دا تیوري د گوگل شبکی د CEO ده.
ژباړه: احمد ضیا ابدالی
دغه نظریه د شخصیت د پرمختگ لپاره ډیره ضروری ده.
په یوه هوټل کی ناڅاپه یو سور مېړنی له یوی خوا را والوتی او په هوټلکی د یوې ښځې پر جامو کېناست.
هغې په ډیر وارخطایي سره چیغی شروع کړې او ډاریې له ورایه پر مخ ښکاریده.
پر خپل ځای باندی غورځېده او په خپلو لاسونو سره یی کوښښ یې کاوه چې سور مېړنی له جامو لیرې کړي .
په دې کار بریالئ کیږي او سور میړنی له خپلو جامو لرې کوي خو سور میړنی دبلې میرمنې په جامو کیني.
اوس نو دهغې د چیغو او نارو سورو وار شو، هغې په خپلو چیغو دغې ډرامې ته ادامه ورکړه.
گارسون هم سمدلاسه دهغې بلې میرمنې دژغورون لپاره ځان راورساوه. په همدې وخت کې سور میړنی د ګارسون په جامو کیناست.
گارسون په ډیره ارامۍ د هغه و حرکت ته متوجه و او په لاس کی یی ونیو،له هوټل څخه یې دباندی وایست.
ما چې خپله قهوه ،څښه، په دماغ کې می یو سوال پیدا شو.
ایا د دوی د دومره شور ماشور او غوغا لامل سور مېړنی وو؟
که هغه وو٬
نو گارسون ولې دومره شور و نه کړ او په ډیر دقت سره یی هغه له خپلو جامو نه لرې کړ؟
دا سور مېړنی نه دی. بلکی د خلکو ناتوانی ده چې نه شی کولای پر هغه ناراحتی باندې قابو پیدا کړی چی سور میړنی یی لامل دی.
نو زه په دی پوه شوم چی دا زما دپلار ٬ د دفتر د مشر او د خانمی ناری (چیغی) نه دی چی ما ناراحته کوی بلکی زما ناتوانی ده چی نه شم کولای دغه ناراحتی قابو کرم.
دا د ترافیک رش نه دی چې ما په عذابوي بلکې زما ناتوانی ده چې هغه څه نه شم کنترول کولای چی زما د په عذابیدو سبب گرزی.
موږ باید د مشکل په وړاندی عکس العمل نه بلکېجواب شکاره کرو.
هغوښځو عکس العمل شکاره کړی لیکن گارسون هغه ته جواب ورکری.