لیکنه : روح الامین حسن
د شهید اباسین د دردوونکې قضیې د ظالمو عاملینو د جزا په اړه هېوادوال اندیښمن دي. زه دا لیکنه د ډاډګېرنې او د قضیې په اړه د عدلي او قضایي تعیقیب څخه د خبرولو په موخه درسره شریکوم. چې البته تطبیق یې عام او موخه ترې خاصه ده.
د شهید اباسین دردوونکې قضیه دومره بې باکه او کوچنۍ نه ده چې د چا هېره شي.که د هرچا هېره هم شي ولسمشر یې کورنۍ ته د وکالت او دفاع سینه ډبولې ده.
دا هغه قضیه ده چې عاملین یې د جنایت ( هغه جرم چې ارتکاب کونکی یې په اعدام، دوام لرونکي او یا اوږده حبس محکوم شي) مرتکب شوي دي. او د جرم د کشف، لاسرسي، عدلي او قضايي تعقیب په اجراآتو کې د قانون په اساس درې اورګانه داخل او مسولیت لرونکي دي. چې په ترتیب سره د هریو اورګان په مسوولیتونو رڼا اچوو.
۱د ملي پولیسو او ملي امنیت مسوولیت :
د جنایت او جرم د پېښیدو په صورت کې پولیس او د ملي امنیت مؤظفین کولای شي چې مجرم ونیسي او دا لاندی اجراآت ترسره کړي.
د جرم د پیښیدو ځای ته تلل.
د پيښې په ځای کې د جرم تثبیتول.
د جرم د ډول، مرتکب او زیانمن شوې پېژندنه.
په مرتکب باندې د جرم اړوندو سندونو او مدارکو تشخیصول.
د ټولو ښکېلو لوریو( مظنون، زیانمن، مجنی علیه او د شاهدانو د بیانونو ثبتول.
لازمه اړونده معاینې کول.
له دې وروسته پولیس او د ملي امنیت موظفین مکلف دي چې په ( ۲۴)ساعتونو کې دننه اړوند څارنوالۍ ته د جرم د پېښیدو خبر ورکړي. پولیس مکلف دي چې زیات نه زیات د مظنون( تورن) له نیونې وروسته تر( ۷۲) ساعتونو پورې د اجراآتو پورته ذکر شوې محضر له ټولو اړوند سندونو او دلایلو سره رسما څارنوالۍ ته وړاندې کړي او تورن هم د تحقیق په غرض اړوندې څارنوالۍ ته وسپاري چې د شهید اباسین د قضیې په اړه امنیتي ځواکونو دا دندې ترسره کړي. او د اباسین د قضیې دوسیه یې د جرم د نوعیت د څرګندیدلو وروسته د قانون په اساس د کورني او بهرني امنیت پر وړاندی د جرمونو عمومي څارنوالۍ( ملي امنیت څارنوالۍ ) ته د تحقیق او تدقیق لپاره لېږلې ده.
۲د اړونده څارنوالۍ مکلفیت :
کله چې څارنوالي د کشفي ارګانونو څخه د پېښې په تړاو دوسیه ترلاسه کړي نو د قضیې لپاره د تحقیق او تدقیق څارنوالان ټاکل کیږي. د تحقیق څارنوال د جرم د تحقیق او څېړنې دنده او د تدقیق څارنوال د قضیې د قضایی تعقیب او ارزونې دندې په غاړه لري. د تحقیق پړاو په لاندې ډول قانوني موده لري ترڅو په کې د اړوندې محکمې د فیصلې او حکم لپاره اجرآات وشي .
د تحقیق په بهیر کې د توقیف موده ټاکل شوې چې څارنوال کولای شي د جنایت د جرم د ارتکاب په صورت کې د لومړي ځل لپاره د تحقیق په موخه د ( ۱۵) ورځو لپاره د تورن د توقیف امر صادر کړي.که چیرې دا پنځلس ورځنۍ موده د تحقیق د بشپړولو او د صورت دعوی د ترتیبولو لپاره کافي نه وي، څارنوال کولای شي چې د جنایت په جرم کې د(۳۰) ورځو د مودې د تمدید وړاندیز اړوندې ابتدایه محکمې ته وړاندې کړي. که چیرته جرم ډیر سنګین، مغلق او ارتکاب کوونکي یې زیات وي او د تحقیق او صورت دعوی د تریب لپاره یې دا ذکر شوي موده( ۴۵) ورځې هم کفایت ونه کړي نو اړونده لومړۍ محکمه د څارنوال د دلایلو او د تورن د بیانونو له ارزونې وروسته کولای شي چې د جنایت د جرم په صورت د هغه د توقیف موده د دوهم ځل لپاره بیا تر(۳۰) ورځو تمدید کړي. یانې محکمه په مجموعي ډول سره د جنایت په جرم کې د تورن د توقیف موده له(۶۰) ورځو څخه زیات نشي تمدیدولای.د جزایي اجراآتو د قانون په اساس د تحقیق ټوله موده( ۷۵) ورځې ده. چې پنځلس ورځې د څارنوال خپل تعین شوی حق او شپیته ورځې د محکمې لخوا د تمدید حق لري. په دې موده کې څارنوالي مکلفه ده چې د جرم تحقیق او جزایي دعوی پرې اقامه کړي او اړونده واکمنې محکمې ته دوسیه وړاندی کړي.
