ژباړه:محمد فرید عاطف
- یو لسمه پوښتنه .مونږ د سیمنټ، مخصوصه وزن څنګه پیداکوو ؟
ځواب :د سیمنټو د مخصوصه وزن پیدا کیدو هدف دادی چې مالوم شي سیمنټ به په اوبو کې ډوب شي او که به د اوبو په مخ لامبو ووهي .د سیمنټو د مخصوصه وزن د پیداکیدو لپاره Le Chaterlier”s flask یوه ځانګړې اله کاریږي چې یوټیوب لري او په لاندې برخه کې لامپ لري. پروسیجر یې داسې دی چې .
- لومړی باید flask مکمل وچ او تش کړای شي او بیا یې وزن واخستل شي او W1 وښودل شي.
- flask بوتل کې تر 50gm پورې سیمنټ واچول شي تو وزن یې واخستل شي W2 .
- اوس flask بوتل تر بره لیول پورې د لاټین تیلو (kerosene) څخه ډک شي .سیمنټ او لاټین تیل ښه وښورول شي څو هوا ترې ووځي .اوس د بوتل وزن له سیمنټو او تیلو سره واخستل شي او په W3 وښودل شي.
- اوس بوتل تش کړای شي او یوځلې بیا تربره برخې پورې یعنی ټول له تیلو ډک شي .وزن شي او په W4 وښودل شي .
- محاسبه د سیمنټو مخصوصه وزن .Sg= (W2-W1)/(W2-W1)-(W3-W2)×0.79
په عام ډول د سیمنټو مخصوصه وزن مساوي کیږي د سیمنټو وزن تقسیم د همغې معادل اوبو وزن .
دلته 0.79 د لاټین تیلو مخصوصه وزن دی .د و
- دولسمه پوښتنه .د یو متر مکعب سیمنټو کثافت یا حجمي وزن څومره دی ؟
ځواب :د سیمټو سټنډرډ حجمي وزن مساوي دی 1440 kg/m3 ، حجمي وزن مساوي دی کتله تقسیم پر حجم یا
Density = mass/volume (ρ=m/V) So, V=m/ρ.
- دیارلسمه پوښتنه . دودانیو د چپه کیدو لامل څه شی وي ؟
ځواب :د ودانیو د چپه کېدو بیلابیل لاملونه وي چې یو څو په لاندې ډول دي .
- تهدابونه ډير کمزوری وي .د ناجیریا د اوټا پوهنتون یو پروفیسر وايي چې د ودانیو د تهدابونو جوړیدو پروخت باید دوه خبرې په پام کې ونیول شي ،د خاورې استحکام او د ودانۍ دروندوالی .هغه وايي حتې په مستحکمه ځمکه هم باید مضبوط تهداب جوړ شي .
- د ودانیو مواد پوره مضبوط نه وي .په ودانیو کې داسې مواد کاریږي چې مضبوط نه وي ،په مارکیت کې د اصلي موادو پرځای تقلبی (counterfeit) خرڅيږي .
- کارکوونکي تیروتنې کوي .حتی که مزدور کار ته سم مواد هم ورکول شي لکه کانکریټو هغو یې ناسم مخلوط کوي همدا ددې لامل شي چې مقاومت یې راکم شي .ډیری وخت خلک لږ ماهر مزدور ګماري ځکه هغو د ماهرو کسانو په پرتله ارزانه وي .څوک په مسلکیتوب کې سپما کول غواړي په دې اړه د نایجریا پوهنتون یو پروفیسر وايي چې دا ښه نه ده چې د روپۍ په سلمه برخه کې هوښیار وي او په پوره روپۍ کې کمعقل .
- بار له هغې اندازې زیات دی چې ورته په پام کې نیول شوی .دا داسې مانا لري لکه یو ماشوم ته چې غټ بکس ور په شا کړي .ماشوم نه شي کولی دا بوکس یوسي .
- مقاومت نه دی ازمایښت شوی .د ودانۍ ټولې مقاومت کوونکي نقطې باید ازمایښت شي .
- څوارلسمه پوښتنه .د سیخانو د قاتولو جدول (BBS)څه شی دی او څنګه چمتو کیږي .
ځواب :د سیخانو قاتول د سیخانو کږول او پرې کول دي چې سیخان د خپلې خوښې سره سم شکل باندې چمتو کړو .د سیخانو کږولو جدول د سیخانو د لست تشریح ده .سیخانو جدول د ساحې انجینر لخوا د سیخانو محاسبې لپاره کاریږي .د سیخانو په جدول کې لومړی ساختماني غړی مشخص کیږي او وروسته هر سیخ ضرورت وړ شمیر لست چمتو کیږي . د بیلګې په ډول په 10m سلب کې 12mm سیخان په 300 mm c/c فاصله کې ځای په ځای شوی محافظوي قشر یې 100mm دی .نو د سیخانو شمیر به = (10,000 – 2 × 100mm)/(300) = 32.66 ~ 33 Bars of 12 mm dia
وروسته له دې د هر سیخ اوږدوالی پیداکیږي .ددې لپاره لاندې فورمول کاریږي .د سیخ اوږدوالی مساوی دی په =د کانکریټو اوږودوالی (په کوم طرف چې سیخ اچول کیږي ) منفی 2 × محافظوي قشر + انکشافي اوږدوالی .اوس یې واحد وزن (D × D)/162 څخه پیداکوو.
- پنځلمسه پوښتنه .ولي د کانکریټي مکعب ازمایښت ترسره کیږي؟
ځواب .د اومې او اته ویشتمې ورځو ازمایښت د تحلیلی لپآره ترسره کیږي چې وکتل شي پوره کرکرستیک فشاري مقاومت یې ترلاسه کړی . (7 days- around 20 mpa…and 28 days- around 32 mpa)
- شپاړسمه پوښتنه .ولي کانکریټ سلمپ ازمایښت ترسره کیږي ؟
ځواب :په کانکریټو د سلمپ ازمایښت ددې لپاره ترسره کیږي څو وړاندې له جوش او ځان نیونې د تازه کانکریټو غلظت او ثبات اندازه شي .ددې ازمایښت په مټ دکانکریټو کار وړتیا مالومیږي .داازمایښت د ساه والي له امله ډير مشهور دی .
- د کانکریټو خون ریزي ،جلاکیدل او مچیو ځالې جوړیدل څه شي دی ؟
ځواب:.خون ریزي .کله چې په تازه کانکریټو کې اوبه بره راوخیژي او ډکوونکي مواد لاندې کیني دیته د کانکریټو اوبه بهیدل یا هم خون ریزي (bleeding)وايي .ددې لوی علت د موادو مخصوصه وزن او نامناسب ځای په ځای کول وي .د موادو جلاکیدل (. Segregation)په دې مانا دی جې د کانکریټو مرکبه مواد سره جلا شي .او کله چې په کانکریټو کې له قالب رالري کولو وروسته تش ځایونه پاتې شي دیته د مچیو ځالي جوړیدل (honeycombing) وايي.
- متشنج شوي کانکریټ څه شي دی او په متشنج شوو کانکریټو کې څه ډول تقویه کوونکي کاریږي ؟
ځواب :دا چې کانکریټ په طبعي لحاظ په کشش کې کمزوري دي نو ددې خاصیت د کنترول لپآره یو اغیزمن میتود دی .په دې سره کم سلبونه ،هم بیمونه او لویو وایو ګاډرونو جوړیدای شي .متشنج شوي کانکریټ هغه ساختماني کانکریټ دي په کوم کې چې داخلي تشنجات ورکول شوي وي څو له بارونو څخه پیدا شوي کششي تشنجات پرې راکم شي .
- نولسمه پوښتنه .په سلبونو ،بیمونو او پایو کې د سیخانو او کانکریټو نسبت څومره وي ؟
ځواب . د سلب لپاره به په هرمترمکعب کې 75kg سیخ وکارول شي یعنی 75 kgs/Cum .نو حجم مساوی دی =کتله پرکثافت =75/7850= .0095. د یومترمکعب کانکریټ لپآره لرو چې =1-.0095=.99 (Concrete)
نو د سیخانو او کانکریټو ترمنځ نسبت مساوی دی =.00955 × 100=.95 ratio=.0095/.99
د بیمونو لپاره په یو مترمکعب کې 130 kg سیخان کاریږ ي.
حجم =Mass/Density=130/7850= .0165
د یو مترمکعب کانکریټو لپاره د سیخانو په ګډون .
=1-.0165=.983 (Concrete)
نو د سیخ او کانکریټو نسبت .
=.0165/.983=.0167 × 100
- شلمه پوښتنه .د مخکې کشش ورکولو لو وروسته کشش ورکولو ترمنځ توپیر څه شی د ی؟
ځواب : مخکې کشش ورکول هغه دي چې کیبلونو ته له کانکریټو اچولو وړاندې متشنج کشش ورکول شي .په داسې حال کې چې وروسته کشش ورکول هغه دی چې متشنج کیبلونو ته له کانکریټو اچولو وروسته کشش ورکول شي .په مخکې کشش ورکولو کې ضایعات دوروسته کشش ورکولو په پرتله لږ وي .