لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د شوال میاشت د رمضان د میاشتې وروسته راځي چې لومړۍ ورځ یې د کوچني اختر یا عید سعید فطر لومړۍ ورځ ده چې شوال ته په افغانستان کې د کوچني اختر میاشت هم ویل کېږي. په دې میاشت کې شپږ ورځې روژه نیول ځانګړی اجر لري لکه چې په صحیح مسلم کې ابو ایوب الانصاري د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (چا چې د رمضان د میاشتې روژه و نیوله او ورپسې یې شپږ ورځې د شوال روژه و نیوله نو داسې مانا لري لکه چې ټول کال روژه وي) . رواه مسلم. همدارنګه په همدې مطلب ګڼ شمېر حدیثونه د احادیثو په کتابونو کې ذکر شوي دي چې د شوال د میاشتې د شپږو ورځو روژو نیول مهم ګڼي او د ثواب په هکله یې د ذکر شوي حدیث په څېر ورته څرګندونې راغلې دي. د شوال د میاشتې د شپږو ورځو د روژې نیولو د اهمیت او فضیلت په اړه او دا چې دغه روژې د رمضان د مبارکې میاشتې له روژې سره د اجر له مخې د یو بشپړ کال د روژې نیولو په مانا دي ځینې اسلامي پوهان یې په دې ډول تفسیر او محاسبه کوي:
د دې لپاره چې په رمضان کې هر نیک عمل د اجر له مخې لس برابره کېږي نو د رمضان د میاشتې روژه د یوه کال د لسو میاشتو له روژې سره برابره ده او د شوال د میاشتې شپږ روژې د شپیتو ورځو یا دوو میاشتو سره برابرې دي چې په دې حساب دا ټولې ۱۲ میاشتې یا یو کال کېږي. له همدې کبله د شوال د میاشتې شپږ ورځې روژه نیول مستحب عمل دی او غوره خبره دا ده چې د اختر د دویمې ورځې څخه یې نیول پيل شي. خو که چیرې یې د نوموړې میاشې په نیمايي وروستۍ برخه او یا هرو شپږو ورځو کې و نیول شي هم پروا نه لري. د کوچني اختر دویمه ورځ د شوال د شپږو روژو د پیل په توګه د دې لپاره غوره ګڼل شوې ده چې سړی د روژې نیولو سره تیار عادت شوی وي او دغه عادت یې د رمضان د مبارکې میاشتې د روژو څخه لاسته راوړی دی نو که چیرې د شوال د میاشتې په دویمه ورځ د هغه پيل وشي نو شاید چې روژتی به دومره تکلیف احساس نه کړي لکه د دې میاشتې په نورو ورځو کې یې چې احساس کوي او بیا له سره ځان ورسره عادت کوي. هغه څوک چې د قضايي روژو پوروړی وي نو غوره خبره دا ده چې لومړی قضايي روژې و نیسي ځکه چې د حدیث شریف مانا ده چې فرمايي (چا چې د رمضان د میاشتې روژه و نیوله او ورپسې یې د شوال د میاشتې شپږ روژې و نیولې…) د دې مانا ورکوي چې روژه نیوونکي به د رمضان د میاشتې روژه بشپړه کړې وي او هغه څوک چې د رمضان د میاشتې له روژو څخه پوروړی وي نو لومړۍ باید خپل پور ادا او بیا که چېرې و توانېږي د شوال د میاشتې شپږ روژې دې هم ور پسې و نیسي په دې هکله هېڅ راز تکلیف نشته. البته داسې هم کېږي چې د روژو پوروړی د شوال د میاشتې ۶ روژې د ثواب په موخه و نیسي او خپلې قضايي په کوم بل مناسب وخت کې و نیسي. د دې مطلب په وروستۍ برخه کې باید دغه حقیقت ته هم پاملرنه وشي چې ځینې خلک د اختر دویمه ورځ د عیدالابرار یا د نېکانو د اختر په نوم پېژني او وایي چې د اختر په دویمه ورځ هم ګواکي روژه نیول ښه کار ندی. د پوهانو په نظر دا ډول نومونه اېښودل او دغه ډول فکر خپرول شرعي اصل نه لري بلکي یو داسې بدعت دی چې پوهان یې د روا کولو ملاتړ نه کوي او کوم شرعي بنسټ نه لري بلکي. باید وویل شي چې مسلمانان په خپلو دیني چارو کې هر کال یوازې دوه عیدونه لري چې عید سعیدالفطر یا کوچنی اختر او عیدالاضحی یا لوی اختر نومېږي.
نفلي روژه
د دې لپاره چې مسلمانان د رمضان د میاشتې سره عادت وي، د رمضان د مبارکې میاشتې راتګ ته یې بشپړه تیاري نیولې وي، ژوند یې سپیڅلی وي او د ستر واکمن په دربار کې یې زیات اجرونه لاسته راوړي وي نو د نفلي روژو نیول مستحب او ستایل شوی عمل دی چې خدای (ج) یې په بدل کې اجر ورکوي. د امام بخاري (رح) د کتاب صحیح البخاري په زیات شمېر احادیثو کې دغه مطلب ته اشاره شوې ده چې پیغمبر (ص) به د کال په ځینو معلومو، ځانګړو او مشخصو ورځو کې روژه نیوله لکه چې فرمايي: ( پیغمبر (ص) به د رمضان د میاشتې څخه علاوه دکال بله کومه میاشت پوره روژه نه نیوله خو د شعبان د میاشتې زیاتره ورځې او یا ټولې ورځې به روژه وو) صحیح البخاري. ابن ماجه داسې روایت کوي: (پیغمبر (ص) به د اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژه نیوله) ابن ماجه.
همدارنګه پیغمبر (ص) به خلک د ایام البیض یا سپینو ورځو روژې نیولو ته هڅول او ایام البیض د هرې هجري قمري میاشتې هغو ورځو ته ویل کیږي چې سپوږمۍ پکې بشپړه شي لکه د هرې هجري قمري میاشتې دیارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه نېټه او په دې هکله داسې روایت دی: ( پیغمبر (ص) به د ایام البیض په ورځو کې روژه نیوله البته که به کور وو او یا هم په سفر کې) النسایي. په همدې توګه په ځینو نورو احادیثو کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) خپلو صحابیانو ابي زر (رض) او ابي هریره (رض) ته په هره میاشت کې د درې درې ورځو د روژې نیولو لپاره هڅونه کړې وه). یو بل روایت دی چې پیغمبر (ص) ابن عمر (رض) ته اجازه ورکړې وه چې که وغواړي هر وخت کولای شي یوه ورځ روژه او بله بوزه یا افطار و اوسي) رواه البخاري. رسول الله (ص) په یوه بل روایت کې فرمایلي دي: ( چا چې ټول کال روژه و نیوله نو په هغه باندې د جهنم لاره تنګېږي) روا ه ابن خزیمه. د ټول کال د روژې په هکله د دې سلسلې په مخکنیو برخو کې یادونه وشوه چې هغه روژې ته ویل کېږي چې د رمضان د میاشتې د روژې د بشپړولو وروسته د شوال د میاشتې شپږ ورځې روژه و نیسي. همدارنګه د ټول کال د روژې نیولو یوه مانا دا هم کېدای شي چې یو مسلمان په فرضي روژو سربېره د هغو مستحبو روژو د نیولو پیروي و کړي چې ذکر یې په احادیثو کې راغلی دی خو له دې ټولو سره سره د دې حدیث شریف بشپړ مطلب په خپله حدیث شریف کې پوښلی دی چې پوهان یې په ډول ډول ماناوو تعبیروي. د عرفات د ورځې روژه مستحبه ده او دغه روژه زیاتره مومنان نیسي. همدارنګه دعاشورا د ورځې روژه نیول زیات اجرونه لري لکه چې په یوه حدیث شریف کې راغلي دي: (د عاشورا د ورځې روژه د خدای (ج) په نزد داسې محاسبه کېږي چې د تېر کال د ګناهونو کفاره هم ورسره ملګرې وي) رواه مسلم. لدې ټولو خبرو او نبوي ارشاداتو څخه مطلب دا دی چې یو مومن د خپل توان پر مهال د کال هغه ورځې روژه و نیسي چې د اسلام پیغمبر یې روژه نیول مستحب ګرزولي دي چې له شک څخه پرته د مسلمان د دنیوي او اخروي اجرونو باعث کېږي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…