ليکنه: زاهد خليلي
زياتره مؤرخينو د سومنات د جګړې لامل سياسي ښوولی دی. ويل کيږي چې سومنات د هندوانو ستر او مشر بت و او د هندوانو نورو ټولو کوچنيو بتانو ته په قهر شوی و؛ نو د سومنات بت د قهر له امله و چې محمود غزنوي راغی او ټول يې له منځه يوړل. کله چې زياتره بتان او عبادتځايونه د محمود غزنوي لخوا وران شول، د هندي مذهب زياتره مشران او عام وګړي په سومنات راټول شول او د خلاصون دعاګانې يې کولې. دغه ځای (د سومنات د بت مندر) د محمود غزنوي پر ضد د منفي تبليغاتو د خپرولو په يو ستر مرکز بدل شو، له همدې ځای نه د محمود پر ضد پروپاګند کېده، هندي راجاګان او عام خلک د محمود پر ضد جګړو او پاڅون ته هڅول کېدل. محمود غزنوي مجبور شو چې دلته راشي او دغه د خپل ځان پر ضد د پروپاګند ستر مرکز له منځه يوسي. دا چې دلته دغه بت موجود و؛ نو ړنګول يې حتمي شول، محمود غزنوي دغه بت مات کړ او په بت شکن مشهور شو؛ نو د محمود غزنوي لخوا د دغه بت (سومنات) ماتول سياسي اړخ لري، که په ښکاره ټکو ووايو، د محمود لخوا د سومنات د بت ماتول هېڅکله هم مذهبي اړخ نه درلود.
د سومنات بت چې د هندوانو لپاره د ټولو بتانو نه ډېر محترم او نږدې د ټولو بتانو مشر بت ګڼل کېده، محمود غزنوي هغه ټوټې ټوټې کړ. په همدې بتخانه کې يوه ډېره لويه خزانه هم وه چې محمود يې له ماتولو وروسته ډېر څه ترلاسه کړل او بت يې د يوه روايت له مخې څلور ټوټې کړ، دوه ټوټې يې مکې شريفې ته ولېږلې او دوه يې غزني ته راوړې. هغه په خپلو دغو حملو کې د سومنات د بتخانې د ثروت د ترلاسه کولو لپاره په ۱۰۲۴ز کال هغې خواته لښکر کشي وکړه، تر څو د سرو زرو هغه قيمتي خزانه چې د پېړيو په اوږدو کې راټوله شوې وه، ترلاسه يې کړي. دا چې محمود غزنوي ولې په سومنات او د هندوانو په نورو مندرونو (عبادتځايونو) حملې وکړې، په اړه يې ليکوالو بېلابېل نظرونه ورکړي دي. ځينې (د خليلي او غبار په ګډون) کوښښ کوي چې د محمود غزنوي دې کار ته ديني (اسلامي) رنګ ورکړي او داسې وښيي چې محمود غزنوي دا کار د هندي مذهب د دښمنۍ، په هند کې د اسلام د خپرېدو او د هغوی د مذهب د له منځه وړلو لپاره کړی دی.