صورت دعوی د قضیې په تړاو د څارنوالانو د تحقیق او تدقیق هغه پایله ده چې د تورن د جرم د الزام او تثبیت دلایل یې پکې ذکر کړي وي. او د همدې په اساس یې د صلاحیت لرونکې محکمې او اړونده دیوان څخه د تورن لپاره د قوانینو په بنسټ غوښتنه کړې وي.
نو د شهید اباسین قضیه تر اوسه پورې د امنیت په څارنوالۍ کۍ د تحقیق او تدقیق لاندی ده.د تحقیق او تدقیق وروسته به اړوندې ابتدایه محکمې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندی د جرمونو دیوان ته د فیصلې او حکم لپاره ځي.
۳_د قضائیه قوې مسؤلیت :
د څارنوال د غوښتنې په نظر کې نیولو سره به محکمه پرې د اختطاف او د قاچاق انسان د جرمونو په وړاندې د مبارزې د قانون د( ۱۰)مې او د جزاء قانون د( ۳۵۴) مادې د اوومې فقرې په اساس چې د( اختطاف د قتل لامل او د بدن د عضوې دلمنځه تلل) او عمدي قتل په اړه ذکر شوې، حکم کوي. که چېرې د څارنوال، او مجرمینو له لورې د ابتدائیه محکمې په حکم قناعت ونه کړل شي نو دوسیه به د استیناف څارنوالۍ له لارې د استیناف محکمې ته په( ۲۰) ورځو کې دننه د اعتراض په ډول وړاندی کیږي. کنه د شلو ورځو د تېریدلو وروسته د لومړۍ محکمې حکم خپله د تنفیذ وړ دی. وروسته له دې به د استیناف محکمه په قضیه دوهمه فیصله او حکم کوي. د استیناف محکمه د ابتدائیه محکمې حکم ابرام( تائید)، نقض ابطال، تصحیح اوتعدیل د صلاحیتونو حق لري .
له دې وروسته د تورن او څارنوال د استیناف محکمې په حکم د نه قناعت او اعتراض په حالت کې د( ۳۰) ورځو په موده کې د تمیز د څارنوالۍ له لارې سترې محکمې ته د نهايی تنفیذي حکم لپاره دوسیه راځي. ستره محکمه اخرنۍ باصلاحیته محکمه ده چې حکم یې قطعي او تنفیذي دی. هېڅوک پرې د اعتراض حق نه لري.
کله چې ستره محکمه په مجرم د مرګ( اعدام ) حکم د قانون د حکمونو په اساس قطعي کړي نو ستره محکمه د قضیې پاڼې له اړوندې فیصلې سره د هغې د صادرېدو له نیټې څخه د( ۱۴) ورځو مودې په ترڅ کې جمهور رئیس ته وړاندې کوي چې ترڅو یې هغه منظور کړي او بیا تنفیذ شي.د سترې محکمې له لورې مجرم ته د اعدام د جزا د تعینولو په صورت کې ولسمشر مسولیت پیدا کوي. پرته له دې ولسمشر او بل هیڅوک په دې اړه د جزا ورکولو هیڅ صلاحیت او مسؤلیت نه لري.
نو ولس باید د شهید اباسین د قضیې په اړه د پورته عدلي او قضايی مراحلو په نظر کې نیولو سره صبر وکړي چې ترڅو یې یاد مراحل بشپړ او عدالت په وړ او بهتره توګه پلي شي.
You also might be interested in
لیکنه: روح ا لأمین ( حسن ) کلتور، فرهنګ او[...]
لیکنه: روح الامین حسن (دریمه برخه، پای) ( Supreme Court) دریم:[...]
لیکنه: روح الامین حسن دریمه برخه (Supreme Court) دریم: ستره[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی