د سیول انجینرانو لپاره عام کارونکي اصول. Thumb Rules For Civil Engineers
انجینري ډيزاینونه دتجربه شوو فورمولونو او قواعدو له مخې ترسره کیږي خو دلته یوشمیر اصول شته چې قیمتونه یې له هغو قیمتونو سره دومره توپیر نه لري کوم چې د فورمول له مخې پیداشي .دغو اصولو ته عام کاریدونکي اصول ویل کیږي چې په کارولو سره یې کارونه چټک کیږي او غوښتل شوی قیمت زر ترلاسه کیږي .دا اصول په هغو ځایونو کې ډیر ارزښت لري چیرته چې سمدستې زر پریکړه کول په کار وي .له دې اصولو څخه په ګټې اخستو سره پیچلې ریاضیکي محاسبه نه کیږي او د یوتخنیکې کار په اړه زر پریکړه کیږي .خو باید په یاد ولرو چې د عامو کاریدونکو اصولو په واسطه پریکړه د ریاضیکي محاسبو د قیمتونو د پایلو په اندازه دقت نه لري.دا یوډول اټکلیز قیمتونه وي .دسیول انجینرۍ یو شمیر عام اصول دلته ذکر کوو.
1. نسبت دودانۍ مساحت ته د کانکریټو د حجم محاسبه کول .
په یو فوټ مربع مساحت کې د کانکریټو حجم 0.038m3 وي یعنی 0.038 m3/square feet area د بیلګې په ډول که فرش مساحت 40 x 20 = 800 foot2. وي د کانکریټو حجم به 30.4m3 ځکه 800 x 0.038m3
2. د سلب ،بیمونو ،تهدابونو او پایو لپآره د سیخانو اندازه .
a) په استوګنو ودانیو کې د ضرورت وړ سیخانو اندازه په هر فوټ مریع کې = 4.5 Kgs – 4.75 Kgs / Sq. Ft.
b) د سوداګریزو ودانیو لپاره د ضرورت وړ سیخانو اندازه په هر فوټ مریع کې5.0 Kgs-5.50 Kgs/Sq. Ft.
3. په ساختماني عناصرو کې د سیخانو فیصدي او اندازه.
a) سلب د کانکریټو د ټول حجم 1%
b) بیمونه د کانکریټو د ټول حجم 2%
c) پایې د د کانکریټو د ټول حجم 2.5%
d) تهدابونه د کانکریټو د ټول حجم 0.8%
e) تهداب په هرمترمربع کې 0.6kg
f) پایه په هر مترمربع کې 4kg
g) سلب په هرمترمربع کې 7kg
h) بیم په هرمتر مربع کې 7.5kg
بیلګه . که د یو سلب اوږدوالی ،پلنوالی او پیړوالی په ترتیب سره 5m ،4m او 0.15m وي د سیخانو اندازه یی مالومه کړۍ.
لومړی ګام . د کانکریټو حجم =3m3.5 x 4 x 0.15
B N دتا د ماخذ کتاب له مخې د سیخانو اندازه د ټولو کارولو شوو کانکریټو د حجم 1% کیږي .نو
3 x 7850 x 0.01 = 235Kgs
4. د قالب یا شټرنګ مساحت لپاره عام اصول .
a) د قالب لګښت د ودانۍ د ټول ساختماني کار د لګښت له 15 تر 18% پورې کیږي .د عامو اصولو له مخې شټرنګ د کانکریټو د حجم شپږ چنده یاهم د کرسي مساحت دوه نیم چنده په اندازه کیږي .د بیلګې په ډول که کانکریټ حجم 0.5m3 وي نو شټرنګ مساحت 0.5*6=3m2 کیږي .
b) د شټرنګ د هرمتربع لپاره 750 ګرامه میخ ته ضرورت دی .
5. د سیمنټو مصرف .
په اوسط ډول د یوپوړیزه ودانۍ لپاره د فرش مساحت په هرفوټ مربع کې 0.55 بوجۍ سیمنټ مصرف کیږي .
6. د خښتو مصرف .
معمولا په اوسط ډول د فرش مساحت په هر فوټ مربع کې 0.015 m3 خښته مصرفیږي .