ژباړن: محمد مبین هڅاند
د نړۍ د صحت سازمان د احصایې له مخې په یو کال کې د لسو نه تر ۲۴ کلونو د عمرونو لرونکي کسان چې شماریې یو ملیارد او اتیا میلونه ته رسېږي تمباکو استعمالوي.
د تمباکو د استعمال څخه د زړه او کېنسر ناروغی پیدا کېږي، په اوسط ډول د تمباکو استعمالونکي کسان ۱۵ کلونه مخکې له نړی سره مخه ښه کوي.
د طب ماهرینو د نظره یو سګرټ د انسان ۸ دقیقې عمر کموي، له دې سره سره تمباکو ۴۰۰۰ نور تاوان اړونکي اجزا هم لري.
د تمباکو د استعمال څخه انسان ته د زړه ناروغۍ، ساه لنډي، د هاضمې سېستم خرابوالی، تشو متیازو پر وخت تکلیف، معدې ناروغۍ، د ینې خرابوالی او د خولې کېنسر رسېدلای شي.
لومړی باید دغه تمباکو له اوله استعمال نه کړو او که چېرې وربادې اخته یاستنو ضرور ده چې پرې ږدو.
نو ځانونه به مو د ۴۰۰۰ نقصانونو څخه ساتلي وي او د پرې ښودلو سره سم ۲۰ دقېقې وروسته به په لاسونو کې د وینې دوران په سم ډول روان شي اود ترک کولو دوه ساعته وروسته به د زړه ضربان او فشار عادي حالت ته راوګرځي، اته ساعته وروسته به د کاربن مونواکساید چې یو وژونکی غاز دی په بدن کې اندازه راکمه شي
۲۴ ساعته وروسته به د زړه د خطر ناکې دورې امکان هم کم شي، ۴۸ ساعته وروسته به د نکوټین موا ستاسې له بدن څخه هم خارج شي دوه ورځې وروسته به ستاسې په مخ کې بېرته ښایست را پیدا شي، درې ورځې وروسته به د هاضمې سېستم هم عادي حالت ته راشي یوه هفته وروسته به د دغه کس بلډپرېشر هم عادي حالت ته راوګرځي
یو کال وروسته د انسان د وینې په رګونو کې هغه مواد هم کمشي چې د انسان ته د زړه او یا د فالج ناروغۍ باعث ګرځي.