ژیاړه:محمد فرید عاطف
یوویشتمه پوښتنه .د 16mm, 12mm, 20mm, 25mm, 8mm قطر سیخانو وزنونه څه شی دي ؟
ځواب .د سیخانو وزن د d2/162 یا dd/162 فورمول په واسطه پیداکیږي .د پورته سیخانو وزن په یو متر کې په لاندې ډول دی .
8 mm- 0.3948 kg/m
10mm – 0.6169 Kg/m
12mm – 0.8883 Kg/m
16mm- 1.5792 Kg/m
20mm – 2.4675 Kg/m
25mm – 3.8554 kg/m
32mm – 6.3167 Kg/m
دوه ویشتمه پوښتنه .د بیلابیلو وایو لرونکو سلبونو او بیمونو د قالب د اتکا ورکولو لپاره د اړم موده څومره ده ؟
ځواب .دا په اصل کې په ابتدايي وخت کې د کانکریټو په مقاومت ترلاسه کولو پورې اړه لري.که چیرې مقاومت د دمقاومت له غوښتنو زیات وي نو اړتیا نشته د قالب هغه اتکايي اړمونه وساتل شي .د جوړولو پرمهال په بیمونو او سلبونو باندې لاندې بارونه عمل کوي .
خپل وزن .
ساختمان بار .
د بره پوړ وزن .
نو ځکه ښکاره ده چې تاسې اړتیا نه لرۍ د ساختمان پوره مصونیت لپاره 28 ورځې اتظار وباسۍ .ترهغې چې ودانۍ له کانکریټ اچولو وروسته 28 ورځې دوام وکړي ،د خدماتي مرحلې غوښتنې به پوره شي .د نورمال شرایطو لاندې د سلبونو او بیمونو د قالب د اتکايي اړمونو وخت په لاندې ډول دی .
د سلب د اتکايي اړمونو لپاره چې د ۳ ورځو لاندې پریښودل شوی وي ،هغه معمولا له 12 تر 24 په موده کې رالرې کیږي .
د بیمونو د قالب څنګونه له 24 ساعتونو وروسته رالرې کیږي .
عمودي عناصرو لپاره ،له 24 تر 48 ساعتونو په موده کې رالرې کیدای شي
د بیمونو وتلې برخې له 7 ورځې وروسته .
هغه سلبونه چې وایه یې تر 5m پورې وي د سلب اتکايي اړمونو رالرې کول 7 ورځې پس مناسب وي .
هغه سلبونه چې وایه یې له 5m زیاته وي د سلب اتکايي اړمونو رالرې کول 14 ورځې.
درویشتمه پوښتنه . په اوسپنیزو کانکریټو باندې مخکې متشنج شوي کانکریټ څه ښیګڼې لري ؟
مخکې متشنج شوي کانکریټي عناصر درزونه نه لري ،
د ټکان پروړاندې ښه مقاومت لري او.
د اوسپنیز کانکریټي ساختمان په پرتله مخکې متشنج شوو کانکریټو مداومت زیات دی.
په مخکې متشنج شوو کانکریټي عناصرو کې لوړفشاري مقاومت لرونکي کانکریټ او لوړ کششي مقاومت لرونکي سیخان کاریږي .
د اوږدو وایو لپاره وړې مقطعې کاریدای شي .
مخکې متشنج شوي کانکریټي عناصر کم وزن لري او په اسانه لیږدول کیدای شي.
د بیلابیل مارک لرونکو کانکریټو او چپسو لپاره مواد څومره دي ؟
د 10 مترمکعب M10 مارک کانکریټو لپاره له چپسو سره .
سیمنټ 45 بوجۍ ،شګه 4.62 مترمکعب او چپس 9.24 مترمکعب یا 266 بوجۍ
د 10 مترمکعب M15 مارک کانکریټو لپاره له چپسو سره .
سیمنټ 65 بوجۍ ،شګه 4.4 مترمکعب او چپس 8.8 مترمکعب یا 254 بوجۍ
د 10 مترمکعب M20 مارک کانکریټو لپاره له چپسو سره .