ډاکټر ناظم او مفتي شوکت علي فهمي د محمود غزنوي لخوا د بتانو ماتولو په اړه د نورو ليکوالانو نه جلا نظر لري. دوی د محمود لخوا د بتانو ماتولو ته ديني رنګ نه ورکوي او هغه متعصب او مذهبي فرقه پرست (ډلګۍ خوښوونکی) نه ګڼي. ډاکټر ناظم ليکي په واقيعيت کې مذهبي مسائل په يوه فاتح باندې ډېره لږه اغېزه کوي، هېڅ داسې نه ښکاري چې سلطان دې د خپلو فتوحاتو په نقشه کې له هغو څخه اغېزمن شوی وي. فهمي ليکي چې د بتانو د ماتولو يو لامل خپله هندوان هم دي چې دوی په مندرونو (عبادتځايونو) کې د محمود غزنوي پر ضد منفي تبليغات کول او هغه يې د محمود غزنوي پر ضد د کرکې او نفرت د خپرولو مرکزونه ګرځولي وو. هغه ليکي، دغه د بتانو د ماتولو مرض هغه مهال محمود ته پېدا شو، کله چې د محمود په فوځ کې د مسلمانانو سربېره هندوان هم شامل شوي و. حقيقت دادی چې د محمود په لاس د نګرکوټ، متهرا او د سومنات د عبادتځايونو او بتانو ماتول د (مذهبي) فرقه پرستۍ له جذبې سره هېڅ اړيکه نه درلوده؛ بلکې د پنډتانو بې عقلۍ، فتنه اچونې او د غرض خوښوونکو جاسوسۍ سلطان محمود مندرونو ته متوجه کړ. ورپسې ليکي، که چېرته محمود له مندرونو او بتانو نه کرکه درلوده؛ هغه به يوازې دغه يو يا دوه مندرونه نه وای وران کړي؛ بلکې د متهرا پاتې ټول (زر) مندرونه به يې هم ويجاړ کړي وو او همداسې په پنجاب کې به يې يو مندر هم نه وای پريښی، په داسې حال کې چې په پنجاب کې يې يوه مندر ته هم لاس ورنه وړه. د مندرونو د دولت (خزانو) پرته هغه څه چې محمود يې دغو مندرونو ته په مخ اړولو مجبور کړ، هغه د برهمنانو او پنډتانو هغه پروپاګند و چې دوی به په همدې مندرونو کې د محمود پر ضد کوه او د مرکز په توګه به يې ترې استفاده کوله. همدا هغه څه و چې محمود غزنوي يې د سومنات له منځه وړلو ته مجبور کړ.
ډاکټر ناظم زمونږ پام دې خبرې ته اړوي چې که چېرته سلطان محمود د هندو مذهب او هندوانو سخت مخالف و؛ نو په غزني کې، چې د هغه مرکز و، ولې بې شمېره هندوانو هوسا او ارام ژوند درلود؟. هغه ليکي، هغه هندوان چې د سلطان د لارښوونې لاندې وو، هوسا ژوند يې تېروه او په غزني کې ورته کورونه ورکړل شوي و او ورته اجازه وه چې په ښکاره خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. همداسې د هېواد د ختيځو سيمو اوسېدونکي لا په بشپړ ډول مسلمانان شوي نه و او دلته بې شمېره هندوان او بودايان او هم يې عبادتځايونه موجود و، که چېرې محمود غزنوي هند ته د هندوانو د مسلمانولو لپاره تللو او جهاد يې کوه؛ نو ولې يې د خپل شاوخوا کافر اوسېدونکي د اسلام دين ته نه رابلل. په معاصر تاريخ کې ګورو چې نورستان (کافرستان) د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر مهاله لا په اسلام نه و مشرف شوی. که محمود غزنوي د هندوانو د بتانو دښمن وای؛ نو ولې يې په خپل ګاونډ کې د بودا دوه سترې مجسمې روغې پاتې شوې. ډاکټر ناظم ليکي، اصل خبره داده چې محمود نه بت شکن و، نه د هندوانو دښمن او نه هم کوم متعصب ملا، هغه يو اوالعزم پاچا و، له دې زيات هېڅ نه و. د ډاکټر ناظم او مفتي شوکت علي فهمي له ليکنو څرګندېږي چې د سلطان محمود لخوا د بتانو ماتول د مذهب (اسلام) سره هېڅ اړيکه نه لري او هغه دا (د بتانو ماتول) او په هند باندې حملې کول، د اسلام د خپراوي لپاره نه دي کړي. په هند کې د هندوانو د موجوديت او هغوی ته د حقوقو په اړه يو هندي پروفيسور شري واستا داسې ليکي، عجيبه داده دغه هوښيار سلطان حتی په غزنه (غزني) کې هم هندوانو ته خپل حقوق ورکړي او ځينې پوه هندوان يې په خپل فوځ کې نيولي و.
خليل الله خليلي يې په کشمير باندې د حملې په اړه ليکي، چې کشمير ښکلې او سمسوره سيمه وه او سلطان غوښتل چې دغه ښکلې سيمه خپله او دښمن ترې وباسي او د خپل واک لاندې يې راولي. د کالنجر په کلا باندې يې د حملې په اړه ليکي، کله چې د کالنجر د کلا مشر د سولې غوښتنه وکړه، سلطان د جزيې په نوم په سمدستي توګه د دود له مخې د درې سوه پيلانو غوښتنه وکړه او د کلا مشر پيلان ورکړل. دلته ګورو چې د دغو دوه حملو لامل د سومنات د حملې سره په ټکر کې دی او سلطان محمود د کشمير ښکلا ته په کتو او د کالنجر د کلا له مشر نه د مادياتو (پيلانو) د لاسته راوړو نه وروسته، هلته پرتو هندوانو او بتانو ته هېڅ زيان نه دی رسولی او نه يې هم کوم هندو د هندو والي له امله وژلی دی. ډاکتر ناظم يو ځای ليکي، هيچا هېڅکله نه دي ويلي چې سلطان دې د سولې پر مهال کوم معبد لوټ کړی وي. يعنې کله چې محمود غزنوي جګړې کولې او مخې ته يې د هندوانو بتان راتلل؛ نو هغه يې وران کړي؛ خو له جګړې پرته يې کله هم کوم بت نه دی مات کړی او نه يې هم د مذهب په نوم کوم هندو وژلی دی.. غوث خيبري د رياست علي ندوي له کتابه ليکي، په سلطان محمود غزنوي دا الزام لګول کيږي چې هغه يو متعصب مسلمان و او د يرغل هدف او مقصد يې يوازې دا و چې مندرونه ويجاړ او بتان مات کړي، ټول شته لکه طلا او نور يې لاسته راوړي؛ لېکن حقيقت دادی چې دغه نوميالي پادشا دسولې او امن په وخت کې هېڅکله کوم مندر و يجاړ نکړاو د بتانو ماتولو هېڅ يوه واقعه منځته رانغله.
هر واکمن دا کوښښ کوي چې د خپلې واکمنۍ په مقابل کې پراته خنډونه له مخې لرې کړي، تر څو دغه واکمن ته په راتلونکي کې د سر درد جوړ نه شي. محمود غزنوي د هندوانو سربېره په هغو مسلمانو واکمنو هم حملې کړي، کوم چې د خراسان په نورو سيمو کې پراته وو، د هغوی سره يې جګړې وکړې او له منځه يې يوړل؛ ځکه دغه واکمن د محمود غزنوي د واکمنۍ لپاره يو ستر ګواښ و او که چېرته محمود غزنوي دوی پرېښي وای؛ نو دوی به قوي شوي وای او سلطنت به يې ورته له منځه وړی وای، لکه د ده د زوی (سلطان مسعود) واکمني يې چې له منځه يوړه او هغه يې هند ته په مهاجر کېدو مجبوره کړ. مفتي شوکت علي په هند باندې د محمود غزنوي د حملو په مهمو لاملونو کې همدې (د ګواښونو) موجوديت ته هم اشاره کوي. هغه ليکي، محمود غزنوي غوښتل هغه ګواښونه چې له پنجاب نه ورته پېداکيږي، هغه لرې کړي. دا زمونږ خيال نه بلکې باور دی که چېرته راجه جيپال د سبګتګين او محمود د حکومتونو پر مهال په غزني حملې او (هغې خواته) پرمختګ نه وای کړای؛ نو کېدای شي چې سبګتګين او زوی يې (محمود) د هند خواته هېڅ مخه نه وای کړې؛ ځکه محمود د هند پر ځای د منځنۍ اسيا د اسلامي هېوادونو د فتحې (نيولو) سره ډېره علاقه درلوده؛ خو جيپال، انند پال او دويم جيپال (جيپال ثاني) څو څو ځله سبګتګين او محمود په تنګ او تړونونه يې مات کړل او هغوی يې په هند باندې په ځوابي حملو کولو باندې مجبور کړل.
محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ پر مهال د هند پرته په نورو مسلمانو واکمنو هم حملې کړي دي. د هغه د حملو بل مهم لامل شايد د خپل ځان دفاع او هم د خپلې واکمنۍ د قلمرو (ساحې) پراخول وښيو. يو ځل يې په هرات او بلخ د دې لپاره حمله وکړه چې ايلک خان دغه دوه سيمې له محمود نه نيولې وې. همداسې د غور واکمن (امير محمد سوري) چې مسلمان و، حمله يې پرې وکړه او ويې نيوه، ځکه خو مفتي شوکت علي ليکي که چېرته محمود غزنوي د دې لامله د هندوانو دښمن ګڼل کيږي چې د هندي راجه ګانو پر ضد يې حملې کړي؛ نو له دې زياتې حملې خو يې په غزني، ترکستان، بلخ، بخارا، سيستان، خراسان، غور، خوارزم او نورو اسلامي هېوادونو باندې کړي دي. حقيقت دادی چې محمود غزنوي يو باحوصله جنرال وه، چې د خپلې واکمنۍ په مقابل کې يې نه د کوم مسلمان او نه هم د کوم هندو پروا کوله، هر څوک چې يې مقابل کې راغلل، هغوی سره يې جګړه وکړه او لاندې يې کړل. زمونږ خيال دادی، که چېرته په هند کې د جيپال، انندپال او جيپال ثاني او د نورو هندي راجا ګانو پر ځای کوم مسلمان پاچا وای او هغوی د دغو راجا ګانو په څېر محمود په تنګ کړی وای؛ نو محمود به ورسره هغه سلوک کړی وای، کوم چې يې د دغو راجا ګانو سره وکړ. حقيقت دادی چې محمود د نويو فتحو غوښتونکی (شوقي) و او د (مذهبي) فرقه پرستۍ تور لګول پرې بلکل درست نه دي. ډاکټر ناظم ليکي، که چېرې سلطان (محمود) د هند راجا ګانو ته اذيت رسوه (ورکوه) نو د ايران او ماوراءالنهر اسلامي پاچان يې په هم کرار نه پرېښودل. نو په هند باندې د محمود غزنوي د حملو يو تر ټولو مهم لامل هم همدا، د خپلې قلمرو د ساحې او د هېواد پرخوالی ګڼلای شو. محمود غزنوي د خپلې واکمنۍ د ساحې پراخوالی غوښت، که دغه ساحه د مسلمانانو وي او که د هندوانو؛ خو چې د سلطان محمود غزنوي تر لاس لاندې وي.
سلطان محمود چې په هند باندې هره حمله کړې، لکه دمخه چې مې وويل، د هرې حملې لامل يې جلا دی او ډېر کم يا هېڅکله هم نه ليدل کيږي چې هغه دې د اسلام په نوم يا هم د کوم هندو د مسلمانېدو لپاره، په هند حمله کړې وي. دا د محمود غزنوي د مهال يا هم وروستي تاريخ ليکونکي دي چې د هغه دغو حملو ته يې مذهبي رنګ ورکړی دی او کوښښ کوي چې محمود غزنوي د هندي مذهب، د هندوانو او د هغوی د بتانو دښمن معرفي کړي. لکه دمخه چې مې ذکر کړل، که محمود غزنوي د هندوانو يا د هغوی د بتانو دښمن وای؛ نو له هند نه ورته ډېر نږدې په خپل هېواد کې، د بودايانو او هندوانو په سلګونو معبدونه موجود و، ولې يې دغه معبدونه نه ورانول او يا دا چې په خپل هېواد حتی په خپله پلازمېنه (غزني) کې يې پراته هندوان ولې نه مسلمانول.
