لیکنه: ډاکټر نبي مصداق
ډېر افغانان پوښتنه کوي چې سیما سمر نظر کوم تحصیل، تجربې او مهارت ته د یوې لسیزې را په دېخوا د بشر د حقوقو د کمېسیون مشره ده؟
په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کالو نه را په دېخوا، دومره وحشت، بربریت او ظلمونه شوي چې د نړۍ د تاریخ په ډېرو کمو برخو کې یې انډول پیدا کېدای شي.
آیا د سیما سمر د بشر د حقوقو کمېسیون د دې ټولو ناخوالو کومه سروې کړې؟ هغه یې افغانانو او نړۍ ته وړاندې کړې؟ آیا داسې یو تحقیقي څېړنه د دې مېرمنې کمېسیون کړې چې په هغه کې ویل شوي وي چې یوې ډلې د انسانانو په سرونو میخونه ټک وهل؛ بندي انسانان یې ژوندي په کانټینرونو کې سوزول؟.
د بندیانو ((د تحقیق)) په وخت کې په توره سرونه غوڅېدل او په داسې حال کې چې د دې خوارانو جسدونه، د سا د وتلو پر وخت د هغه لاسونه ښکته او پورته کېدل، دوی به ورته خندل؛ یا له مېرمنو نه تي غوڅېدل او یا هم هغوی د بندیانو پر صفت د دوی د ځوانانو لپاره په قرارګاوو کې بربنډې ساتل کېدل او هم به ځینې مېرمنې چې د ولادت لپاره به روغتونو ته روانې وې، هغه به مجبورېدلې چې د سړک پر سر ولادت وکړي او دوی یې ننداره وکړي.
آیا دې کمېسیون تر اوسه داسې راپور لیکلی او اړوند ګوندونه او کسان یې په ګوته کړي چې د کابل پر ښار یې راکېټونه ورول چې د دې ډلو ټپلو په خپل منځي جنګونو کې د سره صلیب له خولې ۶۰ زره کابلیان ووژل، د کابل تاریخي ښار یې په کنډواله بدل کړ او داسې په سلګونه نور وحشتونه چې د افغانستان په مسلمان او متمدینو خلکو باندې تحمیل شوي دي؟.
’’ پر اغلې سمر تور دی چې له ډېټابېس څخه یې د مشهور جنګي مجرم شجاعي د جنایتونو دوسیه او راپورونه له منځه وړي دي. دغسې په نورو دوسیو او راپورنو کې هم لاس وهنه کړېده’’ (سرخط دتلې ۶)
سیما سمر چې په دې ټولو ناخوالو خوله چپه نیولې وه، د حکمتیار په راتګ وایي: چې موږ نه غواړو چې څوک اعدام شي؛ خو باید حکمتیار له افغانانو د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي. دا ډېره معقوله خبره ده او لکه چې د حزب یو لوړ پوړي، قریب الرحمن سعید ویلي دي چې حکمتیار به له افغانانو نه، د جنګونو د ناخوالو له امله بښنه وغواړي؛ خو پوښتنه دا ده چې ولې مېرمن سمر تر اوسه دا غوښتنه له نورو څخه چې دلته په حکومت او یا له حکومت نه بهر دي او د سلګونو ځوانانو د مرګ سبب ګرځېدلی چې نن د هغو کونډې او ماشومان ګدايي کوي، نه ده کړې؟ بل دا چې سیما سمر ځانته څنګه دا حق ورکوي چې زموږ د یونیم میلیونو نه تر دوه میلیونو افغانانو، حق العبد او حق الله باندې سترګې پټې کړې چې د اسلامي اصولو په اساس، داسې مجرمین باید په څه ډول سزا ورسول شي؟ دا خو په هیڅ ډول کفایت نه کوي. لکه چې دا وايي او د دې په فکر یوازې بښنه غوښتل بسنه کوي او زیاتوي چې موږ وینه په وینه نه مینځو او نه هم څوک اعدامو.
هغه تر اوسه د حق الله او حق العبد په توپیر هم نه پوهېږي او وايي: ’’هیچ کس نمی تواند حق العبد را ببخشد…’’ (۸ صبح، د تلې د میاشتې ۵ مه) حق العبد د مقتول نېږدې فامیل غړي بخښلی شي؛ خو هغه حق د الله دی چې بې له الله نه یې بل هيڅوک د بخښلو حتی حق هم نه لري.
بل دا چې مېرمن سیما سمر د جاغوري ولسوالۍ ده، نن هغې له دې ولسوالۍ نه له ۱۸۰ نه زیات کسان په دې کمېسیون کې مقرر کړي دي. آیا دا ټول کسان داسې با تجربه او روزل شوی کسان دي چې د افغانستان د نورو خلکو په منځ کې وجود نه لري او یوازې په جاغوري کې پیدا کېږي؟
داسې اوازې هم شته چې مېرمن سمر، د جاغوري په ولسوالۍ کې کم و زیات د ۳۷ لېسو په جوړولو کې هم لاس درلود او په دې تېره لسیزه کې یې د کابل د پوهنتونو استادانو ته، په اوونۍ کې له ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ ډالرو معاش ورکړی چې هره ورځ د جاغوري په څو لېسو کې درس ورکړي او د دې کار لپاره یې موټر او موټروانان هم ورته درول.
اول دا ټول لګښت د پوهنې وزارت په استثنایي ډول د جاغوري لپاره منظور کړی او که دا لګښت د جاغوري خلکو پر غاړه اخیستی او که یا سیما سمر؟ داسې خو به نه وي چې دا لګښتونه هم د کمېسیون له بودجې نه ورکړل شوي وي؟
هېڅوک د دې مخالفت نه شي کولای چې ولې زموږ په یوه ولسوالۍ کې دومره لېسې او امکانات شته دي؟
خو پوښتنه به کوي چې ولې په استثنايي ډول دومره زیاتې لیسې او داسې د لوړو زده کړو لپاره په ډالرو استادان استخدامېږي؟ ولې دا شرایط د نورو د اولادونو لپاره وجود نه لري؟ ایا په دوی، په افغانستان کې د ځینو مستعمراتي هېوادو په شان د طبقه بندۍ وخت راغلی چې دا ټول امکانات به د ځینو لپاره وي او نورو لپاره دې نه وي؟
د بشر د حقوقو دې کمېسیون د لسو کالو په موده کې د انتقالي عدالت د چمتو کړیو دوسیو راپورونه خپاره نه کړل… پوښتنه دا ده چې سیما سمر څنګه په هېواد کې د جنګي مجرمانو او بشري حقونو د سر غړونکو په پرده ځان اړ بولي؟ په داسې حال کې چې د دغه راپور په برابرولو کې د ډېرو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی’’ (سرخط، د تلې ۶مه)
نن په افغانستان کې، داسې موقع پېژندونکې ښځې هم شته چې د طالبانو او یا له هغوی نه مخکې پنځو کالو کې د خپل ځان او نفقې لپاره خصوصي تجارتونه په خپلو کورنو کې پیل کړي وو، لکه نورو ته د فیس په مقابل کې درس ورکول او یا هم د خیاطۍ پر پینځو یا شپږو ماشینونو، له ۳۰ زیاتو ښځو څخه په مختلفو ساعتونو کې د اجورې په مقابل کې کار اخیستل او نن ادعا لري چې دا ډول رضا کارانه دندې یې ترسره کړي او امتیازات یې هم اخیستي دي. خو واقیعت دا دی چې هغوی د همدې قماشي نارینه و په شان، باید له خپل ضمیر سره په مجادله کې وي چې ولې واقعیت یو څه او دوی ور څخه بله لوبه جوړه کړې ده؟
اتلانې ښځې او نارینه امتیاز اخیستنې ته اړتیا نه لري. خلک خپل اتلان پېژني او د هغوی په زړونو کې د ویاړ ځای لري.
د بشر د حقوقو له کمېسیون نه باید د یوې ډلې او خلکو د ګټې لپاره استفاده ونه شي. دا ډول کمېسیون او کمېشنران باید مطلق بې طرفي غوره کړي او ټولو ناخوالو او د بشر د حقوقو نقض کولو ته په یوه سترګه وګوري. له بده مرغه، ډېر د افغانستان د بشر د حقوقو کمېسیون د یوې ډلې په انحصار کې ګڼي او ځکه هم په نورو سترګې پټول او له یو چا نه د بښنې غوښتل، بیا تر ډېرو تنقیدونو لاندې راځي. دا د دې مانا، نه لري چې حکمتیار او حزب اسلامي ته غټ مسوولیت په دې ناخوالو کې متوجه نه دی؛ خو دا یوازې حکمتیار نه و، نور هم ول چې کابل یې په برخو، برخو وېشلي و او هرې برخې په خپلو ناحیو کې، خپل د غم او تېریو، حکومتګي جوړ کړي وو.
د انګلیسي ژبې هارټ آف ایشیا Heart of asia په کابل کې د هغو ’’مصئونو’’ کورنو په باب چې په ستونزو اخته ښځې پکې ساتل کېږي، تر عنوان لاندې لیکلي ’’ښځې د غلامانو په شان په دې کورنو کې’’ د هلمند د یوې مېرمن، هوریه پوپلزۍ کیسه لیکلي چې د هغې ورور ژباړن و، خپل طالب تره یې وواژه، خور یې ځان وژنه وکړه او دا د پاکستان پولیس افغان پولیسو ته وسپارله چې بالاخره د کابل یوه دا ډول محفوظ کور ته ولېږل شوه. مېرمن هوریه وايي چې له ښځو سره هلته ډېر ظلم کېده داسې چې کله به یې ان ۲۰ قالینې په یوه ورځ ورباندې وینځلې. د هغو ښځو سره چې سرپرست به یې نه درلود، لا هم بد وضعیت کېده.
د دې کورنو سرپرستي، د سیما سمر د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کوي. نوریه ته د دې کمېسیون له خوا ویل شوي ’’دا محفوظ کورونه د هغو ښځو لپاره دی چې طلاق غواړي او بیا غواړي بل مېړه وکړي. نور ډول ښځو سره مرسته نه کېږي’’ (همدا اخبار ۲۰ سپټمبر)
هوریه پوپلزۍ وايي چې له ډېرو ښځو نه جنسي سؤ استفاده کېده او هیچا یې هم پروا نه کوله.
هارټ آف ایشیا لیکي ’’ یو لوی تنقید د بشر د حقوقو په کمېسیون دا دی چې مامورین یې له ۱۴ کالو نه را په دېخوا په بډو او اختلاس کې لاس لري؛ خو حکومت تر اوسه، یو هم نه دی معزول کړی’’
یوه توقع چې هر څوک به یې له اغلې سیما سمر نه وکړي هغه به داوي چې په ستونزو اخته خویندو ته، د دې تر نظارت لاندې برخو کې؛ لازمه ده چې هرڅه په ډېر جدیت سره وکړي. خو کله چې هارټ آف ایشیا لیکلي، له دې مېرمنۍ نه دا ډول توقع هم پرځای نه ده.
You also might be interested in
لیکنه: ډاکټر نبي مصداق زه د وارسا د سر مشریزې[...]
لیکنه: لیکنه: ډاکټر نبي مصداق افغانستان د نړۍ په داسې[...]
لیکنه: ډاکټر نبي مصداق له بده مرغه افغانستان چې پر[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی