• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه- څلورمه برخه

Home انجنیريد سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه- څلورمه برخه

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه- څلورمه برخه

ژباړه:محمد فرید عاطف

  1. یودیرشمه پوښتنه .د برست دیوال څه شی دی ؟

ځواب .برست دیوال هغه دیوال دی چې د طبیعي مایلې ځمکې  ته له جوی حالاتو څخه د خوندیتوب لپاره ورکول کیږي

  1. دوه دیرشمه پوښتنه .د خښتو د ماتیدو مقاومت څومره دی په Psi سره ؟

ځواب : د خښتو ماتیدو /فشاري مقاومت ډیر متغیر دی او کیدای شي د لاسي پخو خښتو لپاره  له  30 kg/sq. cm  تر   150 kg/sq. cm پورې وي ،خو د ماشین په واسطه جوړو شوو خښتو ماتیدو مقاومت کیدای شي 450 kg/sq. cm او ان  500 kg/sq. cm   پورې ورسیږي .د پخو خښتو فشاري مقاومت یا ماتیدو مقاومت په لاندې ډول خلاصه کولی شو .

  1. عامې خښتې . 35 kg/sq. cm
  2. دویمه درجه خښتې . 70 kg/sq. cm
  3. لومړۍ درجه خښتې . 105 kg/sq. cm
  4. هغه خښتې چې ماتیدو مقاومت یې 140 kg/sq. cm  وي د  AA  په درجه کې حسابیږي .کله چې خښته په اوبو کې ډوبه شي مقاومت 25%  کمیږي .د خامو خښتو مقاومت 15 to 25 kg/sq. cm  پورې وي .که چیرې خښته په اوبو کې د 24  ساعتونو پورې ډوبه کړای شي نو لاندې اندازه اوبه جذبوي .
  5. لومړۍ درجه خښته 20%
  6. دویمه درجه خښته  22%
  7. دریمه درجه خښته 25%
  8. د ماشین په واسطه جوړې شوې خښتې باید له 5% زیاتې اوبه جذب نه کړي .
  9. درې دیرشمه پوښتنه .جینټونه په څو ډوله دي ؟

په کانکریټو کې جینټونه لاندې ډولونه لري.

  1. ساختماني جینټ .
  2. انبساط جینټ .
  3. انقباض جینټ .
  4. جلاکیدو جینټ .

په کانکريټو کې ساختماني جینټ .ساختماني جینټونه په سلبونو کې ددې لپاره ورکول کیږي څو د جداګانه ځای په ځای کولو اندازه یی له وړاندې مالومه وي .ساختماني جینټ ددې لپاره ورکول کیږي د سلب دواړو خواو ته د بې ځایه کیدو اجازه ورکړي ،خو په ورته وخت کې وکولی شي د سلب ددننیو بارونو په واسطه منځ ته راغلي انحنايي تشنجات هم ولیږدوي .ساختماني جینټ باید افقي بې ځایه کیدو ته اجازه ورکړي کوم چې د حرارت او انقباض حرکت له امله پیداکیږي.خو په ورته وخت کې باید عمودې بې ځایه کیدو ته اجازه ورنکړي .

انبساط . کانکریټ د بیلابیلو عواملو له امله له حجمي بدلون سره مخ کیږي ،نو مونږ باید ددئ حجمي  بدلون لپاره جینټ ورکړو څو تشنجات ترې تیر شي .انبساط د اوږودوالی تابع دی .هغه ودانۍ چې اوږودوالی یې له 45m  زیاتیږي نو یو یا دوه انبساط جینټ ورکول کیږي .معمولا هرو 30m  مترو کې ورکول کیږي .

انقباض جینټ .انقباض جینټ په کانکریټي سلب کې نری کیندل شوې جرۍ شکل جینټ دی چې د عمودي کمزورې مستوی منځ ته راوړي .دا جینټ هغه درزونه تنظیموي چې د اندازو د بدلون له امله سلب کې منځ ته راغلي وي .کوم درزونه چې تنظیم نه شي کیدای شي دننه کانکریټو ته د اوبو د نفوذ او ګڼو نورو ستونزو پیداکیدو لامل شي.انقباض جینټ د سلب له ¼   تر 1/3  پورې ورکول کیږي او معمولا له 3.1m تر 15m فاصله کې ورکول کیږي .

  1. څلور دیرشمه پوښتنه .په کانکریټو کې ددرز مخنیوی څنګه کیږي ؟

ځواب .په کانکریټو کې هرډول درز باید له پیداکیدو وړاندې له منځه یوړل شی .نو ددې لپآره باید مخنیوی کوونکي دوا وکارول شي .په محدود شوو کانکریټو کې ،انقباض او تودوخې درجې لویدل کششي تشنجات تولیدوي کله چې دا کششي تشنجات  د کانکریټ له کششي مقاومت زیات شي کانکریټوکې درز پیداکیږي .وچیدو انقباض کوم چې ددرز پیداکیدو یولامل دی کیدای شی لاندې فکتورونو سره  کنترول شي.په کانکریټو کې د کارول شوو ډکوونکو موادو  کیمیاوي جوړښت ،شکل او دننه ساخت او درجه بندي د کانکریټو حرارتي ضریب .د انقباض مقدار ،سختوالی ،کریپ ، جریان اوځای په ځای کول زیات اغیزمنوي.

غني سیمنټو کانکریټ ،د سلب غیرمنظم نشست ،لوړه تودوخه او هوا ناوړه اغیز ،له کانکریټود اوبو بهیدل ،د سختیدو پروسو پرمهال کیمیاوي تعامل په واسطه د اوبو ضایعات او د ډکونکو موادو غیرمنظم سایز هغه عوامل دي چې ددز پیداکیدولامل ګرځي  .څولارې شته درز پیداکیدو مخنیوی کیدای پرې شي.

.د ډيزاین پرمهال د کانکریټو سختۍ درجه کوم چې کانکریټ ورسره د سختیدو او وچیدو پرمهال مخ کیږي باید په پام کې ونیول شي .په مخلوط ډيزاین کې هغه مواد وکارول شي چې ښه کیفیت ولري. په کانکریټو کې د اوبو مقدار هغه مهم فکتور دی چې انقباض باندې زیات تاثیر لري .په کانکریټو کې د اوبو مقدار باید ترخپله وسه پورې کم وي .د کانکریټو لاندې طبقه باید لمده وي او همداراز ښه تخته شوې وي .

  1. پنځه دیرشمه پوښتنه  .د ماتیدو د ماتیدو ازمایښت لپاره  د نمونې سایز څومره وي ؟

ځواب :د ماتیدو ازماایښت لپاره د تیږې سایز  40 × 40 × 40 mm  وي .د ازمایښت لپاره تیږه د CTM  په ماشین کې کیښودل کیږي او 14N/mm2   بار پرې واردیږي .

  1. شپږدیرشمه پوښتنه .د سولیدو په ازمایښت کې ،د ازمایښت په وسایلو کې د نمونې سربیره نور کوم موادو په کې اچول کیږي ؟

ځواب .په تیږه د سولیدو ازمایښت ددې لپاره اجرا کیږي څو له نورو موادو سره دتیږې موافقت وکتل شي او یوپربل یی سولیدل پیدا شي او په دې سره د زړښت مقاومت یی مالوم .له نمونې سره  سره یوځای  48mm  قطر لرونکي چدن بالونه ځای په ځای کیږي .

  1. د تیږې د سختوالی په ازمایښت کې کوم وسایل کاریږي ؟

ځواب .دسولیدو ازمایښت لپاره  لاسا انجلس کاریږي د تیږې د سستې او زیږوالي مالومولو لپاره   Deval   او  د فشاري ماتیدو لپاره  CTM  کاریږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

میخي تهدابونه – اړتیا او دندې . PILE FOUNDATION – NEED AND FUNCTIONS

Nov 5, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف میخي تهدابونه هغه وخت کاریږي کله[...]

په کانکریټو کې د وړو او غټو درزونو د ترمیم میتودونه (لومړۍ دریمه او وروستۍ برخه )

Sep 1, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف 4. سوري ویستل او سره[...]

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه – دریمه برخه

Jul 5, 2018

ژباړه:محمد فرید عاطف یو لسمه پوښتنه .مونږ د سیمنټ، مخصوصه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022