لیکنه: اسد سعید
د مسلمانانو تر مینځ چې کله د توندلاریتوب یا افراطیت خبرې کیږې، شنونکي ګڼ شمېر دلیلونه په ګوته کوي چې استعمار، ناپوهي، د توطئي تیوري، بېوزلي او ورته لاملونه پکې شامل دي.که څه هم چې په لودیځ کې ځینې کړۍ له دې کلیمې څخه ناوړې ګټې پورته کوي او د توندلاریتوب سره د مبارزې تر نامه اسلام او اسلامي ارزښتونه په نښه کوي، خو له بده مرغه دا هم تریخ حقیقت دی چې ځینې اسلامي ډلې توندلاري دي او په ناپوهۍ سره خپل دین او دیني تعلیمات تر پوښتنو لاندې راولي. په کار ده چې د ټولو د مخه باید مسلمانان خپله لاس په کار شي او د دې افراطي ډلو فکر نقد کړي او اجازه ورنکړي تر څوبې خبره ځوانان یې په لومو کې ښکېل شي.د دې ډلو ستره ځانګړڼه دا ده چې د قرآن کریم له آیتونو سره انتخابي چلند کوي، داسې چې یوازې هغو آیتونو ته پاملرنه کوي کوم چې د قتال او جهاد امر پکې دی او د صبر،عفو، زغم، سولې، رفق، تعاون، منځلاریتوب، حکمت او موعظه حسنه آیتونو ته پام نه کوي. دا چې ولې؟ ځواب یې همدا کېدلی شي چې د دوی په آند کله چې د سیف(تورې) آیت نازل شو، تر سلو څخه زیات د حکمت، مهربانۍ او ملایمت آیتونه یې منسوخ کړل.
دا کسان چې کوم آیتونه منسوخ ګڼي، ځینې یې دا دي:
- ادعُ إِلىٰ سَبيلِ رَبِّكَ بِالحِكمَةِ وَالمَوعِظَةِ الحَسَنَةِ ۖ وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعلَمُ بِالمُهتَدينَ. (نحل ۱۲۵)
ژباړه: اې پیغمبره! د خپل رب د لیارې په لور په حکمت او نېک اسلوب بلنه وکړه او په خورا نېکه او غوره ټوګه ورته خپل هدف وړاندې کړه. ځکه چې ستا رب ته ښه معلوم دی چې څوک د هغه له لیاری نه اووښتی او څوک په سمه روان دی.
- و اصبر و ما صبرک الا بالله و لا تحزن علیهم و لا تک فی ضیق ممایمکرون (نحل ۱۲۷)
ژباړه: اې محمده! صبر وکړه. ستا صبر یوازې د یو الله په مرسته او کومک سره دی او د هغوی په نارینو مه غمجن کېږه او هم یې په دسیسو او چلونو مه زړه تنګی کیږه.
- وَ اصْبِرْ عَلي ما يَقُولُونَ وَ اهْجُرْهُمْ هَجْراً جَميلاً (مزمل ۱۰)
ژباړه: د کافرانو خبرو وزغمه او په غوره ډول ترېنه لرېوالی خپله کړه.
د سیف آیت کوم دی؟
جالب ټکی دا دی چې دا وګړي په دې کې سره اختلاف لري چې د سیف آیت کوم دی؟ ځینې وايي: د توبې سورې دا آیت دی:
- فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِکينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَ خُذُوهُمْ وَ احْصُرُوهُمْ وَ اقْعُدُوا لَهُمْ کُلَّ مَرْصَدٍ (توبه ۵)¹
ژباړه: او چې حرامې میاشتې ووتلې نو هر چېرې مو چې مشرکان ومیندل ویې وژنئ او ویې نیسئ بندي او ایسار یې کړئ او په هر ځای کې یې څارئ.
ځینې نور بیا دا آیت د توري آیت ګڼي:
- وَ قاتِلُوا الْمُشْرِکينَ کَافَّةً کَما يُقاتِلُونَکُمْ کَافَّةً. (توبه ۳۶)
ژباړه: له مشرکانو سره څېرمې وجنګېږئ لکه چې هغوی ټول له تاسې سره جنګیږي.
ځینې نور بیا داسې اند لري چې ګواکي د توبې ټوله سوره چې نازله شوه د یو سلو شلو څخه زیات نور آیات یې منسوخ کړل. امام غزالي په دې کسانو اړنګ نیسي او په خپل قیمتي کتاب«جهاد الدعوة بین العجز الداخل و الکید الخارج» کې داسې لیکي:«ځینې مفسرین ـالله یې دې وبښي ـ د دې سورې(د توبې سورت) په فضا کې ندي اوسېدلي او د نزول په موقعیت یې ندي پوهېدلی او حکم یې له حکمت سره ندی تړلی، ځکه یې نو سوچ کړی چې دې سورې سوله غوښتونکي او د دعوت آیتونه نسخ کړي او شدت یې د ملایمت او اجبار یې د آزادی په ځای ګرځولی. په دې بیهوده خبرې سره دوی د سلو تر بریده هغه آیتونه چې مخکې یې د دعوت او بلنې لاره روښانه کړی وه، منسوخ انګیري. له یو کس څخه مې واورېدل چې د نسخې لپاره یې په لاندنې آیت استدلال کاوه: ژباړه: (له مشرکانو سره څېرمې وجنګېږئ) توبه ۳۶. ما ورته وویل: ولې دا آیت نه بشپړوی؟ مګر له دې وروسته نه فرمايي: (لکه چې هغوی ټول له تاسې سره جنګیږي). توبه ۳۶. دا آیت کله د خلکو پر وړاندې حملې او د اسلحې کارونې ته بلنه کوي؟
د ځینو مفسرینو تر مینځ دا خبره تیت شوی چې د سیف(تورې) آیت له ځان نه مخکې آیتونه نسخ کړي، خو د څیړنې په وخت دا په ډاګه کیږي چې اصلا د سیف تر نامه آیت شتون نه لري.»
د تورې د آیت ملاتړي د دې لپاره چې خپل موقف قوي وښايي په یوه ضعیف روایت باندې یې تکیه کړې چې عبدالله بن عباس رضي الله عنه ته یې منسوبوي. روایت داسې دی چې عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمایلي: « کله چې د سیف آیت نازل شو، تر سلو څخه زیات آیتونه یې منسوخ کړل.»
کومو اسلام پوهانو چې د ناسخ او منسوخ په برخه کې څیړنې او لیکنې کړې، حتما یې د سیف آیت ته اشاره کړې، اړنګ یې پرې نیولی او دا روایت یې مجهول او مجعول ګڼلی. د بېلګې په ډول، امام فخر رازی، امام سیوطی، امام دهلوی، امام غزالی، دکتر قرضاوی، شیخ خضری او ګڼ شمېر نور چې ذکر یې دلته ستونزمن کار دی.
احساساتي ځوانان چې کله واروي په قرآن کریم کې د مهربانی، ملاطفت او حکمت آیتونه نسخ شوي، ولې به د قرآن کریم د حکم څخه سرغړونه نه کوي؟ ولې به غیرمحارب او بې ګناه کافر نه وژني؟ ولې به د تکفیر توغ په لاس کې نه نیسي او ولې به دا ښکلی دین نه بدناموي؟
لکه څرنګه چې په پاسنیو کرښو کې یادونه وشوه، دا د اسلامي نړۍ د علماوو وجیبه ده تر څو د اسلام څخه سم پوهاوی په ټولنه کې خپور کړي او که چېرې داسې ونشول، دا ناخوالی به خدای مه کړه دوام مومي.
…………………………………….
¹دا آیت د هغو مشرکینو په اړه نازل شوی چې د مسلمانانو سره یې خپلې ټولې ژمنې ماتې کړلې، کینې، توطئو، خیانت او تیري ته یې ملاوې وتړلی چې رسول الله څلور میاشتې وخت ورکړ. د لازیاتو مالوماتو لپاره اړینه ده د دې آیت تفسیر ته مراجعه وشي.