سیمنټ 81 بوجۍ ،شګه 4. 2 مترمکعب او چپس 8. 4 مترمکعب یا 242 بوجۍ
د 10 مترمکعب M25 مارک کانکریټو لپاره له چپسو سره .
سیمنټ 111 بوجۍ ،شګه 3. 85 مترمکعب او چپس 7. 7 مترمکعب یا 222 بوجۍ
پنځه ویشتمه پوښتنه .کوم پایپ مضبوط دی، ډک فولادي پایپ که منځ خالي فولادي پایپ.
ځواب .د ډک پایپ په پرتله د منځ خالي پایپ د مقاومت او وزن نسبت ښه دی .دا په دې مانا دی چې منځ خالي سلنډر د همغه یوشان کتلي او موادو سره د ډک راډ په پرتله مضبوط وي .
شپږویشتمه پوښتنه .د کانکریټو د ځان نیونې یا جوش ابتدايي او وروستی وخت څومره دی ؟
ځواب .د کانکریټو ابتدايي وخت 30 دقیقې دی او ورستی یی 600 دقیقې یا لس ساعته دی .
اوه ویشتمه پوښتنه .مونږ ولي په کانکریتو کې فولادي سیخان ورکوو ؟
ځواب .که چپرې په کانکریټو کې ،لوړ کشش مقاومت لرونکي مواد لکه فولادي سیخان ځای په ځای شي .،نو مرکبه مواد،اوسپنیزکانکریټ ،نه یواځې د فشار پروړاندې مقاومت کوي بلکي همدارنګه د کوږوالي او مستقیم کششي عمل پروړاندې هم مقاومت کوي .
اته ویشتمه پوښتنه .د پخې خښتې مقاومت زیات دی که د کانکریټي بلاک ؟
ځواب .
په اوړي کې د تودوخې خوندیتوب .خښتې لوړه حرارتي کتله لري کوم چې د کانکریټي بلاک په پرتله زیات حرارت جذبوي .خښتې د ورځې پرمهال حرارت جذبوي او د شپې یې پریدي .دا به مرسته وکړي چې په ژمې کې کور ګرم او اوړي کې سوړ وي .چیرته چې خښته کارول شوې وي د شپې په پرتله د ورځې لږې تودوخې ته ضرورت وي .
مداومت ،کوم ساختمان چې له عامې سرې خښتې جوړ وي مداومت یې د کانکریټي منځ خالي بلاک په پرتله زیات دی .که بلاک هم سم وساتل شي نو کیدای شي مداومت یې زیات شي .
لږ سوزیدلی .پخې خښتې نور څه نه دي بلکي پوره تخته شوي خاورین مواد دي.زیات فشار یې دومره غلیظ کړي چې هلته د اور خپریدو ته خالي ځای نه وي .دا خښتې په لوړ اور کې پخیږي نو ځکه د کانکریټي بلاک په پرتله د اور پروړاندې ښه مقاومت لري.
هغه ساختمان چې له خښتې جوړ وي د بلاک جوړ په پرتله لږ حفظ او مراقبت ته اړتیا لري.یوځل چې جوړ شي ببا ډیر حفظ او مراقبت ته ضرورت نه لري.
بلاک د خښتې په پرتله ارزانه تمامیږي . له محاسبو داسې ښکاري چې له بلاک جوړ ساختمان د خښتو جوړ په پرتله 65 % ارزانه پریوځي .
د بلاکونو جوړ ساختمان د بلاکونو جوړ ساختمان په پرتله سپک وي .
د زلزلې پرمهال د عامو خښتو په پرتله کانکریټي بلاکونو ښه مقاومت له ځانه ښودلی .
د خښتو په پرتله کانکریټي بلاکونه اواز ضد ښه کار ورکوي .
نهه ویشتمه پوښتنه .په 100 فوټ مکعب حجم کې څومره خښتې وي ؟
ځواب .100 cft = 1350 bricks
دیرشمه پوښتنه .د کانکریټو مقاومت په Psi سره پس له 28 ورځو څومره دی ؟؟
ځواب : د کانکریټو مقاومت د استوګنو کارونو لپاره 2500 psi(17 MPa) تر 4000 psi (28 MPa) او لوړمقاومت د سوداګریزو موخو لپاره تر 10,000 psi (70 MPa) وي .