د شګې د میده والي مودول –محاسبه او قیمتونه . Fineness Modulus of Sand– Calculations, Values
د شګې د میده والي مودول څه شی دی ؟ What Is Fineness Modulus of Sand?
د شګې یا میده دانه ډکوونکو (fine aggregate) د میده والي مودول یو شاخص نمبر دی چې په شګه کې د ذراتو اوسط سایز ښودنه کوي.دا له سټنډرډ غلبیلونو څخه د شګې دتحلیل په نتیجه کې ترلاسه کیږي .د هرغلبیل لپاسه پاتې شوو موادو مجموعي(cumulative) فیصدي سره جمع کیږي او پرسلو ویشل کیږي چې دا د میده والي مودول قیمت ورکوي.
میده دانه ډکوونکي هغه مواد دي چې له 4.74m سایز غلبیل تیر شي.ددې لپاره چې د شګې میده والي مودول ترلاسه شي مونو باید 4.75mm, 2.36mm, 1.18mm, 0.6mm, 0.3mm and 0.15mm سایز غلبیلونه ولرو.د شګې د میده والي مودول د جغل د میده والي مودول څخه ټیټ وي.
د شګې د میده والي مودول مالومول . Determination of Fineness Modulus of Sand
ددې لپاره چې میده والي مودول ازمایښت ترسره کړو مونږ باید سټنډرډ غلبیلونه ،میخانیکي خوځونکی ،نغری او ډیجټلي ترازو ولرو .
د نمونې چمتو کول . Sample preparation
دشګې نمونه په یوه لوښي راواخستل شي او په نغري کیښودل شي او تر 100 – 110oC تودوخه ورکول شي.وروسته له دې چې نمونه وچه شي او اوبه یی دتودوخې له امله تبخیر شي وزن یی باید واخستل شي.
د شګې د میده والي مودول د ازمایښت پروسیجر .
غلبیلونه راواخلۍ او په نزولي ترتیب یې برابر کړۍ داسې چې غټ غلبیل بره راشي .که میخانیکي خوځونکی (mechanical shaker) وي نو غلبیلونه ترتیب باندې کیږدۍ او نمونه په کې واچوۍ او د غلبیل پوخ په واسطه یې بند کړۍ .اوس ماشین چالان کړۍ او غلبیلونو خوځول باید په پنځو دقییقو کې ترسره شي .که خوځول په لاس وي نو بره غلبیل کې نمونه واچوۍ او غلبیل یو خوا بله خوا عمودي او افقي وه خوځوۍ .وروسته له یو وخته دریم نمبر اوڅلورم او بلاخره وروستی نمبر غلبیل په همدې ډول وخوځوۍ .وروسته له غلبیلولو د هر غلبیل لپاسه دنمونې پاتې شي وزنونه واخلۍ او یاداشت کړۍ .بلاخره مجموعي یې پیداکړۍ .دمجموعې پیداکول داسې وي چې هغه مخکینی ورسره جمع کیږي ،د بیلګې په ډول ترټولو بره کې 100gr پاتې شوي او ورپسې دویم کې 150gr پاتې شوي په مجموعه کې 250gr راځي .اوس د هرې مجموعې فیصدي مالومه کړۍ.ټولې مجموعې (cumulative) سره جمع کړۍ او پرسلو یې وویشۍ .د شګې د میده مودول ترلاسه شو.
د شګې د میده والي مودول محاسبه . Calculation of Fineness Modulus of Sand
د بیلګې په ډول 100gr وچه نمونه راواخلۍ .
له غلبیلولو وروسته مالومه شوه چې د هرغلبیل لپاسه په لاندې ډول مواد پاتې شوي .
1. د 4.75mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 0 مجموعه پاتی شوی وزن 0 د مجموعې فیصدي 0 .
2. د 2.36mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 100 مجموعه پاتی شوی وزن 100 د مجموعې فیصدي 10% .
3. د 1.18mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 250 مجموعه پاتی شوی وزن 350 د مجموعې فیصدي 35% .
4. د 0. 6mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 350 مجموعه پاتی شوی وزن 700 د مجموعې فیصدي 70% .
5. 0. 3mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 200 مجموعه پاتی شوی وزن 900 د مجموعې فیصدي 90% .
6. 0. 15mm نمبر غلبیل لپاسه پاتې شوی وزن 100 مجموعه پاتی شوی وزن 1000 د مجموعې فیصدي 100% .
اوس ټولې مجموعۍ فیصدۍ جمع کوو یعني =305.0%+10+35%+70%+90%+100%
او پرسلو یې ویشو.305/100=3.05mm
نو ددغه نمونې دمیده والي مودول 3.05mm ددی .
د شګې د میده والي مودول قیمتونه . Values of Fineness Modulus of Sand
د شګې د میده والي قیمتونه له 2 تر 3.5mm پورې وي .نظر د میده والي مودول قیمت ته د شګې ډولونه په لاندې ډول دي .
1. میده دانه شګه چې د میده والي مودول قیمت یې د 2.2 او 2.6 ترمنځ وي .
2. متوسط دانه شګه چې د میده والي مودول قیمت یې د 2.6 او 2.9 ترمنځ وي .
3. زیږه شګه چې د میده والي مودول قیمت یې د 2.9 او 3.2 ترمنځ وي .