د لویې لارې په اوږدو کې ځینې برخې داسې دي چې هلته د یوه مشخص شوي مسير په اوږدو کې د سرعت د کنترول کمرې نصب شوي. دې سیستم ته په هالندي ژبه (trajectcontrole) وايي.
په دې مسیر دا نصب شوې کامرې د هر موټر پلېټ ثبت کوي. دا سیستم د سرک په مسير کې د دوو ټکو ترمنځ وخت ثبت او محاسبه کوي چې دا معلومه کړي چې موټر په کوم سرعت کې ددې دو ټکو تر منځ تېر شو. که دا وخت تر ټاکل شوي اعظمي وخت څخه زیات وي، نو د موټر چلوونکي ته د چټک سرعت جریمه ورکول کېږي. دا جریمه په اتومات ډول د لویې لارې د کنترول د مرکزی سیستم لخوا د موټر د راجستر شوي ادرس ته استول کېږي.
په څو برخو کې د سرعت کنټرول
ځینې کنترولونه د یوه مسير په څو برخو کې جلا جلا کمرې لري او یو مسير څو برخې د سرک په اوږدو کې د سرعت کنترول سيستم لري. دا اکثر وخت د دې لپاره وي چې په لارې کې د موټر د ننوتلو او وتلو څو ټکي وي. په دې کنټرول کې دا مهمه نه ده چې موټر ټولې لارې ته دوام ورکړي او که یوازې یوه برخه کې تیر شي. هره برخه کې کامرې د موټر اوسط سرعت ثبتوي. که چیرې یو موټر په یوه برخه کې تر ټاکل شوي حد لوړ سرعت کې وي، نو جریمه ورکول کیږي، حتی که په بله برخه کې ورو شي.
په دې سره، په یوه برخه کې ډیر سرعت د راتلونکې برخې په ورو سرعت سره جبران کېدلی نشي.
که یو موټر په څو برخو کې ډیر سرعت کې وي، نو بیا هم چلوونکي ته یوازې یوه جریمه لیږل کیږي، چې د هغه برخې سرعت پر بنسټ محاسبه کیږي چېرې چې موټر تر ټولو زیات سرعت نیولی وي.
ټول موټرونه ثبت کېږي
دا ځانګړې کامرې ټول موټرونه ثبتوي، او د لارې په بدلولو اغیز نه کوي. دا کامرې د بېړنۍ ليکې په موټرو هم نظر ساتي. سیستم پوهیږي چې د هر موټر لپاره کومه اعظمي حد ټاکل شوی ده. د بیلګې په توګه، ډیری لارۍ له 90 کیلومتر پر ساعت څخه زیاتې نشي تللی.
بهرني سرغړونکي
بلجيم له نورو اروپایي هیوادونو او سویزرلینډ سره ګډه همکاري لري. د دې تړون له مخې، که د کوم بل هیواد موټر چلوونکی په بلجيم کې د سرعت سرغړونه وکړي، ورته جریمه لیږل کیږي، او برعکس. په دې هیوادونو کې جرمني، فرانسه، هالنډ او پولنډ هم شامل دي.
شخصي خونديتوب
د سړک په اوږدو کې سرعت کنټرول کامرې یوازې د سرعت د سرغړونې د ثبتولو لپاره کارول کیږي. دا کمرې یوازې د موټرونو پلېټونه په اتومات ډول لولي. دوی د چا شخصي انځورونه نشي اخیستلای. ولې په بلجيم کې ځینې نورې کمرې شته چې هغه هم په بروکسل کې د ترورستي برېدونو څخه وروسته نصب شوی او یوازې د مجریمینو د څارنې لپاره کارول کېږي.
You also might be interested in
اوپن وې اېل ډې – د Open Vlaamse Liberalen en[...]
د ژمي په رارسیدو سره په بلجیم کې د کورونو[...]
د بلجیم د عامه ترانسپورت درې ستر شرکتونه (NMBS/SNCB, De[...]
