لیکنه او تحلیل: محمد عالم امین
څو ورځې وړاندې مو یو عکس تر سترګو شو، داسې یو عکس، چې په لیدو ېې د هر انسان د سترګو اوښکې تویه ولې. ویل کیږي، چې یاد ماشوم د سورې مهاجر او ترکیه ته ېې د جنګ له کبله پناه وړه،خو د سمندر اوبو بلې نړۍ ته بوته.
پرون د ملل متحد سازمان د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ سازمان، خاصې استازې ښاغلې انجیلا جولې، په خپلو ویناوو کې وویل “ نږدې ۴ میلونو سوریايي وګړو مختلفو هیوادو ته پناه وړې. نړیوال انساني قانون: ظلم، زیاتی، د ښوونځیو او هسپتالونو په نښه کول په کلکه غندي. خو دغه جرایم ورځ تر بلې په سوریه کې تر سره کیږي. خبرو کې ېې زیاته کړه، د امنیت شورا حق لرې، چې د نړیوالې سولې د قایمولو لپاره، دغو ګواښونو ته ځواب ووایي، خو بدبختانه د سورې په اړوند د امنیت شورا له دغې حق څخه استفاده نده کړې”.
اوس سوال دادی، چې ولې د امنیت شورا د نړیوالې سولې د راوستو لپاره د بشارل الاسد پر رژیم نظامي یرغل نه کوي ؟
پوهیږو، چې د امنیت په شورا کې ټولټل ۱۵ هیوادونه دي، چې پنځه ېې دایمي یا P5 (امریکا، برتانیه، فرانسه، روسیه او چین) او ۱۰ نور موقتي هیوادونه، چې د ملل متحد سازمان د عمومي شورا لخوا امنیت شورا ته د یو وخت لپاره ور پیژندل کیږي. د امنیت په شورا کې رایه اچونه په ټولو مهمو چارو ( په یو هیواد یرغل، د ملل متحد سازمان څخه د یو هیواد اخراج، په یو هیواد نظامي یرغل…) کې ۹/۱۵ رایه ده. یعنې د پنځلسو رایو څخه به نهه مثبتې رایه اخلې، خو د پنځو دایمې هیوادونو مثبته رایه پکې حتمي او شرط ده. که چیرې یو د دې پنځو دایمي هیوادونو څخه منفي رایه ورکړي، نو بیا هغه پریکړه نه تر سره کیږي، چې دې ته په امینت شورا کې د ویټو پارو Veto Power وايي.اوس روسیه او چین نه غواړې، چې په یاده پریکړه کې مثبته رایه وکړي، ترڅو پر سوریه نظامې یرغل وشي.
ولې چین، روسیه او ایران د سوریې هیواد ملاتړ کوي؟
ځکه
لومړی: روسیه
روسیه نظر لاندې دلایلو ته نه غواړې چې د سورې پر رژیم نظامي یرغل وشي :
۱: د اقتصادي اړیکو له کبله:
سوریا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په لوړه کچه د روسې څخه اسلحه واردوي. د سوریا هیواد د روسې د دفاعي تصدیو سره تر ۴ بیلون ډالرو پورې قراردادونه تر سره کړي. د سورې هیواد په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کالونو کې د روسې څخه د ۱۶۲ میلون ډالره د سلاح اخیستې. همدارنګه د دواړو هیوادونو لخوا د جیټ الوتکو ۵۵۰ میلون ډالرو یو قرارداد هم امضاء شوی. سربیره پردې نور بحري او نظامي قراردادونه هم دواړو هیوادونو تر سره کړي.
۲: د نظرې په اساس
بشارل الاسد د روسې کمونستي نظرې له پلویانو څخه شمیرل کیږي. که تاریخ ته لږ نظر وکړو، د سوړ جنګ په دورانو کې امریکا او روسې غوښتل، چې د نړۍ هیوادونه را خپل کړي. هماغه وه، چې امریکې په اروپا کې د ناټو سازمان په دې خاطر رامنځته کړ، چې د کمونیزم مخه ډپ کړي.په مقابل کې روسې د وارسا تړون رامنځته کړ، تر څو د کپیټلزم د نظرې مخه ډپ کړي. اوس مهال روسیه په امریکا بې باوره ده، چې د انسانې کمکونو، د ډیمکراسۍ په نارو او بلاخره د نظامي یرغل په بهانه په سوریه کې خپل پلوی رژیم منځته راولي او سوریه به ترې خپله کړي. نو په همدې اساس روسیه هغه پریکړه چې په سوریه نظامي وشي ویټو یا ردوي.
دوهم: چین
چین په سوریا کې خپلې زیاتې ګټې او غوښتنې لري.
ځینې وايي، چین غواړي سوریه سره مالي اړیکې قایمې کړي. ویل کیږي، چېد ۲۰۱۰ کال په تجارتي اړیکو کې سوریا د چین دریم صادرونکی هیواد ګڼل کیده. همدارنګه چین، سوریه د تجارت لپاره یو ښه ملګری ګڼي. چین غواړي، چې د سوريې بحران په ډپلوماتیکو هڅو پای ته ورسي، نه نظامي. چین د نظامي یرغل څخه ویره لري،چې د دغه نظامي یرغل پایله د لیبیا په څیرمه نشي.
دریم: ایران
ایران او روسیه دواړه په سوریه کې ورته ګټې لري، ایران د سیمې د ځبر ځواک په لرو سره، نظر لاندې نقطو ته په کتو نه غواړي چې په سوریه حمله وشي، مذهبي او ستراتیژیکې
۱: مذهبي: ایران په نړۍ کې د شعیو نفوسو تر ټولو ستر هیواد دی. بشارالاسد هم د شعیه نظریې پیروان دی. ایران هغه وخت په سوریا د ملګري حساب وکړ، چې ایران د عراق سره په اتو کالو جنګ کې نښتی او سوریې ېې په هماغه وخت کې ملاتړ کاوه. په همد اساس ایران نه غواړي، چې سني مذهبه د بشارالاسد مخالفین کامیابۍ ته ورسي، که چیرې مخالفین د بشارالاسد حکومت را نسکور کړي، ایران دوه ګټې له لاسه ورکوي:
a: سعودې به کامیابه شي، ځکه سعودي او قطر هغه هیوادونه دي، چې د بشارالاسد مخالفین حمایه کوي. او په سمیه کې ایران، سعودي عرب یو لوی سیال ګڼي، او هیڅکه هم ایران نه غواړي چې سعودي په سیمه کې په کامیابۍ وویني.
b: ایران نه غواړي، چې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ شي، ځکه په تلو سره ېې شعیه نظریه هم شاید په سوریه کې له منځه لاړه شي.او ځای به ېې سني مذهب وونیسي، او د سوریه به د ایران له لاسه ووځي. ایران دا هم نه غواړي، ځکه ایران په دې لټه کې دی، چې په سیمه کې شعیه نظریه خپره کړي.
۲: ستراتیژیک ملګری:
حزب الله چې یوه لبناني شعیه نظامي او ایران پلوې ډله ده، او په سوریه کې ورته ټریننګ او نور تمویل ورکول کیږي. دغه شعیه ډله چې لبنان کې خپل فعالیتونه پر مخ بیايي، نو د ایران په وینا له لبنان نه کولای شي، چې د همدې ډلې په ملاتړ اسرائیل تحدید او تر فشار لاندې راولي، ځکه لبنان او اسرائیل سره هم سرحدي دي.ایران کولای شي، چې په لږ واټن مزایلو سره اسرائیل د همدې ډلې په واسطه تحدید کړي. په کال ۲۰۰۹ په دمشق کې یو امریکايي ډپلومات له دې پرده پورته کړه، چې حزب الله ډلې ته سوریه مزایل ورکړي. نو ایران د حزب الله د ډلې په خاطر هم نه غواړي، چې د بشارالاسد رژیم را نسکور شي، ځکه بیا به ټریننګ چیرته ورکوي. د غربي استخباراتو پر بنسټ اوس مهال ایران د سورې حکومت او خلکو سره استخباراتي، نظامي، ارتباطي، غذایي او انساني مرستې کوي، حتی تر دې، چې هغه افغانان چې په ایران کې د مزدورۍ لپاره تللي، مجبوره وي، چې د یو څو ډالرو په مقابل کې د سورې جنګ ته لاړشي، خصوصا هزاره قومي افغانان. د ایران رئیس جمهور حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، وايي: “سوریه د نړیوالې دسیسې ښکار شوی”.
ایران پدې عقیده ده، چې غرب او تقریبا ټول عربي هیوادونه غواړي، چې د سوریه رژیم را وپرزوي تر څو دغه سیمه اسرائیلو ته په لاس ورکړي.
اخځلیکونه
CNN ویب سایټ
Center for Strategic and International Studies Russia and Eurasia Program
International Peace Research Institute
You also might be interested in
راپور: حبیب وقار کابل ادبي بنډار بیا هم د تېر[...]
لیکنه: لقمان حکیم حکمت ايا فلسطين په ديني يا تاريخي[...]
لیکنه: نجیب الله خان لومړی خو باید دا ووایم چې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی