• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د سټنډرډ نفوذ ازمایښت ، پروسیجر ،احتیاط ،ګټې او نیمګړتیاوې . Standard Penetration Test (SPT)-Procedure, Precautions, Advantages

Home انجنیريد سټنډرډ نفوذ ازمایښت ، پروسیجر ،احتیاط ،ګټې او نیمګړتیاوې . Standard Penetration Test (SPT)-Procedure, Precautions, Advantages

د سټنډرډ نفوذ ازمایښت ، پروسیجر ،احتیاط ،ګټې او نیمګړتیاوې . Standard Penetration Test (SPT)-Procedure, Precautions, Advantages

د سټنډرډ نفوذ ازمایښت. Standard Penetration Test (SPT)
د سټنډرډ نفوذ ازمایښت په ساحه کې کانکریټ اچولو ازمایښت د پینترو متر(penetrometer) له ازمایښتونو څخه دی .د سټنډرډ نفوذ ازمایښتونه ډینامیکي نفوذ ازمایښتونه دي جې په بور سوري(borehole) باندې د ترسره کیږي .په دې ازمایښت سره به د خاورې د طبقې مقاومت اندازه کیږي.د نفوذ تجربوي اړیکه د خاورې له خصوصیاتو او نفوذ مقاومت څخه ترلاسه شوی.دا ازمایښت په زیاته پیمانه د دخاورې اړوند کثافت ، د خاورې د چسپش د عرضي مقاومت او د خاورې نورو جیوټکنیکل خواصو مالومولو لپآره کاریږي .همدارنګه دا دخاورې چسپش غیرمحصور(unconfined) فشاري مقاومت پیداکیدو لپآره هم کاریږي .
دسټنډرډ نفوذ ازمایښت لپآره وسایل.Tools for Standard Penetration Test
د SPT لپآره لاندې وسایل ضرور دي .

1. سټنډرډ ماتونکی کاشوغه.
2. څټګ 63.5kg .
3. لارښود راډ.
4. سه پایه .
5. د پایپ لپاره اسمبلي.
6. چین پولۍ .
7. د کیندنې وسیله .
8. سندان . (anvil)
9. رسي 15cm
10. کیسنګ پایپونه .
11. د شګې بیلر.
12. د اندازه کولو فیته .
13. د سامان لپاره بکس .
د سټنډرډ نفوذ ازمایښت لپاره پروسیجر .Procedure for Standard Penetration Test
لومړی د ازمایښت لپاره ساحه په نښه شي .سه پایه د هغې ځای په مرکز کې ودورل شي چیرته چې ازمایښت په پام کې دی ،دا سه پایه داسې ودرول شي چې د سه پایې (tripod )بره سر د ازمایښت ځای په مرکز برابر شي.دا ازمایښت د بور سوري د وسایلو په واسطه چې ماتونکی کاشوغه (split spoon) بلل کیږي ترسره کیږي.ددې ټیوب ډوله کاشوغې باندنی قطر 50.8mm او دننی قطر یې 35mm دی .یوځلې چې سوری تر غوښتل شوې اندازې پورې وکیندل شي ،د کیندلو وسایل ترې راویستل کیږي او نمونه اخستونکې په سوري کې ورننویستل کیږي .نمونه اخستونکی یا sampler د 63.5kg کتلې لرونکې څټک په واسطه چې له 750mm لوړوالي څخه په 30 پر دقیقه ضربې سره پرې راغورځول کیږي او ټک وهل کیږي .تر 150mm ژوروالي پورې د څټک د ضربو شمیر حسابیږي .بیا ورپسې نور 150mm ژوروالي حسابیږي .نور ورپسې بیا 150mm ژوروالي پورې ضربې حسابیږي .په لومړی 150mm ژوروالي کې ریکارډ شوی ضربې په پام کې نه نیول کیږي .د وروستيو دوه 150mm ژوروالو ضربې سره جمع کیږي څو د سټنډرډ نفوذ شمیره standard penetration number (N) ورکړي.یا په بل عبارت :N مساوی دی په =د کیناستو له 150mm کیندلو وروسته د 150mm نفوذ لپاره د ضربو شمیر.که چیرې په 150mm کې د ضربو شمیر له 50 زیات شو نو دا نه حسابیږي او ازمایښت پریښودل کیږي.

