سوداګر لور هم په همدې کاروانسرای کې تم شوې وه، ترڅو هم خواړه وخوري او هم استراحت وکړي، دا چې هغې له ځان سره کافي پیسې نه لرلې، نو خپل وېښتان یې په یوه پټکي کې وپوښل او یوه اندازه دوړې او خاورې یې هم پرې وموښلې، زړې جامې یې واغوستې او د کاروانسرای له مالک څخه یې وغوښتل، ترڅو یې د نوکر په صفت په کار وګوماري . مخکې تر دې، چې نجلۍ ښارته ننوځي، خپل آس یې له کاروانسرای څخه لرې په یوه سیمه کې خوشې کړی و، له بلې خوا شهزاده په دې باور و، چې یوه ورځ نه یوه ورځ به ورکه شوې نجلۍ پیدا کوي، په همدې وخت کې د افرادو له ډلې څخه یوه یې شهزاده ته خبر ورکړ، چې آس دې له ښاره بهر په داسې حال کې چې سر ګردانه یې یوې او بلې خواته منډې وهلې پیدا شوی دی، دې راپور شهزاده نور هم باوري کړ، چې هغه کولای شي یوه ورځ نجلۍ پیدا کړي .
په همدې شپه د سوداګر له لور څخه ( وروسته له دې چې په ګنجي هلک مشهوره وه ) وغوښتل شول، چې د شهزاده او د هغه د ساتونکو په چوپړ کې واوسي . وروسته له دې چې هغې چلمونه، تنباکو سره له مېوې او د هغوی نور غوښتل شوي څیزونه ورته چمتو کړل، خپله په دروازه کې په ګونډو کېناسته . د شپې له ډوډۍ وروسته هغوی له ګنجي هلک څخه وغوښتل، ترڅو د دوی د خوښۍ له پاره یوه ننداره ترسره کړي : ښه ګنجی هلکه ! ته څه هنر او کمال لرې، چې په دې مېلمستون کې یې ګومارلی یې ؟
ګنجي هلک ځواب ورکړ : زما هنر داده، چې زه کولای شم تاسو ته ډېرې ښې او خوږې کیسې وکړم . شهزاده له هغه څخه وغوښتل ترڅو خپله یوه په زړه پورې کیسه دوی ته وکړي . ګنجي هلک ژمنه وکړه، چې راتلونکې شپه به د یوه شهزاده او یوې نجلۍ د مینې بې پایلې کیسه، چې بالاخره نجلۍ مجبورېږي، چې له شهزاده څخه وتښتي دوی ته وکړي . سره له دې چې شهزاده د سوداګر لور ونه پېژانده، مګر هوډ یې وکړ، تر څو هغه څه چې نجلۍ ته ورپېښ شوي دي واوري، مګر ګنجي هلک وویل : زه په دې شرط دا کیسه تاسو ته کووم، چې شهزاده یو شمېر کسان، چې زه یې هغه ته ورښیم هم د دې کیسې د اورېدلو له پاره دلته را وبلي، له دې وروسته هغې د قصاب او د خیمې د ساتونکي او د هغه د پلار او ورور نوم یې شهزاده ته ورکړ . شهزاد سهار وختي خپلو سړیو ته امر وکړ، ترڅو سوداګر، د سوداګر زوی او قصاب مېلمستون را وغواړي، د شهزاده حکم پر ځای شو او بله شپه سوداګر له خپل زوی او قصاب سره مېلمستون ته راوستل شول . شهزاده هغوی ته وویل، چې نن شپه تاسو زما ځانګړي مېلمان یاستی .
وروسته له دې، چې د شپې ډوډۍ وخوړل شوه او چای چمتو شو، نو شهزاده له ګنجي هلک څخه وغوښتل ترڅو خپله کیسه ور واوري . ګنجي هلک وویل : زه د یو لړ شرطونو پربنسټ چمتو یم، چې خپله کیسه تاسو ته در واوروم . هغه وویل : که چېرې تاسو زما شرطونه منئ، نو زه چمتو یم، ترڅو خپله په زړه پورې کیسه تاسو ته وکړم .
د مجلس ټولو حاضرینو له هغه سره هوکړې ته ورسېدل او وې ویل : ګنجی هلک دې خپل شرطونه ووایي . ګنجي هلک وویل : زما لومړی شرط دادی، چې د کوټې دروازه دې وتړل شي او هېڅوک نه شي کولای، چې د کیسې په لړ کې له کوټې څخه ووځي . دویم شرط یې دا و، چې د کیسې ویلو په لړ کې هېڅوک د خبرو کولو حق نه لري او ټول باید غوږ ونیسي او بله دا چې هېڅوک نه شي کولای، چې ویده شي . دواړه شرطونه د حاضرینو له خوا ومنل شول او هغه د سوداګر لور تر سرلیک لاندې خپله کیسه پیل کړه .
د سوداګر لور، چې اوس ګنجی هلک ترې جوړ شوی، یوه لونګۍ او یوه جوړه زړې نارینه جامې یې پر تن دي .
کله چې د سوداګر زوی کیسه واورېده، نو هرڅه ور په یاد شول او وې غوښتل، چې څه ووایي، مګر ګنجي هلک ورته اشاره وکړه، ترڅو خاموشه کېني . د کیسې په منځ کې د قصاب د مخ رنګ والوت او پرې چیغې یې کړې : چوپ شه ناولیه هلکه . ستا کیسه هېڅ په زړه پورې نه ده او د اورېدلو ارزښت نه لري . ګنجي هلک په دې ځای کې خپله کیسه ودروله او وې ویل : زه نه غواړم، چې خپلې کیسې ته دوام ورکړم، ځکه قصاب کاکا مې خپه کېږي، مګر شهزاده قصاب ته امر وکړ، چې غلی شي او ګنجي هلک ته یې اشاره وکړه، تر څو خپلې کیسې ته دوام ورکړي . ګنجي هلک خپلې کیسې ته دوام ورکړ، تردې چې هغې برخې ته ورسېد، چې په هغې کې د خیمې ساتونکي خپل رول لوبولی و . په دې ځای کې هغه ودرېده او وې ویل : که چېرې زه خپلې کیسې ته دوام ورکړم، نو کېدای شي د خیمې ساتونکی، چې په دې مجلس کې حضور لري خپه شي، مګر شهزاده بیا هم ورته اشاره وکړه، ترڅو خپلې کیسې ته دوام ورکړي .
کله چې کیسه هغه ځای ته ورسېده، چې د سوداګر لور خپله څېره بدله کړې ده او په دې کاروانسرای کې د یوه نوکر په صفت ګومارل شوې ده، د سوداګر زوی په هر څه پوه شو، هغه د ګنجي هلک په لور منډې کړې او لونګۍ یې د هغه له سر څخه لرې کړه؛ ناڅاپه د یوې پېغلې اوږده او ښکلي وېښتان، چې د لونګۍ لاندې پټ شوي پرمخ یې را ځوړند شول؛ کله چې حاضرینو د سوداګر ښکلې لور ولیده، نو ټول حیران شول . شهزاده ژر تر ژره خپله توره له تېکي را وویسته او اخطار یې ورکړ، چې هېڅوک نه شي کولای له خپله ځایه وښورېږي، شهزاده نجلۍ په خپله غېږه کې ونیوله او وې ویل، چې دی به ټولو بدو او شریرو کسانو ته سزا ورکوي . د سوداګر خوله له ډېرې حیرانتیا وازه پاتې وه، هغه خپله لور وپېژانده او د خوښۍ اوښکې یې له سترګو څخه را وبهېدې .
شهزاده، قصاب او د خیمې ساتونکی د بد نیت او له نجلۍ سره د خیانت په خاطر په خپله سزا ورساوه او له دې وروسته یې له نجلۍ سره واده وکړ .