لیکنه:محمد اجمل بهرام زوی
د رطوبت د مقدار زیاتوالی د خاورو د کتلې محکمیت او مقاومت راکموي، چې دا د محکمیت او مقاومت کموالی د خاورو په ډول پورې هم اړه لري.[518:11] نو څرنګه چې د سړک په بستر او اساس برخو کې هم خاوره کارول شوې وي؛ نو باید چې دې برخو ته د اوبو د رسېدو څخه مخنیوی وشي؛ تر څو د دې برخو ټاکل شوی مقاومت وساتل شي.
په سړکونو کې د اوبو ایستلو برخه د پخوانیو سړک جوړونکو لکه: رومیانو او آریایانو په واسطه هم درک شوې وه، چې باید د سړک اوبه وویستل شي. په تېرو نږدې وختونو کې د لویو لارو د جوړولو نامتو مخکښانو لکه: مک ایډم(Mc Adam)، ټیل فورډ(Telford) او ټریزاګویټ(Tresaguet) د سړک د بستر د وچ ساتلو په اهمیت باندې وپوهیدل. یادو کسانو د سړک فرش ته مناسب او ښه عرضي میل(cross slope/camber) ورکړ او ځینې نور احتیاطي تدابیر یې هم ونیول، تر څو د سړک اوبه د سړک څخه یوې بلې خوا ته وباسي. د دې اړوند مک ایډم(Mc Adam) وایي چې: «که چېرې اوبه د سړک څخه تېرې شي او د خاورو منفذونه ډک کړي؛ نو که سړک هر څومره پنډوالی هم ولري، ویجاړیږي او ټوټه، ټوټه کیږي».
د سړک په اړه اکثراً داسې ویل کیږي، چې «د یوه ښه سړک د تر لاسه کولو لپاره درې فکتورونه اړین ګڼل کیږي: اوبه ایستونکي(drainage)، اوبه ایستونکي او بیا هم اوبه ایستونکي».[288:10]
د لاندې سببونو له امله د سړک د اوبو ایستلو سیستم ډېر مهم دی:
- د بستر خاوره کې د زیات رطوبت شتون د خاورې په محکمیت کې د نظر وړ کموالی راولي، چې د بستر د ناکامۍ(failure) په سبب د سړک فرش هم کښیني او یا تخریب کیږي.
- د رطوبت زیاتوالی د سړک د بېلابېلو موادو لکه: محکمې شوې(stabilized) خاورې او (WBM-water bond macadam) د مقاومت د کمېدو سبب ګرځي.
- په ځینو خټینو(clayey) خاورو کې د رطوبت د مقدار تغیر د بستر(subgrade) په حجم کې د زیات تغیر سبب ګرځي، چې په پایله کې ځینې وخت د سړک د فرش د ناکامۍ او تخریب سبب ګرځي.
- د سړک د ناکامۍ یوه عمده سبب چې په ارتجاعي(flexible) سړکونو کې د څپو ته ورته ګونځو او موړو(corrugations) د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي، د غیر کافي او ناسمو اوبه ایستونکو له امله وي.
- د قیر(bituminous) شویو سړکونو سره په دوامداره ډول د اوبو تماس لرل، د قیر(bitumen) او ډبرینو دانو(aggregates) تر منځ د رابطې د سست کېدلو او بېلېدلو سبب ګرځي، چې دا عمل د سړک د قیر په طبقو کې د ژورو(pot holes) د منځ ته راتلو سبب ګرځي.
- د سړک د فرش په څنډو او اوږو(shoulders) باندې د زیاتو اوبو شتون هم د تخریب باعث ګرځي.
- د (mud pumping) په واسطه د سختو فرشونو(rigid pavements) د تخریب عمده سبب، د سړک د بستر په خاوره کې د اوبو شتون بلل کیږي.
- زیات رطوبت د خاورو د وزن د کموالي، د تشنجاتو د زیاتوالي او په یوه وخت کې د مقاومت د کموالي سبب ګرځي؛ چې دا په خپله د ځمکنیو میلانونو او ډکو شویو تهدابونو د ناکامۍ یو عمده سبب شمېرل کیږي.
- په هغو ځایونو کې چېرې چې د تودوخې درجه په دوامدار ډول د یخ وهنې په حد کې وي؛ نو په دې حالت کې د بستر په خاوره کې د اوبو شتون او یا په دوامدار ډول د ځمکې لاندې اوبه راپورته کېدل، کولای شي د سړک د فرش لپاره د ډېر تخریب سبب وګرځي.
- د هغو سړکونو چې سطحه یې نه وي پوښل شوې؛ د خاورو د تخریب، د کیندل شویو او ډک شویو برخو د میلونو تخریب او د غونډۍ په برخو کې د څنډو تخریب هم د سطحي اوبو له امله رامنځ ته کیږي.[519-518:11]
- که د سړک د فرش لاندې طبقو ته اوبه له کومې لارې نفوذ وکړي؛ نو دا د لاندې موادو د نرمښت او د مقاومت د کموالي سبب ګرځي، چې په دې صورت کې که چېرې د سړک د فرش له پاسه کوم موټر تیریږي؛ شونې ده چې د سړک په فرش کې د جرۍ(rut) د منځ ته راتلو سبب شي، چې دا جرۍ د موټرو د تګ او راتګ پر وخت، د باران د اوبو د درېدلو،… مشکلاتو د منځ ته راتلو سبب ګرځي.
- د سړک لپاره د مناسبو اوبه ایستونکو د نه شتون په صورت کې د سړک پر فرش باندې اوبه دریږي، چې دا عمل د نورو مشکلاتو تر څنګ د موټرو د تګ او راتګ پر وخت د splash and spray(کله چې موټر په سرعت سره د دې اوبو له پاسه حرکت کوي؛ نو دا اوبه یو خوا او بل خوا شیندل کیږي) او د همدې اوبو له امله د موټرو د ښویېدو(aquaplaning) سبب ګرځي، چې د دې په سبب د دید په ساحه(sight distance) کې کموالی منځ ته راځي او د موټرو ټکرونه پېښيږي.[1][2:13,7]
سرچینې:
1. http://www.roadex.orgle-learning/lessons/drainage-of-low-volume-roads/introduction-why-drainage-is-important
2. http://www.nps.gov/dewa/learn/news/images/eshback-ponding-on-209.jpg
7. FWA, T. F. (Ed.). THE HAND BOOK OF HIGHWAY ENGINEERING.
10. KADYALI, L. R., & LAL, N. (2010). Principle and Practices of Highway Engineering (5 ed.). Delhi, India: Khanna Publishers.
11. KHANNA, S. K., & JUSTO, C. E. (2009). HIGHWAY ENGINEERING (8 ed.). Roorkee, INDIA: Nem Chand & Bros.