د سټنډرډ نفوذ ازمایښت اصلاح : Corrections in Standard Penetration Test
وړاندې له دې چې د SPT قیمتونه په تجربوي اړیکو او ډیزاین جدولونو کې وکارول شي نو په کار ده چې د N قیمتونه اصلاح شي.اصلاح په لاندې ډول ده .
1. د ډیلټانسې اصلاح . Dilatancy Correction
2. د زیات باریدو فشار اصلاح .Overburden Pressure Correction
د ډیلټانسې اصلاح . Dilatancy Correction
میده دانه سلټ شګه او میده دانه شګه د اوبو له ټیبل ټیټ د سوري اوبو فشار(pore water pressure) منځ ته راوړي کوم چې په اسانه نه خاموشه کیږي .د سوري فشار د خاورې مقاومت پورته وړي او په دې توګه د د نفوذ شمیره جګیږي .په کال 1967 کې ټیرزاغي او پک Terzaghi and Peck په نومونو دوه ساینس پوهانو سپارښتنه وکړه چې که میده دانه سلټ شګه وي او د N قیمت له 15 زیات شو باید لاندې اصلاح وکارول شي.NC = 15 + 0.5 (NR -15)
دلته NR ریکارډ شوی قیمت دی او NC اصلاح شوی قیمت دی .که چیرې NR له 15 کم یا مساوي ،ي نو ‌Nc=NR
د زیات باریدو فشار اصلاح .Overburden Pressure Correction
د زیاتو څیړنو په پایله کې ثبوت شوې چې د نفوذ مقاومت یا N قیمت د زیات باریدو فشار سره تړاو لري.که چیرې دوه ډوله دانه داره خاوره ولرو چې یو شان کثافت لري د N قیمت به د هغې خاورې زیات وي چې محصور فشار لاندې وي .د خاورې د فشار په زیاتیدو سره ،د محصور کیدو فشار (confining pressure)هم لوړیږي .نو په سطحې خاوره کې د N قیمت ټیټ محاسبه کیږي او په ژوره خاوره کې زیات محاسبه کیږي.نو ددې لپآره چې له ازمایښت ترلاسه شوی قیمت N اصلاح شي لاندې فورمول کارو.Nc = CN N
دلته CN د زیات باریدو فشار اصلاح کوونکی فکتور دی .
د یو شمیر خاور لپآره قیمتونه په لاندې ډول دي .
1. ډیره سسته خاوره دN قیمت له 0 تر 4 او حجمي وزن یا کثافت له 1600 kg/m3 کم .
2. سسته خاوره دN قیمت له 5 تر 10 او حجمي وزن یا کثافت له 1530-2000 kg/m3
3. متوسطه خاوره دN قیمت له 11 تر 30 او حجمي وزن یا کثافت له 1750-2100 kg/m3
4. غلیظه خاوره دN قیمت له 31 تر 50 او حجمي وزن یا کثافت له 1750-2245 kg/m3
5. ډيرع غلیظه خاوره دN قیمت له 50 زیات او حجمي وزن یا کثافت له 2100kg/m3 زیات.
Relative Density SPT N value Bulk Density (kg/m³)
Very loose 0 – 4 50 > 2 100

د سټنډرډ نفوذ ازمایښت لپاره احتیاطي ګامونه چې باید واخستل شي. Precautions taken for Standard Penetration Test
1. ماتونکی کاشوغه نمونه اخستونکی باید په ښه حالت کې وي .
2. هغه برخه چې پرې کیږي باید سولیدلې او زړه نه وي.
3. د څټک راغورځولو لوړوالی باید 750mm وي .
4. کیندونکی راډ باید سټنډرډ حالت کې وي ،کوږوالی ونه لري.
5. له ازمایښت وړاندې د سورې لاندې برخه باید پاکه شي.
د سټنډرډ نفوذ ازمایښت ګټې .Advantages of Standard Penetration Test
سټنډرډ نفوذ ازمایښت لاندې ګټې لري.
1. دا ازمایښت ساده او اقتصادي دی.
2. د ازمایښت کولی شي د نظري څار ،درجه بندۍ او لمدبل مقدار پیداکیدو لپاره ښه مالومات ورکوي.
3. ددې ازمایښت په واسطه د خاورې اصلي خاصیت پیداکیږي .
4. ددې په مرسته غلیظه طبقات ننویستل کیږي او ډکیږي .
5. د ازمایښت د هرډول خاورې لپآره کاریږ ي.
دسټنډرډ نفوذ ازمایښت نیمګړتیاوې .Disadvantages of Standard Penetration Test
ددې ازمایښت یو شمیر محدودیتونه په لاندې ډول دي .
1. د هرډول میخانیکي او ترسره کولو غلطیو له امله د ازمایښت پایله ډیر توپیرکوي.
2. دا ازمایښت ډیر وخت نیسي.
3. د ازمایښت لپاره ترلاسه شوې نمونې خرابیږي.
4. ددې ازمایښت پایلې بیا نشي ترسره کیدای .
5. په جغل او چسپش لرونکې خاوره کې ددې ازمایښت محدودیتونه ډير دی.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

12 ‌ډوله بارونه چې د پل ساختمانونو لپاره په پام کې نیول کیږي . 12 Types of Loads Considered for Design of Bridge Structures

Aug 16, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف 12 ‌ډوله بارونه چې د[...]

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه پنځمه برخه

Jul 12, 2018

ژباړه: محمد فريد عاطف اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه[...]

د شګې ډولونه . Types of Sand

Oct 15, 2018

د شګې ډولونه . Types of Sand شګه طبیعي دانه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022