ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ هره جدایي یو ډول مرګ دی او هر لیده کاته یو ډول قیامت .
۲ ـــ کله چې روغتیا ته زیان ورسېږي، د ټولې نړۍ شربتونه چې خولې ته ورسېږي، نو په زهرو بدلېږي .
۳ ـــ د ژوند خوشاله شېبې د شنو او ښکلو ونو په څېر دي، کله چې له لرې څخه یې ګورو، ډېرې ښکلې تر سترګو کېږي او کله چې ورنږدې شو او دننه ور ننوځو، نو ښکلا یې له منځه ځي، په دې وخت کې تاسو نه پوهېږئ، چې ښکلا یې چېرته تللې ده؟ هغه څه چې وینئ یوازې څو ونې دي .
۴ ـــ د ځوانۍ او زړښت ستر توپیر دادی، چې د لومړۍ موخه ژوند او د وروستۍ هغه مرګ دی .
۵ ـــ ټولې هیلې له اړتیا نه سرچینه اخلي، یانې کمښتونه او غمونه .
۶ ـــ د بشر تر ټولو ستره قرباني د مین له لاسه ورکول دي .
۷ ـــ د ژوند لومړنی درس، چې باید مور او پلار یې خپلو اولادونو ته ور زده کړي، رښتینولي ده .
۸ ـــ مینه هغه پېری دی، چې ټول یې په اړه خبرې کوي، خو هیچا ونه لیده .
۹ ـــ ټیټ او رزیل خلک د سترو خلکو له تېروتنو څخه ډېر خوند اخلي .
۱۰ ـــ ښځه هغه ځناور دی، چې وېښتان یې اوږده فکر یې لنډ دی .
۱۱ ـــ که څه هم ښکلا د درنښت او شرافت بنسټ دی، خو له زرګونو ستونزو او کړاونو سره و ګرېوان ده .
۱۲ ـــ هنرمن په ریاضي نه پوهېږي .
۱۳ ـــ موږ کله نا کله د هغه څه په اړه فکر کوو، چې لرو یې، په داسې حال کې د هغه څه په اړه تل فکر کوو، چې نه یې لرو .
۱۴ ـــ بشپړ انسان هغه دی، چې خپل ژوند په خپله جوړ کړي .
۱۵ ـــ که چېرې په بې غورۍ سره کوچنۍ ګنا وکړو، داسې ورځ به را ورسېږي، چې تر ټولو ستره او سخته ګنا به هم له خجالت او پښېمانۍ پرته ترسره کړو .
۱۶ ـــ انسان هغه څه چې غواړي اراده یې کولای شي، خو دا نه شي کولای، چې څه اراده وکړي .
۱۷ ـــ دنده د اندونو د ځلا هنر دی .
۱۸ ـــ هغه کس، چې د کار له کولو وروسته پښېمانه کېږي، دوه ځلې بدمرغه کېږي او دوه وارې ځان کمزوری ښکاروي .
۱۹ ـــ ماته ووایه، چې دې نړۍ ته له راتګ مخکې چېرته وې ؟ ترڅو ووایم، چې له مرګه وروسته چېرته ځې .
۲۰ ـــ کوم انسان چې هېڅ وخت نه لري، هغه څوک دی، چې لږ کار کوي .
۲۱ ـــ د کب لکۍ او د ښځې زړه ساتل ستونزمن کار دی .
۲۲ ـــ آیا دا ناپوهي نه ده، چې د نن ورځې خوږې شېبې د راتلونکو ورځو نه قربان کړې .
۲۳ ـــ د شتو راټولول، بریا ته رسېدل، د پوهې او شهرت تر لاسه کول، هېڅ یو له روغتیا سره سیالي نه شي کولای . د روغتیا ساتنې له پاره، باید له هرهغه څه څخه چې روغتیا ته زیان ورسوي، ډډه وشي . په ځانګړې توګه له رواني شهوت څخه .
۲۴ ـــ د خلکو راز د زنداني خاصیت لري، چې کله خلاص یا آزاد شي، نو پرهغه باندې تسلط امکان نه لري .
۲۵ ـــ ژبه د یوه ملت تر ټولو ارزښتمن میراث دی .
۲۶ ـــ تر ټولو غوره اولاد هغه دی، چې هېڅکله ونه زېږي .
۲۷ ـــ اراده له هغه ړوند سړي څخه پیاوړې او ځواکمنه ده، کوم چې په خپلو اوږ باندې شل سړی لېږدوي، تر څو هغه ته لارښوونه وکړي .
