د شټرنګ لپاره چک لست . CHECKLISTS FOR SHUTTERING:
شټرنګ یو سخت ساختمان دی چې دقالب په شکل کاریږي په کوم چې تازه کانکریټ وراچول کیږي څو ترسختیدو پورې کلک ونیسي .شټرنګ د ساختمان جوړولو پرمهال ټول ژوندي او مړه بارونه اتکا کوي .شټرنګ د ساختماني کارونو مهمه برخه ده .د شټرنګ ډول د ساختماني عنصر ،د وايې ، د شټرنک د موادو ډول او یو شمیر نورو فکتورونو پورې اړه لري.وړاندې له دې چې شټرنګ نصب شي د هغې چک کول د ساحې د سوپروایزر په واسطه ډیر اړین کار دی . د دکانکریټو اچولو ساحې ته د شټرنګ قالب رسول باید له 24 تر 48 وړاندې ترسره شي .که چیرې شټرنګ قالب سم نه وي تړل شوی د کانکریټو کیفیت اغیزمن کیږي.
په عمومي توګه شټرنګ قالب په درې ډوله دی .
1) د بیمونو قالب .په بیمونو کې کاریږي .
2) سلب قالب .په سلبونو کې کاریږي.
3) د پایو قالب .په پایو کې کاریږي .
په عمومي ډول دشټرنګ قالب ددرې مرحلو لپاره چک لست باید ولرو .
1. د شټرنګ نصبولو پروخت چک لست .
2. د کانکریټ اچولو پروخت چک لست .
3. د شټرنګ رالرې کولو پروخت چک لست .
لومړی .دشټرنګ نصبولو پروخت چک لست .
a) د شټرنګ مواد زاړه دي که نوي؟
b) ایا سم شکل ترمیم شوي ؟
c) ایا شټرنګ قالب پاک دی ؟
d) ایا شټرنګ ته غوړ ورکول شوي؟
e) ایا د شټرنګ ډيزاین سم شوی ؟
f) ایا شټرنګ قالب سم لیول شوی او سیده شوی؟
g) اړمونه یې سم دي؟
h) استحکامات او تړل یې سم دي؟
i) سوري او جینټونه یې سم دي؟
j) که کوم بدلون په نقشه کې راغلی وي ایا شټرنګ ورته همغسې بدل شوی؟
k) وایه څنګه ده؟
دویم .د کانکریټ اچولو پروخت .
a) د کاریګرو تګ لپاره مناسبه لاره شته .
b) اضافي نټونه ،اړمونه ،کلیپونه او میخونه په ساحه کې شته او که نه ؟
c) د شټرنګ عمودي لیول باید چک شي.
d) بره او لاندې سیخان په سم ډول له نقشې سره سم ځای په ځای شوي.
e) د سیخانو محافظوي قشر سم ورکول شوی ؟
f) کانکریټ اچول په مناسبو حدودو کې ترسره شي.
درییم .وروسته له لرې کولو.
a) د کانکریټو سطحه پوره لیول ده؟
b) د کانکریټو سطحه ترمیم ته ضرورت لري؟ګه وي زر ترسره وارزول شي.
c) شټرنګ له لرې وروسته سمدستي پاک شي.
You also might be interested in
ليکنه: شاکر کامران نظام د نظم، ترتيب، پوځ او حکومت[...]
ژباړه: شرر ساپی محمد او حبشي وينځه برکه دآمنې له مړينې[...]
لیکنه: شمس رحمانزی د پښتونوالۍ کلمه د (پښتو) او (پښتون) له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی