لیکنه: عبدالقدیر مطفي
سیاسي احزاب په یو هیواد کې دسیاسي ثبات او د ولس دسیاسي شعور دلوړلي ولسواکۍ او ملي ګټو دفاع لپاره جوړیږي ترڅو په هیواد کې د وګړو ترمینڅ اتفاق یووالۍ او دهیواد دملي منابعو نه ناوړه ګټه پورته نشي.
سیاسي احزاب د یو داسي پاۍ په څير وي چې ټول سیاسي جریان چلوي او ولس ته دخپلواکۍ. ازادۍ. او ولسواکۍ ارزښت بیناوي دولس په فکر کار کوي هیواد دملي ګټو په اساس ساتی او ورته وفادرۍ ښۍ سیاسي احزاب د یو مستقیم استازي په توګه دولس او حکومت ترمینځ رابطه جوړوي نظام ساتي او حکومت دولس له حاله خبروي ترڅو حکومت خپلې نیمګړتیاوي د سیاسي ګوندونو په غوښتنه او لارښونه سمې کړي.
سیاسي احزاب ولس ته د قانون ، نظام، عدالت ، او ثبات او امن اهمیت بیناوي دوۍ ولس ته ښاري ژوند او د یو ملت تعریف ورته لري ترڅو ولس پدي پوهه کړي چې دوي د ریاست او نظام په بقا کې څومره ستر اساسي رول لري دوي ولس ته د ترقۍ سرفرازۍ او تعلیم اهمیت بنیاوي ترڅو دوي پدي پوهه کړي چې دا مسایل څومره ارزښت دانسان په ژوند کې لري.
په ۲۱ پیړئ کې د ولسواکۍ یو ښه بیلګه سیاسي ګوندونه ګنل کیدئ شي، سیاسي ګوندونه دي چې ولس د سوکالئ او سرفرازئ په لور بیائ په هیواد کې یو سیاسي ثبات ته زمینه برابروي ، او د یو مسول په توګه ترې په قانوني لحاظ پوښتنه هم کیدئ شي.
په تاسف په تیرو څو لسزیو کې نه یوازي د افغانستان سیاسي ګوندونه وځپل شول بلکې یو تعداد بهرنئ اجنډاوي هم د سیاسي ګوندونو تر عنوان لاندي په ولس او خاوره مسلطه شوي.
دسیاسي او ایډيالوژیکو مرکزونو له مینځه وړل یوه عادي خبره نه وه دا یوه ډيره سیستماتیکه پروسه وه چې ترډيره پکې د بهرنیو لاس وو، اوس مهال افغانستان د یو داسي ملي ګوند خاوند هم ندي چې په حقیقت سره د ولس استازیتوب وکړي چون له یوې خوا هغه ګوندونه چې د جنګ په جریان کې جوړ شوي بهرنئ اجنډآوي لري او دبلې پلوه هغه افراد چې دګوندونو په رهبرئ کې دي ولس ته دمنلو وړ ندي.
دسیاسي ګوندونو تشه سبب شوه چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال انتخاباتو کې مو ستر کړکیچونه ولیده که چیرې موږ یو دوه ملي ګوندونه درلودئ نو موږ په اسانئ سره دا ملي پروسه په مخ بوتللئ شوه خو په تاسف موږ مجبور شو چې افرادو ته رایه ورکړو.
تیر ۱۳ کلن حکومت هم سیاسي احزابو ته زمینه برابره نکړه چې ترڅو جوړ شي او ولس پکې ځائ په ځائ شي په افغانستان کې دسیاسي احزابو نومونو ته یو تعداد فرصت طلبو سخت زیان رسولئ دی.
ولس په اسانه حاضر ندي چې په یو سیاسي ګوند کې شمولیت واخلي چون له یوې خوا زموږ سیاسي ګوندونه دومره ضیعفه دي چې هیڅ جلب او جذب توان نلري او له بلې پلوه ایډیالوژۍ هم ټول منلي ندي دسیاسي احزابو ایډیالوژي او سیاسي بنسټ رغونه د ګوند دترقۍ او پرمختګ لپاره ضروري عناصر ګڼل کیږي چې په تاسف اوسه پوري زموږ یو سیاسي ګوند هم دا وړتیا نده پیدا کړي ترڅو خپله داخل کې بنسټ رغونه وکړي او دګوند پرمختګ لپاره هله ځله وکړي.
په نوره نړئ کې د سیاسي ګوندونو په واسطه حکومتونه په مخ بیول کیږي او همدي سییاسي ګوندونو په واسطه دحکومت کړنې څارل کیږي.
ګوند مجموع کې د یو فکر مرکز وي چې پکې د هیواد ملي ګټي ، اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز او کلتوري او فرهنګي برخې په منظمه توګه تعریف شوي وي او دهمدي مجموعه چې د ایډیالوژۍ په نامه یادیږي ولس ته رسول کیږي چې ولس بیا دهمدي فکر په بنیاد دګوندونو سره یو ځائ کیږي.
سیاسي ګوندونه کولئ شي نژادي، لساني، مذهبي او ټولنیز تبعضونه او نا انډوالۍ له مینځه یوسي چون سیاسي ګوندونه په مجموع کې دیو مکلفې ادارې په توګه په هیواد کې خپل فعالیت کوي. ګوندي سیسټم د هیواد په اقتصادي منابعو یو منظم کنترول را مینځ ته کوي چې هیڅوک بیا دا جرات نکوي چې دهیواد د ملي منافعو خلاف قدم پورته کړي.
افغانستان اوس تر هر څه د یو څو محدوده سیاسي او ټول منلي ګوندونو ته اړتیا لري چې دیو افغاني ایډیالوژۍ په بنیاد را مینځ ته شي او دافغانستان ولس پکې خپل ځان وویني. حکومت ته پکار ده چې دګوندونو سیستم منظمه کړي او هغه ګوندونه چې وړتیا لري ورته زمینه برابره کړي ترڅو رشد وکړي. هغه سیاسي ګوندونه چې په واقعت سره وړتیا لري باید دخپلو مکلفیتونو پيژندلو کې ناغیړي ونکړي دولس سیاسي شعور ته دي کار وکړي په ملي مسایلو کې دي دريځ معلوم کړي او دیو منظم مکانیزم په بنیاد دي دخپلو پرګرامونو په هکله ولس ته مکمل معلومات ورکړي.
هڅه دي وکړي ترڅو پارالماني او ولسمشرۍ انتخاباتو کې منظمه ونډه واخلي او خپل سیاسي مرکزونه پراخه کړي هغه سیاسي ګوندونه چې دا وړتیا لري چې په ولس کې کار وکړي باید خپل سیاسي دفترونه دهیواد په ګټ ګټ کې پرانیزي ولس ته دګوندونو اهمیت بیان کړي او دولس نه غوښتنه وکړي ترڅو دیو منظم فکر په بنیاد په ګوندونو کې ځائ په ځائ شي. هغه ګوندونه چې دوخت او صرف د یو امتیاز اخیستلو لپاره جوړ شوي باید د حکومت لخوا جدي وڅارل شي او دګوند دجواز اخیستلو لپاره دي شرایط لا پسي سخت او پیاړوي شي ترڅو هرڅوک ونشي کولئ په ډيرو کمو امکاناتو دګوند جوازونه واخلي.
ګوندیز سیسټم دهیواد په سیاسي ثبات کې ستر رول لري او ددي لپاره باید ګوټلي ګامونه پورته شي.
ومن الله توفیق