ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ ما خپل وخت ضایع کړ، اوس هغه دی چې ما ضایع کوي .
۲ ـــ خپلې بدمرغۍ د خپلو کالیو په شان په پوره بې پروایۍ سره وزغمئ .
۳ ـــ اې ځیرکتیا ! زما دوست واوسه .
۴ ـــ اې ښځې ! ته هغه څوک یې، چې غواړم خپل ټول شته ستا په پښو کې کېږدم .
۵ ـــ دوستي ارزښتمن نعمت دی، چې نېکمرغي دوه برابره کوي او بدمرغي را کموي .
۶ ـــ ښځې د سره ګل په شان دي، چې کله مړاوي شي ژر پاڼې، پاڼې کېږي .
۷ ـــ که چېرې له چا سره مینه لرې، نو پرې یږده، که ستا په لور را وګرځېده، نو ستا ده او که را ونه ګرځېده له پیله ستا له پاره نه و .
۸ ـــ په هرځای کې، چې ښکلا په دعوا لاس پورې کړي، نو د ویاند ژبه ګونګېږي .
۹ ـــ له ستروالي مه وېرېږه، ځینې ستر زېږېږي، ځینې ستروالی تر لاسه کوي او ځینې ستروالی په خپله لمن کې اچوي .
۱۰ ـــ د بېځایه او ناوړو هیلو له منځه وړل د کار او ژوند بریالیتوب دی .
۱۱ ـــ آه درواغ څومره ښکلې څېره لري .
۱۲ ـــ د بل چا په سترګو او خوښه واده کول د ځان له پاره د دوزخ د دروازې پرانیستل دي.
۱۳ ـــ خدای (ج) تا ته یوه څېره درکړې ده او تا له هغې څخه بل څه جوړ کړي دي .
۱۴ ـــ اندېښنې، د خوبونو لیدل، اسویلي، اوښکې او هیلې له مینې څخه نه بېلېدونکي انډیولان دي .
۱۵ ـــ ستا څېره هغه کتاب دی، چې خلک کولای شي، په هغې کې عجیب څیزونه ولولي .
۱۶ ـــ غوره تجربه د ژوند د هیلو او امیدونو رڼا ده، که څوک هیلې ونه لري، نو د هغه له پاره ژوند ارزښت نه لري .
۱۷ ـــ څومره بدمرغه دي، چې صبر او زغم نه لري، مګر داده چې ټپونه بېرته رغېږي .
۱۸ ـــ له دې وړاندې نه شم کولای، چې حرکت وکړم او پرمخ ولاړشم، زما پښې له هیلو سره له همقدمۍ څخه عاجزې دي .
۱۹ ـــ ډارن مخکې له مرګه څو څو ځله مري، خو زړور یې یوځل خوند څکي .
۲۰ ـــ هغه مینه، چې د سترګو په اوښکو ووینځل شي، تل به پاکه او سپېڅلې وي .
۲۱ ـــ ډېره عجیبه ده، چې د بشر غوږونه د نصیحت په وړاندې کاڼه او د چاپړوسۍ په وړاندې اورېدونکي شي .
۲۲ ـــ د ښځې مینه هغه شتمني ده، ترڅو سل په سلو کې ګټه ونه لري، بل ته یې نه سپاري.
۲۳ ـــ د انسان وطن په هېڅ جغرافیایي نقشه کې نه شئ موندلای، خو د انسان وطن د هغو کسانو په زړه کې موندلای شئ، کوم چې ورسره مینه لري .
۲۴ ـــ په ټولو بشري کړنو کې لوړې او ژورې وي، که انسان د هغو په منځ کې واقع شي، نو د نېکمرغۍ ساحل ته رسېږي او که نه نو عمر به یې په بد مرغۍ او هلاکت کې تېر شي.
۲۵ ـــ چې څه ونه لرې، نو د له لاسه ورکولو له پاره هم څه نه لرې .
۲۶ ـــ د اسراف لمبه دوام نه کوي، ډېر توند اورونه ژر مړه کېږي، ورو ورو باران دوام لري، ناڅاپي توپان اوږد نه وي .
۲۷ ـــ جهنم تش دی، ځکه ټول دېوان هلته دي .
۲۸ ـــ څوک چې قانع مسکین وي، نو شتمن دی .
۲۹ ـــ د شمعمې رڼا تر کوم ځایه رسېږي، ښه مرګ هم د خبرو په دې نه اورېدونکې نړۍ کې همدومره ځلېږي .
۳۰ ـــ څومره چې دې کار مهم وي، په هماغه کچه به دې دښمنان هم ډېر وي .
۳۱ ـــ نه ښه شته او نه بد، دا زموږ فکر دی، چې له هغه څخه ښه یا بد جوړ وو .
۳۲ ـــ مور د ټولنې بنسټ دی .
۳۳ ـــ نجونې پرته له خاونده هېڅ نه غواړي، خو کله یې چې ترلاسه کړ، نو بیا هرڅه غواړي
۳۴ ـــ زه له هغې ښځې سره مینه کوم، چې مهربانه وي، ښکلا دومره شی نه دی .
۳۵ ـــ جدایي څومره خوږ غم دی .
۳۶ ـــ له ټولو مهربانیو څخه یې را غونډ کړي شیان او یوه مور یې ترې جوړه کړې ده .
۳۷ ـــ شیطان هم خپلې موخې ته د رسېدو له پاره په آسماني کتاب استناد کوي .
۳۸ ـــ د جاهلانه او حکیمانه تګلارې اغېز هم د ناروغۍ په څېر یوه نه بل ته سرایت کوي.
۳۹ ـــ خپلو افکارو ته ژبه مه ورکوه .
۴۰ ـــ چاپړوسي د ناپوهانو خواړه دي .
۴۱ ـــ لوښی چې تش وي، نو غږ یې لوړ وي .
۴۲ ـــ که چېرې ما دولس زامن درلودای او ټول یو شان راباندې ګران وای او یوولس زامن مې د هېواد په لاره کې قرباني کړي وای، خوښ به وم له هغې چې یوـــ یو راته په بستره کې مړه شوي وای .
۴۳ ـــ که چېرې اوښکې لرې، نو تویولو ته یې چمتو شه .
۴۴ ـــ هر څوک باید په ډېر زغم سره د خپلو کړنو پایله وزغمي .
۴۵ ـــ د دې له پاره چې سم او ستر کار ترسره کړې، نو کوچنۍ تېروتنه وکړه .
۴۶ ـــ هغه څوک چې زما، مال غلا کړي، یو بې ارزښته څیز یې غلا کړی دی، مګر هغه څوک چې زما نېک نوم پټ کړي، نو زما د بدن یوه برخه له ځانه سره وړي، چې هغه پرې نه شتمن کېږي، خو ما ذلیلوي .
۴۷ ـــ دنیا د یوه نندار تون په څېر ده، هرڅوک پکې خپل رول لوبوي او بېرته ځي .
۴۸ ـــ هغه څه تر لاسه کړه، چې هېرولای یې نه شې او هغه څه هېر کړه، چې ترلاسه کولای یې نه شې .
۴۹ ـــ پوهېږو چې څه یاستو، مګر نه پوهېږو چې څه کېږو .
۵۰ ـــ که چېرې ټوله شپه د لمر د له لاسه ورکولو له پاره وژاړې، نو د ستورو د لیدلو خوند به له لاسه ورکړې .