ليکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د شانګهای د همکارۍ سازمان Shanghai Cooperation Organization (SCO)چې د څو اړخیزو سیاسي، امنیتي، اقتصادی او کلتوري همکاریو په موخه تشکیل شوی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا د هغه د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د لوګو رسمي ژبې یې چینايي او روسي ده. د دې سازمان اصلي او برخلیک ټاکونکی نقش د چین او روسیې په لاس کې دی او د شانګهای ۵ د ترکیب څخه جوړ شوی سازمان دی چې په ۱۹۹۶ کال تاسیس شوی وو خو په نوموړي سازمان کې د ازبکستان د غړیتوب له تصویب څخه وروسته د (شانګهای د همکارۍ سازمان) په نوم و نومول شو. دغه سازمان پر اصلي غړو سربېره څارونکي غړي هم لري چې منګولیا په ۲۰۰۴ او افغانستان، اېران، هندوستان او پاکستان په ۲۰۱۲ کال د دې سازمان د څارونکو غړو په توګه منل شوي دي. د دې سازمان غړي هېوادونه که څه هم په خپلو مذاکراتو کې د سیمې په دفاعي مسایلو خبرې اترې کوي خو د ناټو یا وارسو د نظامي تړونونو په څېر یې تر دې مهاله کوم دفاعي تړون نه دی رامنځته کړی.
غړي هېوادونه
د شانګهای د همکارۍ سازمان ۶ اصلي غړی لري چې له روسیه، چین، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان څخه عبارت دي. همدارنګه نوموړی سازمان پنځه ناظر یا څارونکي غړي لري چې له افغانستان، اېران، پاکستان، هندوستان او منګولیا څخه عبارت دي. همدارنګه بېلاروس، ترکیه، سریلانکا او ترکمنستان یې مېلمانه غړي دي. د امریکا د متحده ایالاتو په شمول ځینو نورو هېوادونو هم په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده خو تر دې مهاله یې غړیتوب په نوموړي سازمان کې یقیني شوی نه دی.
موخې او دندې
د شانګهای د همکارۍ د سازمان مهمې موخې او دندې په لاندې ډول دي:
لومړی: په سیاسي او اقتصادي څانګو کې د غړو هېوادونو تر منځ د متقابل اعتماد، دوستي، ښه ګاونډیتوب او خپل منځي همکاریو پیاوړتیا او په یو بل باندې ډاډ څرګندول.
دویم: په سیمه کې د ترهګرۍ، بېلتون پالنې او سخت دریځۍ د هر ډول اشکالو سره د مبارزې په لاره کې د ګډو همکاریو پیاوړي کول.
دریم: د سیمې په کچه په مختلفو سیاسي، اقتصادي، کلتوري، سوداګریزو، دفاعي، چاپېریال ساتنې، علمي، تخنیکي، ښوونیزو، انرژي، د اجناسو حمل و نقل او داسې نورو کې د همکاریو سمون، تشویق او همغږي کول.
څلورم: په سیمه کې د متوازن او جامع اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ودې لپاره مشترک اقدام کول څو په غړو هېوادنو کې د ساګنو وګړو د ژوند د کچې د لوړوالي سټنډردونه ارتقا و مومي.
پنځم: په نړیوال اقتصاد کې د تعامل لپاره د حل لارو په برخه کې همغږي پیدا کول.
شپږم: د نورو نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو او همکاریو پياوړتیا.
اووم: د هغو نړیوالو منازعاتو د مخنیوي او ستونزو په حل کې مرسته او همکاري کول چې په ۲۱ مېلادي پېړۍ کې د نړۍ وګړي او هېوادونه ورسره مخ کېږي.
مخینه
د شانګهای د همکارۍ سازمان د لویو ځواکونو له لوري د مرکزي آسیا د ژیوپولیتیکي سیمې پر سر د سیالۍ له کبله رامنځته شو چې د دې سازمان لویه موخه د چین او پخواني شوروي اتحاد څخه د بېلو هېوادونو خپلواکو هېوادونو تر منځ د سرحدي لانجو ته حل لاره موندل او د همدې سرحد غیر نظامي کول وو. همدې موخې ته د رسېدو د حل لارو د لټولو په ترځ کې د ۱۹۹۶ مېلادي کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه د چین په شانګهای ښار کې د قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیې او تاجکستان تر منځ د سرحدي چارو د عسکري اعتماد لوظنامه لاسلیک او منځته راغله چې دغې ډلې ته د شانګهای ۵ نوم ورکړل شو. همدغې ډلې د ۱۹۹۷ مېلادي کال د اپرېل د میاشتې په ۲۴مه نېټه په مسکو کې د سرحدي ځواکونو د کموالي په منظور یو تړون لاسلیک کړ. د شانګهای ۵ د غړو هېوادونو ډلې په ۱۹۹۸ مېلادي کال د قزاقستان په الماتا، په ۱۹۹۹ مېلایدي کال د قرغیزستان په بشکک او په ۲۰۰۰ مېلادي کال د تاجکستان په دوشنبه ښارونو کې سرمشریزې غونډې وکړې. د همدې ډلې بله غونډه په ۲۰۰۱ مېلادي کال د چین په شانګهای ښار کې جوړه شوه چې د همدې غونډې په ترځ کې ازبکستان د نوي غړي په توګه و منل شو او نوم یې د (د شانګهای د همکارۍ په سازمان) بدل شو چې د سیمې په کچه به خپلې همکارۍ پياوړې کوي. د همدې سازمان د غړو هېوادونو مشران د ۲۰۰۲ مېلادي کال د جون په میاشت کې د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې غونډه وکړه چې د سازمان د اساسنامې، موخو، تګلارو او کړنلارو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړي چې د همدې تړون څخه وروسته نوموړي سازمان د نړیوالو حقوقو له نظره رسمیت پیدا کړ. د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۱۴ مېلادي کال تر پایه د غړو هېوادونو په مرکزونو کې ټولټال ۲۷ سرمشریزې غونډې کړې دي چې له دې جملې څخه ۵ غونډې په چین، ۵ غونډې په روسیه، ۴ غونډې په ازبکستان، ۵ غونډې په قزاقستان، ۴ غونډې په تاجکستان او ۴ غونډې په قرغیزستان کې شوې دي.
د شانګهای د همکارۍ د سازمان اداري جوړښت
د شانګهای د همکارۍ سازمان د مختلفو نهادونو څخه تشکیل شوی چې دلته په لنډه توګه معرفي کېږي:
لومړی: د هېوادونو د مشرانو شورا
دغه شورا د شانګهای د همکارۍ د سازمان تر ټولو لویه مرجع ده چې د همدې سازمان اساسي کرښې ټاکې، د هغه لومړیتوبونه په ګوته کوي او د فعالیتونو لارښوونه یې کوي. همدارنګه دغه شورا د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره په داخلي جوړښتونو او تشکیلاتو سربېره د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د همدې سازمان د کار څرنګوالی څېړي او په تودو نړیوالو مسایلو خپل نظر څرګندوي.
دویم: د حکومتونو د مشرانو شورا
د دې شورا مهم مسوولیت سازمان ته د بودجې برابرول او د همدې سازمان په حوزه کې د همکاریو د چوکاټ برابرو دي. باید وویل شي چې د حکومتونو د مشرانو د شورا مجلس په کال کې یو ځل جوړېږي.
دریم: د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا
د دې شورا لوی مسوولیت د سازمان د غړو هېوادونو په حوزه کې د مسایلو ارزونه او هغه ته د خپلو فعالیتونو تنظم او رسیدګي ده چې د هېوادونو له مشرانو سره د لیدلو زمینه برابرول، د سازمان د برنامو تطبیق څېړنه او د نړیوالو مسایلو په برخه کې مشوره کول دي.
څلورم: د آژانسونو د مشرانو کنفرانس
د دې کنفرانس مسوولیت په یوه ځانګړې حوزه کې د مسایلو بررسي او ستونزو ته حل لاره موندل دي.
پنځم: د ملي همغږي کوونکو شورا
د دې شورا مسوولیت د سازمان د مدیرانو د عادي فعالیتونو همغږي کول دي چې لږ تر لږه په کال کې درې ځلې غونډې کوي. همدارنګه د دې شورا رییس کولای شي چې د شانګهای د سازمان څخه بهر مسایل د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا ته د وړاندیز په توګه وړاندې کړي.
شپږم: سکرتریت یا د منشي دفتر
دغه دفتر چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان اجرايیوي مقر ګڼل کېږي د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې په چین کې جوړ شو. د دې دفتر مسوولیت د سازمان د فني او تخصصي چارو سمون، د سازمان د اسنادو تنظیم او بررسي او د سازمان لپاره د بودجې د طرحو وړاندې کول دي.
اووم: د ترهګرۍ ضد اداره
دغه اداره چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان پورې اړه لري د ۲۰۰۴ مېلادي کال د جنوري په میاشت کې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې جوړه شوه او مسوولیت یې له ترهګرۍ او توندلاریتوب سره په مبارزه را څرخي.
فعالیتونه
د شانګهای د همکارۍ سازمان یو شمېر مهمې موخې د خپلې کاري اجنډا په راس کې ټاکلې او د هغه د تحقق لپاره یې یو شمېر فعالیتونه په لاره واچول چې په لاندې ډول دي:
د امنیتي مسایلو په هکله همکاري
په سیمه او مرکزي آسیا کې امنیتي چارې، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بېلتون پالنې او سخت دریځي یا افراط ګرايي مخنیوی د مخدره توکو د تولید، سوداګرۍ او قاچاق سره مبارزه او داسې نور د دې سازمان د امنیتي مسایلو څخه ګڼل کېږي.
د شانګهای د همکارۍ د سازمان له لوري د ترهګرۍ په وړاندې د سیمه ییزې مبارزې چوکاټ په هغه سرمشریزه کې تصویب شو چې د ۲۰۰۴ مېلادي کال د جون په میاشت کې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې جوړه شوې وه. دغه سازمان په ۲۰۰۶ مېلادي کال اعلان وکړ چې د سیمه ییز امنیت د تړون د موادو پر بنسټ به د غړو هېوادونو د سرحدونو په اوږدوالي کې مشترکه مبارزه کوي. همدې سازمان د ۲۰۰۶ کال د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د شانګهای د همکارۍ سازمان نه غواړي چې د ناټو یا وارسا په څېر یو نظامي تړون رامنځته کړي خو د ترهګرۍ، بېلتون پالنې او سخت دریځۍ د پدیدو زیاتوالي ته په پام سره شونې ده چې د همدې سازمان غړي هېوادونه یو مشترک ځواک جوړ کړي او په همدې موخه د غړو هېوادونو تر منځ څو مشترک نظامي مانورونه او تمرینات اجرا شوي دي. لومړی دغه ډول مشترک نظامي تمرینات په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې په دوو پړاونو کې په قزاقستان او چین کې ترسره شول. په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې د چین او روسیې تر منځ د سولې تر نامه لاندې لوی مشترک نظامي تمرینات اجرا شول چې په تاریخ کې د دې دوو هېوادونو تر منځ لومړني لوی مشترک تمرینات ګڼل کېږي. د همدې تمریناتو څخه وروسته روسیې علاقه څرګنده کړه چې هندوستان هم په دې ډول مشترکو نظامي تمریناتو کې برخه واخلي او د شانګهای د همکارۍ سازمان دې خپل نظامي دریځ په نړیواله کچه تر سره کړي. د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو له هغه توافق څخه وروسته چې د ۲۰۰۶ مېلادي کال د اپرېل په میاشت کې و شو، د چین د خلکو د جمهوریت ۴۰۰۰ سرتېرو په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې د روسیې د اورال د غرونو سره څېرمه د چلیابینسک په سیمه کې چې د آسیا او اروپا تر منځ سرحد ګڼل کېږي د روسیې له پوځونو سره په ګډو نظامي تمریناتو کې برخه واخیسته.
اقتصادي همکارۍ
د اقتصادي همکاریو په لړ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له خپل تشکیل څخه وروسته یو لړ مهم اقتصادي موخې په خپله کاري اجنډا کې شاملې کړې او د هغه د عملي کولو لپاره یې ګامونه واخیستل چې لنډیز یې دلته وړاندې کېږي.
د سوداګرۍ د کچې لوړول
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د سمه ییزو اقتصادي همکاریو چوکاټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۳ مېلادي کال د سپټمبر د ۲۳مې نېټې په غونډه کې لاسلیک شو. د همدې غونډې په لړ کې د چین جمهور رییس وړاندیز وکړ چې د همدې سازمان د غړو هېوادونو د آزاد مارکېټ د سیمې د رامنځته کېدو لپاره دې اوږدمهاله برنامه تر لاس لاندې و نیول شي او په همدې برخه کې یې د غړو هېوادونو تر منځ په لنډ مهاله توګه د سوداګرۍ د ودې لپاره څو عملي تګلارې وړاندې کړې. د همدې وړاندیز څخه یو کال وروسته یانې د ۲۰۰۴ مېلادي کال د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د غړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې ودې په موخه داسې یو سند لاسلیک شو چې ۱۰۰ مشخصې برنامې یې درلودې. د همدې سازمان په هغه غونډه کې چې د ۲۰۰۵ مېلادي کال د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه په مسکو کې جوړه شوه، د سازمان عمومي منشي اعلان وکړ چې د سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د انرژي د څانګې پروژو ته تر نورو لومړیتوب ورکوي چې د همدې حوزې د نفتو او ګاز د استخراج، ګټې اخیستنې او له خوږو اوبو څخه د همدې حوزې د غړو هېوادونو استفاده ګڼل کېږي.
بانکي همکارۍ
د شانګهای د همکارۍ د سازمان بله لویه لاسته راوړنه د غړو هېوادونو تر منځ د ګډې بانکي همکارۍ د شورا رامنځته کول وو چې د غړو هېوادونو تر منځ بانکي چارو ته آسانتیا په برخه او د هغو پروژ د عملي کولو لپاره د اړتیا وړ پانګه تهیه کړي چې د سازمان له خو ا مشخصې شوې او عملي کول یې ضروري ګڼل کېږي. د همدې توافق څخه وروسته د شانګهای د همکارۍ سازمان مشترکې بانکي شورا د ۲۰۰۶ مېلادي کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه د چین په پلازمېنه پکینګ کې غونډه وکړه او د علاقې وړ مسایل یې و څېړل.
د انرژي مشترک کلوپ
د ۲۰۰۷ مېلادي کال د نومبر په میاشت کې مسکو د شانګهای د همکارۍ د سازمان د نړیوال کنفرانس کوربه وو چې په هغه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې روسیه غواړي په سیمه کې د همدې سازمان د غړو هېوادونو د ګډې همکارۍ په ترځ کې د انرژۍ د مشترک کلوپ بنسټ کښېږدي او د هغه په تشکیل یې ټینګار وکړ. باید وویل شي چې دغه یادونه له دې مخکې د نوموړي سازمان د الماتا د ښار په غونډه کې هم شوې وه.
کلتوري همکارۍ
د شانګهای د همکارۍ د سازمان د چوکاټ یوه مهمه برخه د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو فرهنګي او کلتوري چارو پراختیا ده او سازمان د غړو د کلتور وزیرانو خپله لومړنۍ ناسته په دې اړوند د ۲۰۰۲ مېلادي کال د اپرېل په ۱۲مه نېټه د چین په مرکز پکنیګ کې وکړه او تر خپل منځ یې د کلتوري همکاریو د پراختیا سند لاسلیک کړ. کلتوري همکاریو ته د سمون ورکولو او ګړندیتوب په موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په ۲۰۰۵ مېلادي کال کې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې یو لوی کلتوري فستیوال او نندارتون جوړ کړ او په هغه کې یې د غړو هېوادونو کلتوري توکي نندارې ته وړاندې کړل.
د ځواک توازن
د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي او څارونکي هېوادونه نه یوازې دا چې د اقتصادي، نظامي، اتومي او فضايي قوتونو له مخې د لوی ځواک څخه برخمن دي بلکي په نړۍ کې د انرژي د لویو مصرف کوونکو څخه هم شمېرل کېږي. د همدې سازمان د غړو او څارونکو هېوادونو د ځمکې مساحت ۳۷ میلیون کیلو متر مربع دی چې د ځمکې د وچې یو په څلورمه حصه تشکیلوي. همدارنګه د همدې سازمان د غړو هېوادونو په جغرافیايي محدوده کې ۳ میلیارد وګړي ژوند کوي، د نړۍ ۲۰ سلنه نفتي او ۵۰ سلنه ګازي ذخایر په خپله محدوده کې لري. دغه سازمان له ۲۰۰۴ مېلادي کال وروسته په عمودي او افقي ډول لوی شوی، نوي او څارونکي غړي یې زیات شوي او په نړۍ کې د یو لوی اقتصادي، سیاسي او نظامي ځواک څخه برخمن دی. د شانګهای د همکارۍ د سازمان اساسنامه په شفافیت او عسکري ناپیلیتوب ټینګار کوي خو له دې سره سره په دې کې شک نشته چې نوموړی سازمان د ناټو د نظامي سازمان په مقابل کې د موازنې نقش ادا کوي.
اخځلیکونه
۱.انوري، حمید رضا و رحماني موحد، مرتضی، سازمان شانګهای چشم اندازي به سوی جهان چند قطبي، تهران، مرکز چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه، ۱۳۸۸، چاپ دوم.
۲.لوکین، الکساندر ولادیمیر ویچ، ویژه نامه همکاري شانګهای، تهران، موسسه فرهنګي مطالعات و تحقیقات بین المللي معاصر ۱۳۸۴.
۳.زاهدي انارکي، مجبتی، سازمان همکاري شانګهای از تیوري تا عمل ۱۳۸۵ دوره چهارم.
۴.دفتر مطالعات سیاسي و بین المللي، سازمان همکاري شانګهای، تهران مرکز چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه، ۱۳۸۸.
۵.د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت آرشیف
۶.www.sectsco.org