۲۸ ـــ د سیالۍ برېښېدونکې نښې په پوهنه، هنر او ورزش کې په سترګو معلومېږي .
۲۹ ـــ مینه او مینتوب، که هرڅومره نېکه او په ښکلو احساساتو څرګنده شي، بیا هم شهواني ریښې لري .
۳۰ ـــ قلم د هغه د خاوند د روح او مغز په اندازه د خیر او شر لامل کېدای شي .
۳۱ ـــ افکارو او غوښتنو، چې په یوه موده کې یې حضور درلوده، د انسان په څېره باندې یې خپل اغېز پریښی دی .
۳۲ ـــ که چېرې هرڅوک یوازې په خپل کار بوخت شي، نو ډېرې ستونزې به حل شي .
۳۳ ـــ هېڅکله مه پرېږدئ، چې کوم څیز مو فکري ژوند ودروي، که څه هم کېدای شي د نړۍ بې امنه توپان زموږ چاپېریال بې نظمه او یا هم له منځه یوسي .
۳۴ ـــ هر کتاب د یو ځل لوستلو ارزښت لري، هېڅ کتاب ته په کمه سترګه مه ګورئ، ځکه چې خزانه په ویرانه کې وي .
۳۵ ـــ پوه هغه دی، چې زده کړې یې کړې وي؛ نابغه هغه دی، چې ور څخه یو څه زده کړو او هېڅکله یې له چا څخه څه نه وي زده کړي .
۳۶ ـــ کله وخت د ځان په اړه د قضاوت پرمهال اراده په کوښښ لاس پورې او عقل له کاره لوېږي، نو ځکه باید له ملګري سره مشوره وکړو .
۳۷ ـــ هغه څوک چې غواړي ستر کارونه ترسره کړي، نو راتلونکو ته دې پام وکړي او په ټینګ او رښتیني هوډ سره دې را روانو نسلونو ته فعالیت وکړي .
۳۸ ـــ یوازې پاتې کېدل د ټولو لویو لارو ژوند لیک دی، دا ژوند لیک دی، چې هر څوک درباندې خواشیني څرګندوي، مګر زه وایم چې د نورو ژوند لیکونو په شان خواشینونکی نه دی .
۳۹ ـــ هغه کسان، چې د ډېرو خلکو له منځ څخه را بهر کېږي، هغه کسان چې ورته د نابغه نوم ورکول کېږي. یوازې همدوی د بشریت تر ټولو لوړ او حقیقي ډول دی .
۴۰ ـــ که له خدایه روغتیا، شتمني او د سر امن غواړې، نو هر څه به دې غوښتي وي .
۴۱ ـــ دا چې مغز باید د خېټې نوکر او مزدور وي، په حقیقت کې دا د هغو کسانو عقیده ده، چې نه یې په خپل لاس ګټل شوې ډوډۍ خوړلې او نه یې هم په خپله برخه قناعت کړی دی.
۴۲ ـــ کابو زموږ ډېر غمونه له نورو سره د اړیکو نه را پیدا کېږي .
۴۳ ـــ هېڅوک نه پوهېږي، چې په خپل ځان کې د دردونو او کړاونو د زغملو څومره وړتیا لري، تر هغه وخته پورې، چې یوه پېښه رامنځته شي او دا ځواک په خوځښت راولي .
۴۴ ـــ یو ډاکټر پرته له ځانه د هرچا درملنه کولای شي، کله چې ناروغ شي، نو د خپلې درملنې له پاره خپل یوه همکار ته ورځي .
۴۵ ـــ واده یانې د حقونو نیمایي کول او د مسؤلیتونو دوه برابره کول .
۴۶ ـــ هر حقیقت له درې پړاوونو څخه تېرېږي : لومړی ملنډې پرې وهل کېږي . دویم له سخت مخالفت سره مخامخ کېږي، درېیم د یوه ښکاره امر په توګه منل کېږي .
۴۷ ـــ موږ د خپل وجود درېیمه یا څلورمه برخه د دې له پاره له لاسه ورکوو، چې د نورو په څېر و اوسو .
۴۸ ـــ لومړنۍ دنده له ژوند څخه د خپل حق اخیستل دي .
۴۹ ـــ هغه کسان چې د مینې په موخه واده کوي، تل به بد مرغه وي .
۵۰ ـــ کله چې مطالعه کوو، نو زموږ پرځای یو بل څوک فکر کوي، مو یوازې د هغه ذهني بهیر تکرار وو .
You also might be interested in
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ خپلې[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل یوه ساده سړي څو څو[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل موږ په داسې یوه ټولنه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی