ژباړه: محمد فريد عاطف
- اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه شی دی او د هغې پيړوالی څومره دی ؟
د لمدبل ضد طبقه د ځمکې په لیول کې هغه خنډ دی چې د دیوال په ټول پلنوالی او ټول اوږودوالی کې ورکول کیږي او له ښکته لوري څخه د لمدبل د نفوذ مخنیوی کوي .په باندنیو دیوالونو کې ددې طبقې پیړوالی باید له 6 انچه یا 150mm کم نه وي .د لمدبل ضد طبقه کې بیلابیل مواد کاریږي .زنک ،جست ،زنګ ضد فولاد او پلاستیک .هرځای کې د همغه شرایطو سره برابر لمدبل ضد طبقه جوړیږي .
- نهه دیرشمه پوښتنه .د سلب محافظوي قشر څو دی ؟
ځواب 25mm.
- څلویښتمه پوښتنه .د پایو او بیمونو د سیخانو ترټولو لوړه فیصدي څومره ده ؟
ځواب .د پایو 6% او د بیمونو 4%
- یو څلویښتمه پوښتنه .په کانکریټو FM څه شی دی .؟
ځواب .FM یا د میده والي مودول هغه تجربوي عدد دی چې د غلبیلونو په مخ د نمونې پاتې شوو فیصدیو د مجموعې تقسیم پر 100 څخه لاس ته راځي .
- دوه څلویښتمه پوښتنه .د بسته کولو فکتور څه شي دی ؟
ځواب .په کریستالوګراف کې د اتومات بسته کولو فکتور (atomic packing factor) یا (APF), یا بسته کولو کسر په کرستالي جوړښت کې د مرکبه ذراتو د حجم کسر دی .دا بې واحده عدد دی او هروخت له واحد کم وي د څوګونې اجزاو ساختمانونو د APF عدد له 0.74 نه زیاتیږي . اتومات بسته کولو فکتور داسې لاس ته راځي چې په هره حجره کې د ذراتو شمیر ضرب د ذراتو حجم تقسیم پر د حجرې حجم .APF= N*V/V
- درې څلویښتمه پوښتنه .د یو طرفه او دوه طرفه سلبونو ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .یو طرفه سلب کې د اوږود او لنډ طرف سلب ترمنځ نسبت له دو زیات وي .دویم توپیر یې دادی چې په یوطرفه سلب کې سلب یوبل ته مخامخ دوه بیمونو په واسطه اتکا کیږي ،او په دوه طرفه سلب کې په څلورو واړو طرفونو متکي وي .
- څلور څلویښتمه پوښتنه د QA او QC ترمنځ توپیر څه شی دی ؟
ځواب .په QA یا کیفیت تضمین په پروسو تمرکز کیږي او په QC کې یا کیفیت کنترول کې په محصول تمرکز کیږي .ازمایښت کول په پروسو کې تمرکز دی نو ځکه د QC په برخه کې راځي .د کیفییت لپاره ازمایښت د کیفیت تضمین نه شي ورکولی په دې سره کنترول کیږي .د کیفیت (Quality Assurance) تاته ډاډ درکوي چې ته سم روان یې او سم کارونه کوي .
- پنځه څلویښتمه پوښتنه په کانکریټو Fe415 څه مانا لري؟
ځواب . Fe415 په دې مانا دی چې دا لوړ سیلان مقاومت رخداره سیخان دي او د هغې کرکرستیک مقاومت 415N/mm2
- شپږ څلویښتمه پوښتنه .په یوه ودانۍ کې د پایې دندې څه شي دی.؟
ځواب .په یوه ودانۍ کې پایه ددې لپاره کاریږي چې د بره پوړونو او بام وزن اتکا کړي .نن سبا یو شمیر پایې د ښایښت لپاره هم کاریږي .د وزن برداره بیمونو سره پایې زیاته اندازه بار اتکا کولی شي .
- اوه څلویښتمه پوښتنه . په 4 یارد مربع کې څو فوټ مربع وي ؟
ځواب .یو یارد مربع مساوي کیږي 9 فوټ مربع سره یعنی . 1 Square Yard = 9 Square Feet
نو =4*9=36 ft2
- اته څلویښتمه پوښتنه.د خاورې اوسط کثافت څه شی دی ؟
ځواب .دخاورې اوسط کثافت 2.65 g/cm3 ،سلټ لوم خاوره 50% تخلل لري او پړسوب کثافت یې 1.33 g/cm3 دی .
- نهه څلویښتمه پوښتنه.د لاندې مارک کانکریټو نسبتونه پیداکړۍ M5, M7.5, M10, M15, M20, M25, M30, M35, M40?
ځواب . M-5- 1:5:10
M-7.5 -1:4:8
M-10 – 1:3:6
M-15 – 1:2:4
M-20 – 1:1.5:3
M-25 -1:1:2
M-30 – M-40 – Design Mix followed
- پنځوسمه پوښتنه .د سلب او بیم د سلپ قیمتونه څو دي ؟
ځواب .له 30mm تر 125mm