١- د ژوند سختې له خاوند سره ده، له خاوند سره په هغه ډول رفتار وکړﺉ چې د هغه روح آرامتیا ومومی.
٢- د خپل خاوند په وړاندې د نورو خلکو صفت مکوﺉ.
٣- په مختلفو طریقو سره خپل خاوند ځان ته مجذوب کړﺉ، په ښکلې لباس، خوږه ژبه، په ښې کړنې او یا هم د کور د منظم او پاک ساتلو په وجه……
٤- خپل خاوند د خپلو خپلوانو په وړاندې ملامت، سپک او سپور مکوﺉ.
٥- ګیلې او شکایتونه خپل خاوند ته په پوره صداقت سره ووایاست.
٦- د خپل خاوند په ترقې او کامیابې کې له هغه سره پوره مرسته وکړﺉ.
٧- داسې فکر وکړي چې تاسو د خپل خاوند غمخوره یاست، کله چې تاسو ته خپل مشکلات وايې ورته غوږ کیږدﺉ.
٨- ددې لپاره چې خپل خاوند مو کور او ژوند ته علاقمند کړﺉ، نو هغه په کور کې باید په راحت سره وساتﺉ. ځکه سړی له ښځو څخه ډیر سخت ګیر، حساس او له غم څخه تښتيدوونکې دي.
٩- د خپل خاوند په مقابل کې غرور او تکبر مکوﺉ.
١٠- هیڅکله د خپل خاوند رازونه له نورو خلکو سره مه شریکوﺉ.
١١- خپل خاوند ته وفاداره واوسﺉ، او همیشه په تشویق او تحسین سره هغه وستايې.
١٢- داسې واوسيږﺉ چې خاوند مو احساس وکړﺉ چې تاسو د هغه ملاتړ کوونکې یاست.
١٣- د امکان تر حده پورې هغه وسایل او لوازم چې د هغه د آرامتیا سبب کیږي هغه ته اماده کړﺉ.
١٤- د ژوند په سختیو کې له خپل خاوند سره واوسﺉ.
١٥- همیشه د خپل خاوند پر وړاندې خندان او زړوره واوسﺉ.
که دغه معلومات تاسو ته مفید ښکاره شوي وي، نو د مهربانې له مخې یې له نورو سره هم شریک کړﺉ تر څو هغوي هم ترې مستفید شﺉ.
ژباړه او راټولونه: #نورالدین_احمدزی
You also might be interested in
لومړیتوب یو علمي ویب سایټ دی، واقعا چې موږ ډیر[...]
لیکنه: نوراحمد فضلي انسان د یوه عاقل او باشعوره مخلوق[...]
په ساختماني کارونو کې تیروتنه یا اشتباه حتما ترسره کیږي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی