د سیمنټو د ابتدايي ځان نیونې وخت مالومول. Determination of Initial Setting Time of Cement
کیدای شي لیدلي مو وي چې یوشمیر خلک د پلستر ،خشت کارۍ او نورو ساختماني کارونو لپاره مساله یا کانکریټ جوړ کړي بیا یې په ساعتونو وروسته کاروي ،دا مسله په تخنیکي لحاظ ډيره خطرناکه ده او د جوړیدونکي ساختماني عنصر کیفیت ته لوی زیان اړوۍ .ځکه کله چې له سیمنټو سره اوبه ورعلاوه شي نو هغه بیا یو یوټاکلی وخت لري چې په کې مطلوب ځای ته ورسیږي ،چې دیته د سیمنټو ابتدآيي ځان نیونې وخت وایي .د سیمنټو ابتدايي ځان نیونې وخت هغه موده ده چې له سیمنټو سره اوبه ورعلاوه شي ترهغې چې 1 ملې متر مربع سطحې مساحت لرونکې ستن ،د ویکات قالب کې له لاندې خوا څخه له 5mm تر 7mm پورې په سیمنټي بلاک کې ننوتو کې ناکامه شي .دا ازماییښت ددې لپاره کاریږي چې دکانکریټو لپاره دمخلوطولو ، انتقال او ځاي په ځای کولو ترمنځ وخت مالوم شي.
د سیمنټو د ابتدايي ځان نیولو یا جوش کولو وخت مالومولو د ازمایښت پروسیجر.
لاندې وسایلو ته ضرورت دی .
a) ویکاټ وسایل Vicat’s apparatus
b) ترازو .
c) اندازه کوونکی سلنډر .
d) سټاپ واچ .
e) ښیښه یې پلیټ .
f) لوښی . Enamel tray
g)
h) ګلماله .
د ازمایښت پروسیجر .
1) د سیمنټو ثبات ازمایښت (Consistency test) باید له وړاندې ترسره شوی چې مالوم شي د سیمنټو خمیرې لپاره څومره اوبو ته ضرورت دی یعنی نورمال ثبات یا سټنډرډ ثبات P یې څومره دی .
2) 400 ګرامه سیمنټ راواخلۍ او د نورمال ثبات 85% اوبه ورسره زیاتې کړۍ یعني د سیمنټو مقدار 0.85P کې ضرب کړۍ .د بیلګې په ډول که د سیمنټو سټنډرډ ثبات لپاره ضرورت وړ 100 ګرامه اوبو ته ضرورت وي نو هغه 100 ضرب 0.85
3) وخت د 3 او 5 دقیقو ترمنځ اندازه کړۍ .کله چې له سیمنټو سره اوبه ورزیاتې شوې سټاپ واچ چالان کړۍ .دې وخت T1 ووايي.
4) د ویکاټ قالب له سیمنټو خمیرې ډک کړۍ ،چې په ښیښه یې پلیټ ایښی وي .قالب چې پوره ډک شو بره سطحه یې په کراره هواره اولیول کړۍ .دغه سیمنټي بلاک ته چې چمتو شو ازمایښت بلاک ویل کیږي .
5) دغه ازمایښت بلاک چې په قالب کې ایسار دی او په غیرقابل نفوذ سطحه یا ښیښه باندې ایښودل شوی د بیرنګ راډ د ستنې لاندې کیږدۍ .
6) ستن پرې په کراره راښکته کړۍ داسې چې د ازمایښت بلاک سطحې سره په تماس کې شي ،بیا پرې ستن ازاد شکل راخوشي کړۍ څو په ازمایښت بلاک کې ننوځي.
7) په لومړیو کې ستن په ازمایښت بلاک کې مکمله ننوځي.دا پروسیجر څو ځلې تکرار کړۍ ،هردوه دقیقې وروسته ستن پرې راخوشي کوۍ ترهغې چې ستن نوره نشي کولی په ازمایښتي بلاک یا سیمنټي خمیره کې 5mm ننوځي .کله چې دا وخت راورسیږي دا وخت یادداشت کړۍ.
محاسبه .
a) اخستل شوو سیمنټو اندازه په ګرام سره .
b) سیمنټو سره د ورعلاوه شوو اوبو اندازه په ګرام سره ،چې دا مساوي دي په 0.85 ضرب د ستڼډرډ ثبات لپاره ضرور وړ اوبو اندازه .
c) هغه وخت چې لومړی ځل اوبه سیمنټو سره علاوه شوې (T1) په ثانیه سره .
d) بیا هغه وخت کله جې ستن نوره په ازمایښت بلاک کې له 5mm تر 7mm ننوتو کې ناکامه شي. (T2)په ثانیه سره .
e) ابتدايي ځان نیونې یا ابتدايي جوش وخت = T2-T1
احتیاط.
کله چې د سیمنټو د ابتدايي ځان نیونې وخت مالومولو ازمایښت ترسره کیږي باید لاندې ټکو ته پام وشي.
a) د ابتدايي او وروستي ځان نیونې وخت ستنې په کراره سره پر سیمنټي بلاک راپریښودل شي.
b) چیرته چې ازمایښت ترسره کیږي هلته ویبریشن نه وي.
c) ستن باید هرځل پاکه کړای شي.
d) د قالب ځای ته په کراره تغیر ورکول شي څو په همغه یوځای کې د ستنې د ننوتو مخه ونیول شي.
e) ازمایښت باید په مناسب چاپیریالي شرایطو کې ترسره شي.معمولا د کوټې تودوخه 27 درجې سانتي ګرید وي .
د یو شمیر سیمنټو د ابتدآيي ځان نیونې وخت په لاندې ډول دی.
1) OPC (33) ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
2) OPC (43) ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
3) OPC (53) ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
4) SRC ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
5) PPC ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
6) RHPC ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
7) PSC ابتدايي ځان نیونې وخت یې 30 دقیقې.
8) ټیټي تودوخې سیمنټ ابتدايي ځان نیونې وخت یې 60 دقیقې .
9) IRS-T-40 سیمنټ ابتدايي ځان نیونې وخت یې 60 دقیقې>
10) معماري سیمنټ ابتدايي ځان نیونې وخت یې 90 دقیقې
You also might be interested in
د اور خښتې –خواص ،ډولونه او کارول . Fire Bricks[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل ځان باوري کابو په نفس باندې[...]
ډېری وخت د ملا دردونه د پام يا د ډار[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی