لیکنه: ګل رحمن رحماني
د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کړي ډېر عالم
کله کله شاعر په خپله زمانه کې له خپل کار او هنر نه په دې مايوسه شي چې فکر کوي، هسې لګيا دى او څوک يې له کار او هنره نه دي خبر او يا که خبر هم دي، نو ارزښت نه ورکوي.
د خوشحال بابا د شاعرۍ دا بيت هم ښايي چې د بابا د همداسې يوې مايوسۍ او ذهنيت زېږنده وي، خو له دې هم سترګې نه شو پټولى چې د خوشحال له زمانې وروسته عالم څه چې عالمونو خوشحال په بيا بيا ياد کړ او د يادولو دا لړۍ به يې همداسې روانه وي.
دلته د “خوشحال قدر” نه هدف د خوشحال شاعري او هنر دى، د ادب پوهنې ځينې اوسني عالمان هم په دې اند دي چې د اديب( شاعر يا ليکوال) ژوند نه، بلکې د هغه اثر او د رامنځته کېدو زمانه د بحث او مهمه ده وړ ده.
د شاعر د زمانې ډېرې داسې خبرې شته چې د هغه تر ژوند او زمانې وروسته لوستونکو ته پرې پوهېدل، يوه ګران وي، نو پرې د پوهېدو لپاره اړينه وي چې د شاعر زمانې ته ستانه شو او د هغه د زمانې له مطالعې پرې پوه شو.
په ادبي متن څېړنه کې د متن د خواوو په برخه کې دوه موضوعات مهم دي، چې يو د متن فني خوا او بله يې علمي خوا ده، په يوه خوا کې د اثر جوړښت، ځانګړتياوې، ښېګڼې او بدګڼې او بله خوا کې د ليکوال د پوهې کچه، زمانه، اقتصادي او سياسي حالات، ټولنيز وضعيت او نور څېړل کېږي.
يو شاعر ښايي په خپلو شعرونو کې هم دتېرې زمانې پوره کيسې ولري او هم د راتلونکې وړاندوينې وکړي، دا دواړه ارزښت لري، خو کره کتونکي د هغه د ژوند زمانې ته ډېر ارزښت ورکوي.
لامل يې دادى چې هر شاعر بايد د خپل زمانې غوره استازى وي او اثار يې دده د ژوند په هنداره کې په روښانه ډول انعکاس ومومي او راتلونکو ته څرګنده شي چې ده د خپل ژوند له زمانې سره څنګه چلند کړى، هغه څه دي چې تر ده وړاندې ورته دچا پام نه دى اوښتى او د لومړي ځل لپاره يې ورته پام شوى؟
کوم تخنيکونه او لارې وې چې شاعرۍ يې د ادب په ګلبڼ کې خپله ځانګړې لار وېستلې وه او که نه د نورو په پلونو يې قدم اېښى و او مخکې تللى.
هغه لار چې انسان د لومړي ځل لپاره ورباندې ځي، نو ډېره ورته زړه راښکوونکې وي، هر قدم او هر پړاو ته يې په پوره لېوالتيا سره ځير وي چې اوس به څه راځي او څه به ګورم؟
همداسې په شاعرۍ کې د شاعر نوو خبرو او نوښتونو ته د لوستونکي پام ژر اوړي او تلوسه يې يو پر دوه وي څو د خپلې خوښې شاعر له زړه نه ولولي.
که چېرته د پښتو ژبې د کلاسيکې دورې شاعران يا کلاسيکه شاعري په اوسنيو معيارونو وتلو، نو شايد ځينې خوګانې په کې پيدا کړو، خو دا کار ځکه منطقي نه دى چې د هغوى د شاعرۍ زمانه اوسنۍ نه ده.
د دوى شاعري بايد د خپلې زمانې په هنداره کې وکتل شي، د همغه مهال د ښکلا معيارونه او بريدونه دې ورته وټاکل شي چې په دې صورت کې يې پر شاعرۍ ښه پوهېدلى شو او درک يې راته اسانه دى.
د نن شاعر بايد د نن زمانې استازى وي، داسې شاعران هم لرو چې شعر يې د نن زمانې ژبه لري، خو د زمانې په تېرېدو سره نه زړېږي، پيغامونه او شعري تخنيکونه او ښکلاوې يې تلپاتې وي، لامل يې دا ددى چې خپل ځان او خپله زمانه يې خپل شعر ته لېږدولې.
ځينې وخت سياسي او ټولنيز وضعيت هم د شاعر پر زمانه اغېز لري، کله کله يې د شاعرۍ مارغه په ازاد ډول وزرونه نه غوړوي او يا هم د خلکو تر منځ هغه شهرت نه شي تر لاسه کولى چې غواړي يې او مستحق يې دى.
خو داسې وخت راځي چې شعر يې له خپل مخاطب سره مخامخ شي، د هغه شعرونو ته يو ځل بيا پام واوړي. هغه مهال بيا فکر کوي چې د شاعر د نبوغ او شهرت زمانه همدا اوس پيل شوې ده.
ځينې وخت چې شاعر ته د خلکو د زړونو غږ او ترجمان وايي، لامل يې دادى چې شاعر له خپلې زمانې سره سم مزل کړى، خپل شاعرانه خيالونه او اندونه يې د خپلې زمانې په هنداره کې هغوى ته وړاندې کړي دي، د ماضي او مستقل په ګردونو کې نه دى ورک شوى.
دلته زما موخه دا نه ده چې شاعر دې ګني د زمان په ژبه شاعري وکړي او د وخت په څېر دې تېره شي، موخه مې داده چې شاعر دې مهالنۍ شاعرۍ نه کوي، شاعر بايد خپل ځان خپل شعر ته ننباسي.
له خپل ژوند، ټولنيز وضعيت، چاپيريال او حالاتو دې د خپلې شاعرۍ مواد تر لاسه کړي، خپلې تشتبيهات، استعارې، انځورونه او سمبولونه دې ونغاړي، هغه څه چې دده په زمانه کې پېښېږي او روان دي، هغه دې په شعر واوړوي.
د تېرې زمانې خبرې له ده نه تېرو شاعرانو په خپله شاعرۍ کې کړې، راتلونکي لپاره نور شاعران شته چې خپلو لوستونکو ته يې انځور کړى، ده ته اړينه ده چې د خپلې زمانې ممثل پاتې شي او د شاعرۍ مينه وال له زماني اړخه په يوه خلا کې پرېنږدي.
د خپلې زمانه نه لرې او يا ژوند ته د بل له عينکو د کتلو او يو سوليدلو انځورونو د يوه روښانه انځور او ښکلي شعر له پنځولو به دا غوره وي چې شاعر د خپلې زمانې خبرې او کيسې ولري، خپل انځورونه او ليدلورى وړاندې کړي، که څه هم ډېر کمزورى وي، خو دا چې يوازې په ده پورې اړوند دى، نو ښکلى دى.
پاى