په پای کې ويلای شو چې هغه مهال د سلطان محمود غزنوي د حملو ظاهري لامل همدا (دين) ګڼل کېده، چې د هغه هممهالو او ځينو وروستيو مؤرخينو هم تائيد کړی او داسې يې ښوده چې محمود غزنوي د اسلام د خپراوي، د هندوانو د بتانو د ماتولو او د هندي مذهب د له منځه وړلو لپاره حملې کوي؛ خو ګورو چې يوازې د اسلام خبره نه وه؛ بلکې د هندوستان شتمنوالي، پراخوالي او د سلطنت په مخکې يې د پرتو ګواښونو له منځه وړلو او يا يې کمزوري کولو، محمود غزنوي تشويقوه، چې په هند حملې وکړي. ځينو يې چې د اسلام د خپراوي خبره لومړۍ کړې، شايد چې له دې پورته لاملونو وروسته يې ومنو.
پای
د وږي، درېيمه، ۱۳۹۴
حوالې
- هند، پاکستان، بنګلاديش او نيپال پخوا ټول لوی هند وه.
- Journal of Subcontinent Researches, Reasons and consequences of Ghaznavid invasion of India, By Fatemeh Amin, Baluchistan University. P 154.
- پرفيض د نهرو د کتاب په حواله. افغانستان در عصر محمود غزنوي.
- تاريخ غزنويان، از پيدايش تا فروپاشي ص ۱۱۲.
- Journal of Subcontinent Researches, Reasons and consequences of Ghaznavid invasion of India. P 163.
- ياري، ياسمين، علل لشكركشي مسلمانان به هند در قرون اوليه اسلامي، ۲۰۰۸، پرتال نشریات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم.
- پزويز، عباس (۱۳۶۳) تاريخ ديالمه وغزنويان،ص۲۰۱.
- خليلي، خليل الله د افغانستان تاريخ، د غزنويانو برخه، ژباړن، اورنګزېب ارشاد، ۴۸۱ مخ، دانش خپرندويه ټولنه.
- خليلي، غزنويان، د افغانستان تاريخ،۴۴۹–۵۰ مخونه،
- پرويز، ذکر شوی اثر، ۲۷۵مخ.
- غبار، مير غلام محمد (۱۳۹۳) افغانستان د تاريخ په بهير کې،۱۳۳–۳۴ مخونه، ژباړن، اورنګزېب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه.
- علل لشكركشي مسلمانان به هند در قرون اوليه اسلامي، ياسمين ياري، ۲۰۰۸، پرتال نشريات دفتر تبليغات اسلامی حوزه علميه قم.
- عالمي، سيد محمد رضا، سومنات، سخن تاريخ شماره هفتم، زمستان ۱۳۸۸ ص ۳۵.
- فهمي، مفتي شوکت علي (۲۰۱۲) هندوستان پر اسلامي حکومت، مطبع برکت اينډ سنز، ۸۶ مخ.
- ناظم، ډاکټر محمد (۱۳۸۵) سلطان محمود غزنوي، ژباړن، محمد بشير دوديال، ميوند خپرندويه ټولنه، ۲۳۱ مخ
- فهمي، ۸۶ مخ.
- خيبري،غوث (۱۳۶۷) نوميالي افغانان په هندکې،۴ مخ،داطلاعاتواوکلتوروزارت.
- خيبري، غوث ذکر شوی اثر، د رياست علي ندوي د کتاب په حواله،۸-۹ مخونه.
- فهمي، ۸۴ مخ.
- فهمي، ۸۵ مخ.
- ډاکټر ناظم، ۲۳۳ مخ.