لیکنه: ډاکټر نصرالله فاروقي
په تفتيش سره دناروغ دصدر تناظر کېداى شي چې له منځه تللى وي او Trachea کېداى شي چې Pull يا Push شوې وي چې د لاندې عواملوله کبله وي لکه Febrosis،Collaps،Pleural effusion،Empyema، نيموتوراکس ….له کبله وي.
په حبس سره که چېرته Consolidation تائسس کړى وي يا يوه لويه Cavity تائسس کړى وي او دهغې دپاسه Resonans اجرا شي نو Vocal resonans به ښکته شوى وي.
په قرعه سره که چېرته Dulness موجود ؤ نو په سږو کې به Collaps،دپلورا ضخيموالى او يا په سږو کې په زيات Infiltration دلالت کوي.
که چېرته په قرعه سره Stony dullness موجود وي نو په Pleural effusion او يا Empyema باندې دلالت کوي که چېرته په قرعه سره Hyper resonans موجود وي نو په نيموتوراکس دلالت کوي که چېرته په قرعه سره Craked pot sound واورېدل شي دا په داسې يو حالت دلالت کوي چې يوه Cavity موجوده ده چې برانکس طرف ته ېې خوله خلاصه شوې ده چې دقرعې په وخت کې ترې هوا خارجېږي او ددغه ډول اواز دمنځته راتلو سبب شوى.
په اصفا سره په هغه صورت کې چې Consolidation موجود وي يا يوه لويه Cavity موجوده وي نو Vocal frematus به لوړ شوى وي که چېرته Pleural effusion تائسس کړى وي نو Vocal frematus به ټيټ شوى وي او که چېرته يو لوې برانکس په افت اخته وي او بند شوى وي نو Vocal frematus به ګډوډ اورېدل کېږي.
په هغه صورت کې چې Tuberculosic نمونيا رامنځته شوې وي نو High pitched bronchial اواز يا Tubular اواز به اورېدل کېږي .
Low pitched bronchial اواز په هغه حالت کې اورېدل کېږي چې سږو کې Under Lying cavity يا خلاص نيموتوراکس موجود وي ،که چېرته په صدر کې يوه لويه Cavity موجوده وي او صاف دېوالونه ولري او يا په هغه حالت کې چې داسې نيموتوراکس موجود وي چې دبرانکس سره رابطه ولري نو Low pitched bronchial breathing د echo سره اورېدل کېږي.
Fine crepitation په خاص ډول سره Post tussive crepitation د توبرکلوزيک انفلتريشن دپاره ډېر وصفه نښه ده.
که چېرته TB pleurisy موجوده وي نو Pleural rub ورته ډېر وصفه نښه ده.
Hippocrat succusion په هغه حالت کې اورېدل کېږي چې دناروغ په پلورا کې هوا او مايع دواړه موجود او په ناڅاپي ډول سره وخوځول شي يا په حرکت راوړل شي.
Post tussive crepitition په هغه حالت کې دټوخي څخه وروسته اورېدل کېږي چې دناکه دېوال لرنکې Cavity موجوده وي.
د سږو دبلغم مثبت ناروغانو تشخيص کول:
ددې ناروغانو د تشخيص لپاره لاندې معيارونه په کار وړل کېږي :
د ناروغ دقيقه تاريخچه او فزيکي کتنه
د بلغمو مستقيمه معاينه
د بلغمو کرنه
د سينې راډيوګرافي
د وينې معاينات
برانکوسکوپي
BCG
بايوپسي او سايتولوژيک معاينات
لومړی : دناروغ دقيقه تاريخچه کې بايد د ناروغ د اعراضو دشروع ،دوام ،کورنۍ تاريخچه ،اقتصادي او اجتماعي حالت او داسې نورو په اړند پوښتنې وشي.
فزيکي کتنو څخه په تېر بحث کې يادونه شوې ده چې بايد په نظر کې ونيول شي او دلته ېې د دوباره تکرار څخه صرف نظر کوو!
دويم : که چېرته د سږو د توبرکلوز اشتباه موجوده وي حد اقل درې معاينې بايد د ناروغ د بلغمو ترسره شي ،داسې چې په لمړنۍ معاينه کې د ناروغ سره خبرې وشي او ديو ژور ټوخي څخه وروسته د يو صحي کارکوونکي د مستقيم نظارت لاندې په يو خالي لوښي کې د بلغمو نمونه واخيستل شي .
په دوهمه ورځ بايد ناروغ په دې وپوهول شي چې يوه نمونه په نهره او بله په مړه واخيستل شي او د مايکروسکوپيک کتنو لاندې ونيول شي .
درېم : دبلغمو کرنه
که چېرې د بلغمو په مستقيمه معاينه کې کوم واضح او ښکاره شواهد ونه ليدل شو او مونږ په دې مشکوک شو چې شخص په ناروغۍ اخته دی نو د دقيقې کتنې لپاره د بلغمو نمونه د کرنې لپاره اړوندې ميډيا ته لېږل کېږي او پنځه الاًّ اوه هفتې وروسته نتيجه لاسته راځي.
څلورم: دسينې راډيو ګرافيکي کتنې:
په راډيوګرافيکي کتنو کې مونږ کولای شو چې د سينې د ساده اکسرې ،CT Scan ،MRI او نورو څخه استفاده وکړو.
پنځم : نور لابراتواري معاينات
که څه هم دغه معاينات د ناروغۍ په تشخيص کې ډير زيات رول نه لري خو بياهم ځنې ېې د يادولو وړ دي لکه HB ،ESR ،Lymphocyte ،TLC ،ICT ، BCG او داسې نور…..
تداوي يا Treatment
زمونږ په هېواد کې د نوي بلغم مثبت ناروغانو د تداوۍ لپاره دوه ډوله رژيمونه وجود لري :
- د شپږو مياشتو رژيم
- د اتو مياشتو رژيم
د شپږو مياشتو په رژيم کې دوه صفحې موجودې دي چې عبارت دي له ابتدايي مرحله او تعقيبي مرحلې څخه.
د تداوۍ لومړی ډول رژيم : د تداوۍ دغه رژيم له دوه صفحو څخه جوړ دی!
لومړی ابتدايي مرحله : په ابتدايي مرحله کې د څلورو درملو څخه چې عبارت دي له (INH ،Ethambutol ،Pyrazinamid او Rifampicin ) څخه د لومړيو دوه مياشتو دپاره په اړوند دوز ورکول کېږي.
دوهم تعقيبي مرحله : په دغه مرحله کې دوه درمل د څلورو مياشتو لپاره ورکول کېږي چې عبارت دي له (Rifampicin او Ethambutol ) څخه .
د تداوۍ دوهم ډول رژيم : په دغه رژيم کې د تداوۍ دوه صفحې شاملې دي چې د اتو مياشتو لپاره ورکول کېږي .
لمړۍ صفحه يا تشديدي مرحله :په دغه صفحه کې څلور دواګانې شاملې دي چې ددوه مياشتو لپاره ورکول کېږي دغه درمل عبارت دي له (INH ،Ethambutol ،Pyrazinamid او Rifampicin ) څخه .
دويمه صفحه يا تعقيبي مرحله : دتداوۍ په دغه مرحله کې د دوه درملو څخه استفاده کېږي چې عبارت دي له (Ethambutol او INH ) څخه چې دغه دوه درمل د اړوند دوز مطابق د شپږو مياشتو لپاره ورکول کېږي.