لیکنه: افتخار احمد همدرد
شخصیت هغه منزلت،مقام او ارزښت دی چې د ټولنې دخلکو لخوا پخپله خوښه یو شخص ته ورکول کیږي، زمونږ واقعي شخصیت هغه دي په کوم نظر چې د ټولنې خلک مونږ ته ګوري، نه هغه څه چې مونږ د ځان په اړه پخپله فکر کوو، د شخصیت هندارې تر عنوان لاندې یو ماډل شته، چې د انسانانو د شخصیت مختلفې برخې د هندارې په شکل منعکسوي، دغه ماډل د انسانو د شخصیت څلور خواوې معرفي کړي چې په لاندې ډول دي:
- ښکاره ساحه
- ړنده ساحه
- پټه ساحه
- تیاره ساحه
څیړونکې د شخصیت څلور پورتني موارد ذکر کړي، چې ټول انسان یې لري خو دا چې مونږ خپل شخصیت په اړه څومره پوهیږو او څومره خپل ځان پیژنو د همدې لپاره هر یو جلا جلا تر بحث لاندې نیسو:
ښکاره ساحه:
دا د شخص د شخصیت هغه ساحه ده چې خپله شخص ته هم معلوم وي اونورو خلكوته هم یعنې د هر انسان د شخصیت ښكاره ساحه دهغو مواردو ښكارندوي کوي چې شخص د خپل ځان په اړه پوهيږي اونورخلك هم دهغې په اړه معلومات کافي معلومات لري دغه موارد کیدای شي زمونږ احساسات،مینه، کړنې او عادتونه وي لکه یو شخص په یوه اداره کې کار کوي او معمولآ څګرټ څښي نو ټولو همکارانو او ملګرو ته یې معلومات وي چې پلانی شخص سګرټ څښي.
کله چې د لمړي ځل لپاره مونږ د چا سره ملاقات کوو، نو د معلوماتو د تبادلې لپاره له مونږ سره ډیر وخت نه وي ځکه نو د شخصیت ښکاره ساحه محدوده وي، د یو او بل پیژندل دغې ساحې ته لا پراختیا ورکوي او د وخت په تیریدلو سره دغه ساحه پراخیږي.
خلاصه دا چې د شخصیت ښکاره ساحه د انسان د شخصبت هغه برخې په نښه کوي، چې پخپله مذکور شخص او د هغې نږدی ملګرو ته ښکاره وي.
ړنده ساحه:
دا د شخص د شخصیت هغه برخه ده چې خپله شخص ته نامعلوم خو نورو خلكوته معلومه وي یا هم دغه ساحه د هغه مواردو بیانونکې ده چې شخص پخپله د خپل ځان په اړه نه پوهیږي لیکن نور خلک د هغه په اړه پوهیږي لکه یو شخص د خبرو کولو په وخت کې ځينې الفاظ درست نه اداء کوي یا د وینا په وخت کې د خپلو ګوتو سره بوخت وي بل شخص ته نه ګوري او یا هم دې ته ورته نور موارد چې پخپله شخص پرې نه پوهیږي خو نور خلک یې ستونزه درک کولای شي، په دې برخه کې د ټولو خلکو مسئولیت دا دی چې د خپلو ملګرو د شخصیت د پټې ساحې د مثبتو او منفي اړخونو په اړه هغې ته اګاهي ورکړي او د خپلو ملګرو د ړندې ساحې د کوچني والي هڅه وکړي.
پټه ساحه:
دپټي ساحې څخه منظورهغه موارد دي چې خپله شخص ته ښکاره وي ولی نورو خلكو ته د هغې برخې په اړه بشپړ معلومات نه وي دغه موارد په حقیقت کې هغه کړنې دي چې امکان لري یو شخص په ځانګړي حالاتو او وخت کې له ځانه څرګند کړي،نه د وظیفې په جریان او رسمي وخت کې لکه یو شخص په کور کې ډیر قهرجن وي او یا هم له ماشومانو سره سخته رویه کوي او دیته ورته نور ډیر مثالونه شته چې د پټې ساحې انځورګري وکړي.
که دغه ساحه مثبت وي یعنې ځینې هغه مهارتونه چې مونږ لرو او خلک ترې اګاهي نلري او یا هم د ځینو مواردو په اړه پوهه لرو خو خلک ترې اګاه نه دي او مونږ یې په اړه خلکو ته ووایو نو په دې کار سره به د خپل پرمختګ ور مو پرانیستی وي.
تیاره ساحه:
دانسان دشخصيت دهغې ساحې څخه عبارت دی چې نه دې ته او نه هم نورو خلکو ته یې په اړه معلومات وي لکه د یو نوي وضعیت د مخامخ کیدو په صورت کې څرګند شي چې پخوا خپله دا شخص او نه هم نور خلک ترې معلومات ولري.
یعنې دا هغه برخه ده چې ممکن مونږ د ژوند په یوه مرحله کې په دې پوه شو او یا هم داسې اتفاق کله هم رامنځ ته نشي او د تل لپاره د خپل شخصیت له تیارې برخې څخه اګاهي ترلاسه نکړو.
سرچینې:
- Business leadership, northouse, sixth edition, sage publication, 2010.
- ځوانان او شخصیت جوړیدنه، ډاکټر تاج الدین ملت مل