ددې نويو بلجميانو په سر کې 843 مراکويان، 630 سوريايي 547 تنه رومانيايي او 375 تنه افغانان او پاتې د نورو هېوادونو وګړي دي.
تېر 2021 کال په ټول بلجیم کې 38,342 تنو ته د بلجیم تابعیت يا نشنليټي ورکول شوې. چې د کرونا وبا له امله دا شمېره يو څه ټيټه شوې وه.
تر ټولو په لوړه کچه په بلجیم کې 62,994 تنو ته په 2001 کال کې نشنليټي ورکول شوې. چې تر اوسه بيا دا حد نه دى مات شوى.
د بلجيم تابعیت يا نشنليټي د ځينو ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره ورکول کېږي چې په لاندې ډول ترې يادونه کېږي.
– باید کم تر کمه اتلس کاله عمر ولري
– کم تر کمه په بلجیم کې د 5 کلونو لپاره اوسېدلى وي
– په بلجيم کې د نامحدودې مودې لپاره د استوګنې اجازه ولري.
– د بلجیم له دریو ژبو څخه په په يوه ژبه خبرې وکولاى شي
– د ټولنيز ادغام زدکړې يې کړي وي “د قانون درس يې لوستى وي”
– د بلجيم په اقتصاد کې يې برخه اخيستي وي “کار يې کړى وي”
په بلجيم کې د اوسېدو ټاکلى ادرس ولري.